۱۳۹۳ دلو ۷, سه‌شنبه

RE: اصلاح انلاين

د غويانو جنګ او چينډخې

Posted: 27 Jan 2015 02:56 AM PST
دوه غويان په يوه پټي کې سره نښتي وو. د پټي تر څنګ جَبَه وه. يوه زړه چينډخه چې په دې جبې کې اوسېده، د غويانو د جنګ په ليدو په رپېدو شوه.
يوې ځوانې چينډخې پوښتنه ترې وکړه چې له څه شي ډارېږې؟
هغې ځواب ورکړ: ته نه ګورې چې هغه پاس پټي کې د غويانو جنګ دی؟ کېدی شي چې يو غوايي دا بل غوايي په شا وتمبوي او په ټېلو، ټېلو يې دې جبې ته راوړي، او دلته يې مونږه له پښو لاندې شو.
هماغسې وشول. کمزوری غوايي يې د جبې لور ته په شا وتمباوو او ډېرې چينډخې يې له پښو لاندې شوې.
درس:
دوه غويان چې ښکر په ښکر شي، زور يې کاڼو او بوټو ته ورځي.
د زُورَوَرُو په جنګ کې کمزوري دَل کيږي.
زبرځواکونه چې په ډغرو شي، زور يې له کوچنيو هيوادونو وځي.
———————–
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

RE: اصلاح انلاين

* Original message *
From:
noreply+feedproxy@google.com
Sent:
07:49:03am
25/01/2015
To:
mujahidasufzy@gmail.com
Subject:
RE: اصلاح انلاين


h1 a:hover {background-color:#888;color:#fff ! important;}

div#emailbody table#itemcontentlist tr td div ul {
list-style-type:square;
padding-left:1em;
}

div#emailbody table#itemcontentlist tr td div blockquote {
padding-left:6px;
border-left: 6px solid #dadada;
margin-left:1em;
}

div#emailbody table#itemcontentlist tr td div li {
margin-bottom:1em;
margin-left:1em;
}


table#itemcontentlist tr td a:link, table#itemcontentlist tr td a:visited, table#itemcontentlist tr td a:active, ul#summarylist li a {
color:#000099;
font-weight:bold;
text-decoration:none;
}

img {border:none;}



اصلاح انلاين




بطه او د سرو هګۍ

Posted: 23 Jan 2015 09:35 PM PST
وايي چې په پخوا وختونو کې يوه سړي يوه بطه لرله چې هره ورځ به يې د سرو زرو هګۍ اچوله. ده به هګۍ بازار ته وړله او هلته به يې خرڅوله. يوه ورځ يې له ځان سره فکر وکړ چې تر څو به دې ته ناست يم چې دا يوه ورځ او بله ورځ هګۍ واچوي. ولې په يوه وار ټولې نه ترې را باسم چې په يوه وار باچا شم.
سړي بطه حلاله کړه، او د هغې ګېډه يې وڅيرله. مګر يوه هګۍ يې هم پکې پيدا نه کړه، او بطه يې هم له لاسه ورکړه!
درس:
قناعت تر ټولو ستره شتمني ده. څوک چې په يوه وار ځان باچا کول غواړي، هغه هر څه له لاسه ورکوي.
————————
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان




You are subscribed to email updates from اصلاح انلاين
To stop receiving these emails, you may unsubscribe now.
Email delivery powered by Google

Google Inc., 1600 Amphitheatre Parkway, Mountain View, CA 94043, United States