۱-منجمنټ له دوه کلموڅخه مشتق ده چی Manage دتنظیم او Men په معنادخلکو.
¤مدیر:په لغت کی اداره کونکی ته وایی اوپه اصطلاح کې هغه شخص ته وایی چی دخپلې ادارې دکارمندو دکړنو مسؤلیت په غاړه لری
¤دیومدیر نیک صفتونه:د تشخیص قدرت،د تطبیق او ښې اړیکې.
¤د مراتبو لړۍ:د ټیټې مرتبې له لوړې مرتبې اطاعت کول اودلوړې مرتبې لخوا په ټیټې مرتبې امرونه دی.
¤دمدیرانوعمده دندې:1-پلان2_سازماندهی3-ګمارل4-لارښوونه 5-کنترول
¤د مدیریت سطحې: 1-د ټیټې سطحې مدیران:هغه مدیران دی چی دمدیریت په ټیټه سطحه کې قرار لری او دکارکوونکو د کار مسؤلیت یې په غاړه وی. او دندې یې په لاندې ډول دی:
_لنډ مهاله پلانونه جوړوی او د منځنۍ کچې مدیرانو ته یې د زیاتو معلوماتو لپاره وړاندې کول.
_دخپل کاری ټیم د تګلارې څخه برسی او نظارت کول.
_ورځنی او کلنی کارونه تنظیمول.
_په مشخصه توګه د دندو لایحه جوړول.
_له کارکوونکو سره همیشنۍ او نژدې اړیکې ساتل.
2-د منځنۍ سطحې مدیران:دا دلوړې سطحې مدیرانو څخه ښکته قرار لری او دټیټې کچې د مدیرانو کړنې تنظیموی.دندې یې دادی:
_منځمهاله پلانونه جوړول او د لوړې کچې مدیرانو ته د اوږد مهاله پلانونو ترتیب او تنظیمول.
_مختلفو څانګو ته پالیسی جوړول
_ورځنی او اونیز راپورونه کنترول او ارزول
_ټیټې کچې مدیرانو ته دستونزو په اړه دلازمو مشورو ورکول
_دکارمندانو انتخاب او ګمارل
3-د لوړې سطحې مدیران:دمدیریت په لوړه کچه کې ځای لری او دمنځنۍ کچې دمدیرانو دکارونو دسمون چارې پرغاړه لری.دندې یې دادی
_اوږدمهاله پلانو اوتګلارو برسی او وده ورکول
_دبیلابیلو څانګو دندې اوکاری پروسې ارزول او له هغو سره پکې مرسته کول
_په سازمان کې دکلیدی اشخاصو دانتخاب حق لری
_دمنځنۍ کچې مدیرانوته دعمومی ستونزوپه رابطه مشوره ورکوی
۲_مامور:هغه شخص دی چې دقانون دحکم سره سم داجرائیوی دندو داجراء لپاره ددولت لخواګمارل کیږی
شرط یې:عمر یې باید اته لس کالو څخه لوړ وی
¤دیو مامورصفتونه:په نفس اعتماد،صداقت، ایمانداری،په دنده کې پابندی،دقانون مقرری او مراتبو لړۍ رعایت کول او مراجعینو سره نیک سلوک کول
دمامور رخصتی:لس ورځې په کال کې شل دناروغۍ شل دتفریح اوهم دجمعې،اخترو،حج او دواده رخصت مستحق ده.
۳-ددندو لایحه: یولیکلی سند دی چی په اداره کې دیو بست دتشریح او موجودیت دلیل ګرځی
۴-اداره:هغه اجتماعی نظام دی چې پکې لږخلك دیو مشخص هدف ته درسیدو لپاره په کار مشغول وی
¤د ادارې مهم عناصر:
1-هدف:راتلونکې مطلوبه نتیجه ده چی سازمان یی دلاسته راوړلو لپاره هلې ځلې کوی.او لاندی مشخصات لری:
>واضح او مشخص وی
>دسنجش وړ وی
>دلاسته راوړل شی
>حقیقی او لیدونکی وی
>دوخت قالب ولری
2-سرچینې:د یو سازمان مادی او معنوی سرمایې ته وایی اوپه لاندی برخو ویشل شوی:
>فزیکی
>مالی
>انسانی
>او غیرمحسوس منابع
3-مؤثریت:په اداره کې دفعالیتونو درست سرته رسول دی چې دادارې په لاسته راوړنو کې مرسته کوی دلته په کیفیت ډیرتاکید کیږی
4-مثمریت:په اداره کې دفعالیتو سمې اجراء ته وایی چې پکې دکمې سرمایې څخه زیاته ګټه پلاس راځی دلته په لاندی ټکو تاکید کیږی:
>کمیت
>قیمت
>او وخت.
5-په اداره کې ښکیل اړخونه:له هغه اشخاصو څخه عبارت دی چې د ادارې په ګټه اوفعالیت کې ونډه لری او په لاندې ډول دی:
>برخه اخیستونکی
>کارمندان اومامورین
>مشتریان،تمویل او وړاندی کوونکی
>دمحل خلک.
¤د سالمې ادارې مشخصات:
>په اداره کې باید د ټولو اداری مقرراتو،قواعدو او اصولو رعایت وشی
>دادارې تشکیل باید د ضرورت په اساس وی او دتشکیلاتی بهران څخه باید مخنیوی وشی.
>په انتصاب،انتخاب،تغیراو تبدیل د کارکوونکو کې باید د ادارې مهم اصل چې عدل،اغیز،ګټه،اړیکې او د مراتبو لړۍ ده مراعت شی.
>کار باید اهل کارته وسپارل شی
>په اداره کې باید همغږی،ښه سیستم،فعال کنترول او رهبری وجود ولری.
¤د ادارې اساسی اصول:
>همغږی او یووالی
>دمراتبو دلړۍ اصل
>تخصص
>دستور ورکونې اصل
>نظارت
>صلاحیت
>تعادل
>دتل والی او بدلون اصل
>او دکار پیدا کولو اصل.
¤د ادارې او منجمټ اهمیت:
>په درسته توګه د اهدافو لاسته راوړل
>د مصارفو کمول او مخنیوی
>د پیسو او وخت دمحدودیت په لحاظ دفعالیت تکمیل او پوره کول.
>د مشتریانو او تمویلوونکو قناعت او رضایت.
۵-همغږی:په یوپروګرام کې د ښکیلو ادارو ترمنځ د مناسباتو او مساوی ونډې اخیستلو او ښه کار کولوته وایی.او میتودونه یی دادی:
دجلسو، کنفرانسو،ورکشاپو او سیمینارو دایرول او کاری ګروپونو منځ ته راوړل دی.
۶-پلان ایښودنه:دفعالیتونو تعینولو،په معلوم وخت پورې تطبیقولو او دلګښتونو پوره سنجش او ترتیبولو پروسې په وایی.
په حقیقت کی امر غیرله پلان نیولو څخه نه پوهیږی چې په آینده کې به کوم فعالیت ترسره کوی او په چا اوچیرته به یی ترسره کوی.
¤پلان:
دموخو ټاکل او د هغې دلاسته راوړلو لپاره دبرنامو ترتیبول عبارت له پلان څخه ده.
¤دپلان ډولونه:
>لنډمهاله
>منځ مهاله
>اوږد مهاله.
¤دپلان هدف:
پلان باید پراخ،مشخص او متناسب وی.
¤دپلان دفعالیتونو مرحلې:
>مقدماتی مرحله
>د اجراء او تطبیق مرحله
>د ارزیابی مرحله.
¤د پلان ایښودنې هدف:
>هغه فعالیتونه چې دغه هدف پیاده کوی
>هغه سرچینې چې د پلان په پلی کیدو ترسره کېږی.
¤د پلان اجراء:
له هدف،بودیجې،انسانی سرچینو،قبلی معلوماتو،د قانونو مطالعه،نظارت،ارزونه،کنترول او نتیجې اخیستنې څخه عبارت دی.
¤ماسټر پلان:
له یو عمومی او لوی پلان څخه عبارت دی چې دیو عمومی هدف د لاسته راوړلو لپاره فعالیت کوی لږ وخت یی ۵ کاله او زیات ۲۵کاله.
۷-سازمان:
دخلکو یو سنجول شوی او خاص ترتیب دی چې د هدف او مقصد د لاسته راوړلو لپاره جوړ شوی وی.
او لاندی مشخصات لری:
>خاص هدف
>خاص تشکیل
>خاص افراد.
۸-تشکیل:
د دندو ویش،د صلاحیت او مسؤلیت حدود تعینول په اداره کې د مرتبو لړۍ او منطقیی تعینول دی.
او ۳ برخې پکې اهمیت لری:
>د دندو ویش
>د صلاحیتونو او مسؤلیتونو حدود تعینول
>د ادارو تر منځ منطقیی اړیکو جوړول.
۹-سیستم:
له یو مجموعې څخه عبارت دی چې له څو تړلو برخو څخه جوړ وی او د یو جز ایجاد او نقص په ټول سیستم تاثیر کوی.
په دوه ډوله دی
>خلاص سیستم:په خارجی محیط پورې اړه لرې.
>تړلی سیستم:په داخلی محیط پورې اړه لری.
۱۰-تګلاره یا ستراتیژی:
له پوره او واحدې برنامې څخه عبارت دی چې پکې د سازمان موخوته د رسیدو لار ټاکل کېږی
۱۱-پروژه:
د هغې پروسې څخه عبارت ده چې د هغې په جریان کې input په output باندې بدلېږی.
یا مشخص فعالیت ده چې ټاکلی شروع او ختم لری.
نوټ:چې پروژه ختمه شی تشکیل یې له هم له منځه ځی.
¤دپروژې مدیریت:
له منظمې پلان ایښودنې،سازمان ورکونې،ګمارل،مشری او کنترول څخه عبارت ده.
¤پروژه کې مهم شیان:
>وخت
>بودیجه
>تشکیل.
۱۲-انسانی سرچینې:د ادارې هدف ته د رسیدو لپاره جذبولو،روزنې،
توسعې او کار شایسته ګی ساتلو ته وایی.
¤د وړتیا لوړونه:
>د کارمندانو دپوهې د سطحې لوړول
>اوږد او لنډ مهاله کورسونه دایرول
>سیمینارونه دایرول
>ورکشاپونه دایرول
>د تالارونو ترتیب او تنظیم
>په مرکز او ولایاتو کې د سیمنارونو،ورکشاپو،او کورسو ځایونه تعینول.
>د موجوده کارمندانو ارزونه
>د بشری قواوو د ضرورتونو تشخیص
>انتخاب
>تقرر
>11 زده کړې ورکول.
¤استخدام:
د یوې ادارې یاسازمان په تشکیل کې خالی بستونه ډکول او ډک ساتلو ته استخدام وایی.
¤منازعه:
له کشمکش څخه عبارت ده چې د عمل کړنو او تفکر د تفاوت په صورت کې پیدا کېږی.
¤ارزونه:
له یو منطقیی عملیې څخه عبارت ده چې په مستقله او هدفمنده توګه د یو فعالیت او پروګرام د تطبیق ډیزاین او پایلې اندازه کوی.
ارزیابی په جدا شکل صورت نیسی او مخکنیو مرحلو ته په کتنې سره په نتیجه کې مونږ د پروژې د ډیزاین تغیراتو ته رسوی.
¤څارنه:
په دوام داره توګه د معلوماتو راټولولوته وایی چې له هغو څخه په استفادې دچارو د تنظیم لپاره تصمیم نیول کیږی.
¤برسی(تفتیش):
د کار دبهبود لپاره د معلوماتو د تحلیل پروسې ته وایی او دیو پروګرام د قوت او ضعف د ښودلو وسیله ده او همدارنګه په وخت او زمان کې د ښو تصمیمونو د نیولو لپاره هم استفاده کیږی.
که دیوې پروژې یاپروګرام برسی په سمه توګه ترسره شی دابه دهغو د موفقانه پلانونو سره کومك وکړی.
¤کنترول:
هغه پروسه ده چې پکې ترسره شوی فعالیتونه له پلان شوو فعالیتو سره ترغور لاندې نیول کیږی.
اوپه درې ډوله ده:
>له عمل څخه مخکې کنترول:
دیو فعالیت دشروع په مرحلې پورې تړلی ده،اجراءتو او فعالیتونو ته د تیاری او دپروګرام د ترتیب دپلان ایښودنې مرحلې هم دې مرحله کې شامل دی.
>د عمل د انجام په وخت کنترول:
په هغه وخت کې صورت نیسی چې پلان یا پروګرام دپیاده کېدو په حال کې وی او د ناسمو اجراءتو پخپل وخت مخنیوی کېږی.
>د عمل د انجام څخه پس کنترول:
د مالی او اقتصادی فعالیتونو په آخر کې صورت نیسی.
۱۳-مالی مدیریت:
د یوې ادارې یا سازمان د مالی چارو سوق او ادارې ته وایی چې د مالی هدفونو د لاسته راوړلو په منظور وی.او لاندې برخې لری:
>مالی پلان ایښودنه
>مالی کنترول
>مالی تصمیم نیونه.
¤محاسبه په یو سازمان کې د مالی اندازه نیولو،خلاصه کولو،د اقتصادی فعالیتونو د افهام او تفهیم له پروسې څخه عبارت ده.
¤سرمایه:
هغه پیسې چې په هغې سره تجارت او کاروبار وشی سرمایه بلل کېږی.
¤شتمنی(دارایی):
له هغه متاع،ارزښتناکه جنسونو او مالونو څخه عبارت دی چې د یو شخص،ادارې، سازمان او مملكت ملکیت وی.
په دوه برخو ویشل شوی:
>ثابته دارایی:په اوږد مهال ډوله د استفادې وړ ګرځی او په تدریجی ډول خپل ارزښت په جاری دارایی بدلوی. لکه:ځمکه،ماشینی تاسیسات،نقیلیه وسایل او نور...
>ګرځنده دارایی:په ساده ډول یې په نقدو پیسو بدلولی شو لکه نقدې پیسې،بانکی حسابونه،دبیعې لرونکې ورقې،نقد تجارتی اسناداو نور.
¤بودیجه:
دادارې سیستماتیک او منظم سندته وایی چې پکې عواید اومصارف پرتله کېږی.
دبودیجې مرحلې :
>دبودیجې طرحه،ترتیب او وړاندې کوی.
>د بودیجې ترتیب
>له بودیجې څخه دفاع
>دبودیجې منظوری.
دبودیجې ډولونه:
>عادی بودیجه:په دغې کې معاشونه،امتیازونه،خدمتونه،عادی اجراءت،ورځنی مصارف چې دپلان مطابق مصرفونه ترې ورکول کېږی.
>پرمختیایی بودیجه:
دا دتمویل پلان او پرمختیایی پروګرامونو مصارف ورکوی اوله یوکال څخه زیات وخت نه نیسی.
نوټ:عادی بودیجه دولت تمویلوی او پرمختیایی ډونران.
ملی ګټې تقسیم په نفوس مساوی کېږی داقتصادی پرمختیاسره
¤عواید:
هغه پولی مقدار چې دهغه په اخستو په متصدی پیسو کې زیاتوالی راشی لکه:حاصلات، خرڅلاو،کرایې اخیستل او نور
¤مصارف:
د دارایی دارزښت د تنقض اوکار اچولو څخه عبارت دی چې په یوتصدی کې د تولیداو اقتصادی فعالیت ښودل کوی
¤مخارج:
په معلوم وخت کې دیوې موسسې ددارایی دارزښت کموالی ته وایی او له مصارفاتوسره یې لوی فرق دادی چې مخارج دمفادو لپاره نه استعمالېږی
¤نورماتیف:
هغه نورمونه او معیارونه چې په یوه اداره کې دحسابی چارولپاره خاصیږی.
¤قرضونه:
نورو وګړو ته پیسې په اختیارکې ورکولو ته وایی چې بیرته یې اداکوی.
اودوه ډوله دی:
>لنډمهاله قرضونه:
دابایدچې په یو مالی دوره(کال) کی ورکول شی
>اوږدمهاله قرضونه:
دابایدپه څو مالی دوروکې(کالو) ورکول شی لکه:بانکی قرضونه او نور
¤تخفیف:
هغه پیسې چې دمعامله دارلخوابل معامله دارته له اصلی لګښت څخه کمښت راوستل شی ¤تجارت:
له هغه فعالیتونو څخه عبارت دی چې د ګټو د لاسته راوړنې لپاره ترسره کېږی.
¤شخصی حساب:
هغه حساب ته وایی چې یو شخص یا شرکت پورې تړلی وی.
¤مفاهمه:هغه پروسه ده چې پیغامونه د یوې منبع څخه اورېدونکوته د مختلفو چینلو له لارې خپروی.
مفاهیمې عناصر دادی:
*استونکی
*پیغام
*کانال
*اخیستونکی.
مفاهمه لاندې شکلونه لری:
>ځان سره مفاهمه
>دوه نفری
>ګروپی
>کتلوی
>شفاهی، غیرشفاهی
دمفاهمې مهارتونه:
*لوستل
*لیکل
*اوریدل
*فکرکول
*خبرې کول.
مفاهمې ته خنډونه:
>غالمغال
>له خبرو بېل درک
>په ځان بې باوری
>عقیده
>معلوماتو اعتبارې منبع
>ټولنیزه فاصله
>دمفاهمې ښه وخت او ځای ټاکل.
نوربله برخه کې
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
ښکلی او په زړه پوری معلومات علمی کچه مو لاپسی لوړه شه
پاسخحذف