۱۳۹۲ دلو ۲۳, چهارشنبه

راز راز لیکونه

د مجاهد محمدخیل لخوا.
‏¤لیکنښې
۱.ټکې(.)
دجملې پای او د لنډیزونو وروسته راځی لکه "داډیرښه کتاب دی."اویا م.م.م (دملګرو ملتونو موسسه)
۲.سوالیه(؟)
دپوښتنو پای او دشک ښودلو وخت کی راځی لکه:
‏"ولې خفه یې؟"
‏"دبایزید دمړینې کال ۹۸۸ ه.ق ښودل شوی.؟
‏۳.ندائیه (!)
د خطابی جملو پای کی،حیرانۍ حالت او كله چی تعجب د ملنډې یا پوښتنې وړ وی ؟ او ! دواړه دجملی پای کی راځی لکه
‏"تاته وایم!"
"اوهو،څه ښکلۍ ګل دی!"
"آه څومره ظلم؟!"
‏۴.کامه(،)
دجملی برخی بیلوی، پرلپسی کلمو ترمنځ د (او) پرځای راځې او په یوه کلمه کی دکامی ځای بدلول معنوی بدلون راولې لکه:
"زه چی له وطنه ووتم،پر بدمرغیو واوښتم"
‏"ما خپل ورور،خپلوان او دوستان ولیدل"
‏"زما سور ګل خوښ دی"زما سور،ګل خوښ دی"دواړه بیل مفهوم لری.
‏۵.ټکۍ کامه(; )
اوږدو جملو کی داوږدو برخو بیلولو لپاره راځی تر کامې یی ساحه لویه تر ټکی وړه ده. لکه:
‏"ژمی چی دواورو له امله،لاری بندی شی;یوځای څخه بل ځای ته تلل خنډ شی.
دلېریو دوستانو له حال خبریدل سخت شی;."
‏۶.شارحه(: )
دكلمی نه پس دمعنا شرحه کولو لپاره راځی لکه:
‏"پښتانه متل کوی:خپله ژبه هم کلا ده هم بلا"
‏۷.کرښې(-)
دمعترضه جملی چی دكلام په منځی کی وی په سراوپای کی راځی لكه:
‏"زه نن-سره لدی چی ډیر بوخت وم-ستا لیدو ته راغلم!"
خو کله چی معترضه جمله دکلام پای کی وی یواځی د جملې سرکی راځی،ډرامه کی د نومونو دتکرار مخنیو لپاره د نوم پرځای راځې،په مکانی او زمانی واټن کی د له،ترپورې کلمو پرځای ترڅو کلمه لنډه کړی لکه:
‏"رحمان بابا(۱۱۲۸-۱۰۴۲ ه ق)دپښتو شاعر دی"،له دوه کلمو دمرکبی اصطلاح لپاره راځی لکه:
انسانی-اسلامی اخلاق دچا دسپکاوی اجازه نه ورکوی."
‏۸.لیندۍ(_)
عددونه او نیټی په لیندۍ کی نیول کیږی،عددونو ته دلیندۍ دپای نښی پرځای لیکلای شو اوکرښی(-)هم لیکلای شو لکه:
‏"ما نن لاندی شیان واخستل:
لومړی_قلم.
دوهم-رنګ."
‏۹.لیندکۍ("_")
دبل چا راخستل شوی وینا دلیندکیو منځ کی راځی،خاص نومونه،عنوانونه په لیندکیو کی راځی لکه:
‏"افلاطون"
‏۱۰.دری ټکی(...)
دیوی لیکنې نه دلږ شویو مطالبو پرځای راځی او که د پراګراف پای کی راشی دجملی دپای ټکی پری ورزیاتیږی او څلور کیږی لکه:"افغانستان کی هر راز میوی لکه:انار،انګور،مڼې،...هر راز غلی لکه: غنم،جوار،...کیږی او زیات تاریخی ځایونه شته لکه:هرات،بامیان او نور....
نوری نښی شته معمولآ دا نښی وی.
‏¤شکایت لیک:دکار او ټولنیزوچارو محترم وزارت ته!

زه( ) د ( ) زوی چی د( )پوهنځی په( )کال فارغ شوی یم،غواړم چی زما د زده کړی سره سم کار راکړې.
دیادونې وړده چې په کمپیوټر او بهرنی ژبه هم پوهیږم.
‏ په درناوی

لاسلیک
‏¤غوښتنلیکونه:
‏۱_د...موسسی محترمې مرستندویې یه کمیټې!
زه ( )د( )زوی چی د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو څخه د لسانس سند په لاس کی لرم او شل کلنه کاری تجربه هم لرم.غواړم دوطن بچیانو ته د استاد په توګه ستاسو پوری اړوند ښوونځیو کی کار او خدمت وکړم،او له بلی خوا دخپلی کورنی اقتصادی ستونزی حل کړم.
هیله ده ستاسو موافقه ترلاسه کړم.
په درناوی

لاسلیک
‏۲_دسرشمیرنی محترم مدیر ته!
دری میاشتی مخكی می تذکره ورکه شوه،اوپه ( )ورځپاڼی کی می اعلان خپور شو چی د نوموړی اعلان کټنګ هم په لاس کی لرم.
هیله ده چې زما دتذکرې مثنی راته راکړه شی.
په درنښت
لاسلیک
۳.د رهنی او تعمیراتی بانک محترم ریاست ته!
ستاسو د اجرا آتی مقررو سره سم ټول سندونه می چمتو کړی دی هیله ده چی زما دکور دنشتوالی ستونزی ته په پام سره،دیو پوړیز کور جوړولو لپاره( )افغانی په پور راکړئ.
‏ په درناوی
لاسلیک
‏¤اعلانونه:
‏۱.په کرایه ورکول
یو کور چی په...واټ...کوڅه کی پروت دی لس کوټی لری دبریښنا اوبو او تلفن سره په میاشت کی ۱۰۰۰ افغانی په کرایه ورکول کیږی.
غوښتونکی دی دمالوماتو ترلاسه کولو لپاره د شش درک دویمی کوڅی...لمبر کورته راشی او یا دتلفون...نمری سره دی اړیکه ټینګه کړی.
نوم
لاسلیک
‏¤قراردادونه:
۱.زه محمد باقر دمحمد یاسر زوی چی د... نمره تذکری لرونکی یم دکابل په مندوی کی خپل دوکان ښاغلی احمد علی د ارواښاد محمد علی زوی ته چی د...نمره تذکری لرونکی دی دیو کال لپاره په لاندی شرایطو په کرایه ورکوم.
‏۱-میاشتنۍ کرایه به له ما پرته هیچاته نه ورکوی.
‏۲-کرایه به دهری میاشتی په لومړی ورځ ورکوی.
‏۳-که چیری ددوکان جوړونی ته ضرورت وی ټول لګښت یې د ښاغلی احمد علی پوری اړه نیسی.
‏۴-پرته له زلزی او راکټ لګیدو څخه که دوکان دبلی هری پیښی له امله جوړولو ته ضرورت ولری ټول لګښت یی داحمدعلی په غاړه دی.
‏۵-دتلفون،اوبو،بړیښنا دلګښت میاشتنی(بل)به ماته و سپارل شی.
داقرارداد لیک په دوو نسخو کی جوړشو چی یوه نسخه یی د دوکان له خاوند سره او بله د کرایه نیونکی سره ده.
دباقرلاسلیک
داحمدعلی لاسلیک
دمندوی د مشر لاسلیک
دسیمی دمشر لاسلیک
‏¤ډول ډول سندونه:
‏۱-وکالت لیک
زه دالله بنده محمدشریف دمحمدحنیف خان زوی دکندوز ولایت د علی آباد دکلی اوسیدونکی ښاغلی صفت الله دحاجی محمدزمان خان زوی د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالی دګنبد دکلی اوسیدونکی دخپل شرعی وکیل په توګه ټاکم او هغه به دا واک ولری چی زمایو ټوټه ځمکه چی ختیځ ته یی عامه لار لویدیځ ته یی لویه ویاله شمال ته یی د سنځلو ونی او دحاجی عبدالحسین ناصری ځمکه ده او جنوب ته یی د حاجی محکم تاش بای ځمکه ده خرڅه کړی او پیرودونکی ته یی شرعی قباله ورکړی.
هیله ده چی ټاکلی وکیل ته می دا اقرار خط دسند په هیڅ ومنل شی.
محمدشریف دمحمدحنیف خان زوی لاسلیک یاګوته
دشاهدانو نومونه لاسلیک یاګوتی نښه
دکلی دملک مهر
‏۲.ضمانت لیک

نیټه / /

زه عبدالقیوم دعبدالحی خان زوی د...نمره تذکرې لرونکې اود کابل دڅلورمی ناحیی اوسیدونکی چی له ډیرو کلونو راپدیخوا له ښاغلی محمدشاه د ګلشاه زوی چی د...نمره تذکری لرونکی او د همدی ناحیی اوسیدونکی دی پیژنم ضمانت کوم،هرکله چی دپولیسومحترم ماموریت دنوموړی حاضرولو ته ضرورت ولری زه به یې حاضروم.اود هغه دسر ضمانت کوم.

په درناوی عبدالقیوم لاسلیک

شاهدان:
‏۱-عبدالعظیم د عبدالعلیم زوی دڅلورمی کارتی دوکاندار
‏۲-ګلروز دنوروز زوی دڅلورمی کارتی دوکاندار
لاسلیک یادګوتی نښه
‏۳_عرفی سند
زه محمدجان دمحمدخان زوی د...نمره تذکری لرونکی د ډیر ضرورت له امله می(۷۰۰۰)اووه زره افغانی چی نیمایی یی(۳۵۰۰)دری زره او پنځه سوه افغانی کیږی له ښاغلی محمداشرف خان دمحمدعارف خان له زوی څخه په حسنه پور واخیست.دا پور په شپږو میاشتو کی بیرته ادا کوم،پخپل اقرار کی صادق یم.
په درناوی
‏ دمحمدجان لاسلیک
‏۴_پانګوونه
موږ هر یو سید احمد دګل احمد زوی د...نمره تذکری لرونکی او سعدالله دعبیدالله زوی د...نمره تذکرې لرونکی په ګډه سره د بوټ جوړولو فابریکی لپاره خپله پانګه سره شریکوو چی دسپکو صنایعو په وزارت کی رسمآ ثبت شوی او هم نښان یی په رسمی جریده کې خپور شویدی.
ددی فابریکی لومړنی پانګه دری ملیونه افغانی ده چی هر یو به یونیم ملیون ونډه پکې ولری.
دفابریکی کارکوونکی به دفابریکی له تصویب شوی لایحی سره سم معاش ترلاسه کړی،دمعاش ورکولو مقام دفابریکی مشر(رئیس)دی!
دفابریکی ټول اجراآت به د منل شوی لایحی سره سم ترسره شی.

سیداحمدخان لاسلیک

سعدالله خان لاسلیک
‏۵_حواله لیک
ښاغلی محمد شفیع خانه!
پر تاسو می (۱۰۰۰۰) لس زره افغانی پور دی،او وخت یی پوره شوی دی لیک می د ښاغلی محمد قاسم خان په لاس درواستوه چی په حواله کی یی وګڼی،ټول پور می ورته وسپاره او لیک دځان سره دسند په توګه وساته!.

په درناوی

محمدانور
‏۶_اجاره لیک
زه محمدایوب د محمد شعیب زوی د...نمره تذکری لرونکی دقرغی اوسیدونکی خپل د پنځو جریبو ډول ډول میوه لرونکې بڼ می عبدالغفار خان د عبدالجبار خان زوی ته چی د... نمره تذکری لرونکی او دقرغی اوسیدونکی دی د (۳۰۰،۰۰۰) دری سوه زره افغانیو په بیه په اجاره ورکړه کله چی د بڼ میوه پای ته رسیږی اجاره اخیستونکی به دری لکه افغانی د باغ څښتن ته سپاری د حسابی چارو ستونزی به د بڼ څښتن په غاړه وی.

محمدایوب لاسلیک

عبدالغفار لاسلیک
‏۷_د تړون لیک په اړوند
د هر تړون لیک ته سر کی ددواړو خواوو ټول مشخصات لکه نوم،د تذکرې نومره،د اوسیدلو اصلی او اوسنی ځای او هم د کار پته لیکل کیږی.
تر دی وروسته تړون لیک په څو مادو کی د دواړو لخوا جوړیږی او په نوموړو مادو کی شرایط ټاکل کیږی.
هره خوا به د تړون لیک یوه یوه کافی په واک کی ولری.
تړون لیک له دواړو خواوو څخه لاسلیک کیږی او بیا د اعتبار وړ ګرځی.