۱۳۹۴ عقرب ۹, شنبه

غنم ټول او جوار اوله برخه:

¤غنم:
‏* د غنمو توافق:معمولآ په ساړه او وچ اقلیم کې ښه وده کوی.غنم هغه سیمو کې ښه وده کوی چې کلنې اورښت منځنۍ اندازه ۱۵-۳۵ انچه ده.
د غنمو وده په لاندې عواملو پورې اړه لری.
‏۱.تودوخه: ۱۰۰-۱۲۰ ورځو پورې اړه لری پرته له کنګل.
غنم که ۲-۴ سانتی تودوخی سره مخ نشی ګل نه کوی.مناسبه د تودوخې درجه یې ۲۵ سانتی ده.
‏۲. لنده بل:د غنمو اړتیا وړ اوبه په هوا جریان،تودوخه، نسبتی لنده بل، د خاورې ډول او ورایټی. اکثره بې لشکې غنم زیاتو اوبو ته اړتیا لری او بل لشکی لرونکی کمو اوبو ته اړتیا لری.
‏۳.خاوره:د مالګینو او جبه زارو ځمکو پرته په هر ډول خاورو کې کېژی ښه خاوره یې ‏Clay loam‏ ده.
‏* د غنمو کرنیزې عملیې:
‏۱. د تخم د بستر اماده کول.
‏۲.د کرلو ژوروالی: غنم ۱،۵ نه تر ۳ انچه ژوروالی کې کرل کېژی.
‏۳.د کرلو وخت:په نوعی پورې اړه لری خو ژمنی غنم د موسم منځی حد او پسرلنی باید وختی وکرل شی. پسرلنې غنم 300-400 نباته په متر مربع کې کرل کېژی.
‏۴. د کرلو طریقه:
غنم په دوه طریقو کرل کیژی.
الف: د لاس پوسیله د شیندلو طریقه.
ب: د ماشین په ذریعه کرنه چې د قطار په شکل یې کرې میکانیزه طریقه ده چې دوه ګټې لری یو یې دا چې تیغ وهنه زیاتیژی او بل تخمونه په یو نواخت او مساوی ډول زرغون او وده کوی.
‏۵.د تخم کرلو اندازه:زموژ وطن کې په آبې ځمکو ۲۱-۳۵ او په للمی کې ۱۱ کیلو تخم په جریب استعمالوی.او په پرمختللو هیوادو کې چې کرنه ماشینی ده نو په یو جریب کی ۷-۱۰،۵ کیلو په جریب کې کری.
‏۶. د سرې استعمال:
‏>> نایتروجنی سرې:دا د حاصل په کمیت او کیفیت اثر لری.په یو متر مربع کې دمحصول مقدار چې معلومو باید په متر مربع کی د وږو شمیر معلوم شی ورپسې په وږی کې ددانو شمېر معلومول او د زرو دانو وزن معلومولو پوسیله کېژی. زموژ وطن کې په جریب د ۵۰ کیلو یوریا ۳۵ سلنه د کر په وخت او پاتی د ودې وخت کې استعمال شی البته په مرطوبو سیمو کې. او په عام ډول ۷۰-۱۲۰ کیلو نایتروجنی سره په هکتار کې استعمالېژی.
‏۲. فاسفورسی سرې:دا د نبات په مقاومت او ګل او دانې زیاتوی.په یو هکتار کې ۱۰۰-۱۵۰ کیلو خالص فاسفورس او وطن کی په جریب ۳۵ کیلو دې.ای.پی اچولی.
ج: پوتاشیم سرې:سلولوز لری نبات مقاوموی.په هکتاړ ۵۰-۱۰۰ کیلو پوتاشیم پکې اچوو.
‏۷. په غنمو کې کرنیز تناوب:کله چې یوه ځمکه کې پرلپسې غنم کرل کېژی نو امراض او هرزه بوټی زیاتېژی.باید ځمکه فصل بدل شی لکه غنم>شفتلې>غنم یاهم غنم>کچالو پیاز>غنم.للمی غنم تناوب ته اړتیا نلری.
پسرلنی غنم باید ۵-۶ ځله آبیاری شی. ژمنی غنم ۲۶۰-۳۲۰ ورځو او پسرلنی ۱۰۰-۱۶۰ ورځو کې راټولېژی لکه وطن د مشرقی غنم.
‏۸. آبیاری:په هغه علاقو کې چې اورښت ۳۰۰-۳۵۰ ملی متره وی کولی شو غنم په مختلفو مرحلو کې اوبه کړو.
‏۹. د هرزه بوټو کنترول: د غنم حاصل کموی او د هرزه بوټو کنترول د کرنیزو عملیاتو،کیمیاوی موادو،نوبتی کرنې او اصلاح شوو تخمو پوسیله کېژی.عمده هرزه بوټی له پیچک ،وحشی یولاف،جودر،شلخی او وحشی شړم دی.زموږ وطن کی دا بوټی په ساده لاسی وسایلو کنټرولوی چې ښه طریقه نده ځکه بوټی غټوالی ته پرېشودل کیژی.
او د غنمو په عمده تولیدونکو هیوادو کې بیا دا بوټی د ګیا وژونکو کیمیاوی موادو پواسطه کنترولیژی زموژ هیواد کې همدا ډول ۲-۴-‏D‏ ازمایش شو چی ښه نتیجه یې ورکړه.همدارنګه د هرزه بوټو د کنترول لپاره د
U_46 Combifluid
او سافیکس نومی کیمیاوی مرکباتو څخه ګټه اخیستل کیژی.
‏۱۰. د حاصل ټولول:د حاصل د پخیدا معلومولو یوه ښه طریقه پخوانی طریقه ده چې ځو وږی راشکوو او بیا یی د لاس ورغوی کی مښو که دانې په آسانی خارج او د وږی تنه ماته ماته شوه نو د پخوالی علامه ښیی.
دلته حاصل د لرونو پوسیله د اشر په شکل ریبی.
خو میکانیزه کرنه کې یې د کمباین پوسیله راټولوی او زخیره کوی چی په دوه طریقو صورت نیسی.
هغه غنم چې ټیټ قد لری په یو ځل یې د ۱۰-۱۲ سانتی له ځمکې پورته ریبی او دانه تری جدا کوی دا هغه وخت اجرا کېدای شی چې دانې ۱۵-۱۷% لنده بل ولری. او بله طریقه د هغو غنمو لپاره ده کوم چې لوړ قد لرې په دوه مرحلو کی چې اول یې له ځمکې ۱۲-۲۵ سانتی پورته ریبی او بیا په وړو دستو ویشی او راټولوی او دوهمه مرحله کې له ریبلو یوه اونی پس یې میده کوی په شرط ددې چې ۳۶-۴۰% لنده بل ولری.
‏* د غنمو مهمې ناروغۍ حشرات او کنترول:
‏۱. د غنمو د سرخی ناروغی چې دری ډوله ده
‏>ژیړ خط داره سرخی چې عامل یې
Puccinia striformis
ده او له نورو ډېر زیان اړوی. دا د غنمو دپاڼو تیغه او پوښ دواړه اخته کوی چې زیړ موازی خطو پشکل وی اوکله هم تنه او دانه اخته کوی. د ریښو او پاڼو نمو بطی کوی.‏‎ ‎د وږی جسامت کموه او ورسل حاصل کمېژی.
‏>د غنمو د پاڼو سرخی[‏P-triticina‏]
نښه یې د پاڼو او ساقی پورته برخه کې د نارنجی یا سرو ټکو پشکل داغونه وی.
‏>د غنمو د تنې سرخی چې عامل یې
puccinia graminis
ده او د عامل سپورونه د وږی ایستلو پس پاڼې ،ساقې اوپوښونه یې، او حتی وږی اخته کوی. او د نری رنګه تڼاکو په څېر لیدل کیژی.

کنترول:
‏_د مقاومو او ژر پخېدونکو انواعو تخمونه کرل.
‏_کرنیز تناوب.
‏_‏‎ Copper oxy chloride
1gr/lit water.
‏۲. دغنمو تورکی:‏
‏>پټ تورکی:‎
عامل یې ‏Tilletia caries ,foetida controversa‏ فنګس ده.د اخته بوټی ښکته وږی توربخن شین رنګ لری او د دانو داخلی مواد یی تور رنګه سپورونه وی.او د خوسا شوی ماهی بوی لری ککړ تخمونه له شنه کېدو پس ناروغی رامنځته کوی.
‏>لوڅ تورکی:وطن کی مهمه فنګسی ناروغی ده او ‏Ustilago tritici ‎‏ یې عامل ده او اخته بوټی تور وږی باسی.

کنترول:
‏_قوی ورایټی او کرنیز تناوب.
‏_د یخو اوبو او کیمیاوی دواګانو پواسطه د تخم تداوی ښه علاج ده.او په یو ټن تخم کی ویټاوکس او تیرام دوه کیلو استعمالیژی.
‏۳. د غنمو افتونه:
‏>ملخان:
په وطن کې بېلابیل ملخان شته او شمیر یې هلته زیاتېژی چې د کلنی اورښت اندازه یې 4‎-12mm‏ وی.ملخ په خاوره کې ګروپی شکل هګۍ اچوی د ژوند درې مرحلې لری.‏Egg,nymph,
adult
ژمی د هګی په ډول او پسرلی کی بچی راوزی او تر ټولو نږدی غنم زیانمنوی.
مخنیوی:
‏>کرنیزی عملیې او میخانیکی طریقه کله چی وزرونه ونلری ډیر خلک راټول او جرونه باسی ملخ ورته شړی او خاورو لاندې کوی یې.
‏>طبیعی دښمن:
ښکاریان چې ملخ خوری لكه غڼی غومبسی موږک...
‏>پرازیتونه ، ګونګټې او د ‏Metharhizium flavaviride ‎‏ سپورونه په مرطوبه هوا کی شیندل
‏>کیمیاوی کنترول: د زهریت له امله ‏Fenitrothion,malathion,diazinon,cararil
5% 25gr/lit
اوس کم استعمالیژی او اوس په افریقا او عربستان کی له ‏Pyrethyroids‏ ګروپ څخه ګټه اخیستل کیژی لکه ‏Cypermethrin,cyhalothrin,landa‏ او یوه نوی ماده ‏PMN
Phenyl pyrazol fipsonil p ‎
استعمالیژی.
‏>ترپس:
وړی حشری دی (۲-۶) ملی طول او استوانه یی او ویښته ماننده شکل لری. وزر او بی وزره وی.وړه ډیر رنګونه لری ولی کامله حشره تور رنګ لری پاڼو تنو او غنم د شیرو تغذیه کوی.
کنترول: سیودان او ملتاین ۱.۵-۲ ملی غلظت کیمیاوی حشرو وژونکی په یو لیتر اوبو کی د ‏Ropsck ‎‏ پنوم دوا یا محلول شیندونکې پواسطه شیندل کیژی.
‏>د غلو قهوه ای ګونګټې:کامله حشره ۱۵ ملی طول او قهوه ای تیره رنګ لری او د وزرو لپاسه یې د مربع یا مستطیل په شکل تور داغ وجود لری ګېډه او پښی د وېښته ډوله جوړښتو پوښلی لاروا درې جوړه پښی سینه کې لری چې کریمې رنګه دی د لاروا د بدن اخر برخه یې توره او پښې قهوی دی.
زیانونه: کامله حشره په لمریزو او ګرمو ورځو کې د غنمو دانو او لاروا یې د رېښو څخه تغذیه کوی.
مبارزه او مخنیوی:
په کمو سطحو کې د کاملې حشرې راټولول افت کموی.هغه ساحې چې افت زیات وی باید کیمیاوی مواد استعمال شی.
‏>د غنمو کفشک: دا حشره د غنمو د پاڼو،تنو او دانو له شیری څخه تغذیه کوی او بوټی ته بدبوی او زهری مواد داخلوی که دوه درې فیصد غنم کفشک خوړلې وی نو د ټولو غنمو خوند خرابېژی او په ۱۳۸۱ کې په وطن کې ۵۰۰۰۰۰ جریبه ځمکې غنم زیانمن کړی و او د ‏Eurygaster inegricepe
نوعه ۵۰ کاله راپدیخوا په فاریاب،بادغیس،هرات،بلخ او هلمند ولایتو کی دی.
‏>لښکری چنجیان: اصلی نوم یې ‏Mythimau separate
په غنمو کې د فرعی ساقو تر تشکیل وروسته د بندونو په مرحله کې حمله کوی.ورځی ځان پټوی او د شپې لخوا خوراک کوی.
مخنیوی:باید زهری طعامه ورته جوړه شی ۳۵ ګرامه د پتراکس، شل ګرامه بوره، او یو ګرام سبوس او په کافی اندازه اوبو کې جوړیژی.او د جریب لپاره ۵KG‏ کفایت کوی.

‏* جوار:
‏¤افغانستان کې کرنه:د غنمو او وریجو پس دریمه درجه کرل کېژی.ډېر ځله آبی کرل کیژی خو حاصل یې ځکه کم وی چې.
اصلاح تخمونه،کرنیز تناوب،ښه کرنیز عملیات،کافی اوبه او کیمیاوی سری نشته او برعکس ناروغی حشرات او هرزه بوټی شته.
‏¤د جوارو توافق:
د شمال عرض البلد ۵۰ درجو څخه تر ۴۲ درجی جنوب عرض البلد پوره وده کوی.او د سمندر نه ۳۰۰۰ متره لوړوالی کی کی وده کوی.
Warm season crops
دی که تودوخه له ۵۵-۶۵ فارنهایت کمه وی نه شنه کېژی د فصل اوږدو کې 20-30C
مناسبه تودوخه ده
کلنی اورښت 25-50Inch
ده.
Short day plant
ده.خاوره حاصلخیزه،ژوره،او قابل نفوذ وی ښه ذهکشی او تودوخه ولری او 5,5-6,5PH

جوار ډېر دولونه لری چې له یو ډول څخه یې یادونه کوو:
‏_‏Dent corn
(Zea mays indentara)
دا د جوارو لوی ګروپ ده اکثره د سایلیج لپاره استعمالیژی دانې غټی او بوټی یی لویه وده لری.
د زرو دانو وزن یې 300-500gr
ده.
‏¤ د جوارو کرنیزی عملیې:
‏_دځمکی اماده کول:پټی ۲-۳ ځله او‎ 28-30c‏ ژوره قلبه کیژی.ځمکه باید وتره قلبه شی او ماله شی چی غټی لوټی ونکړی.او هرزه بوټی له منځه لاړ شی په منی کی باید 30‎-40ton/hec
ورسته حیوانی سره استعمال شی او په قلبه لاندی شی او خاوری چی قطع کونکی چنجی لری باید ‏Eldrin 3-‎4kg/hac‏ زهری مواد د تخم وړاندی استعمال شی.
‏_کرلو وړ تخم او وخت:له پوپنک او ناروغیو مخنیوی لپاره باید تخم د ‏TMTD,Terom,seresan
په ټن تخم کی 2kg
استعمال شی. او کرلو تخم باید لاندی خواص ولری.
‏>تازه او دانی ی ماتی نه وی.
‏>د تیغ توان ی لوړ وی
‏>سړی هوا سره مقاومت ولری
‏>وچوبی سره مقاوم
‏>ناروغیو سره مقاوم
‏>محصول زیات وی
‏>دانی کیفیت
‏>خالص وی.
‏>هرزه وښو تخم او نورو پاک وی.
کله چې د کنګل خطر نه وی کرلو یی شو او باید دورځی تودوخه 10-12c
څخه کم نه وی.
‏_دتخم کرلو اندازه:دا په لاندی عواملو پوری اړه لری(د خاوری حاصلخیزی،رطوبت اندازه،نیش وهلو فیصدی،کرلو مقصد،جواریو ډول او د کرلو طریقه)زموږ هیواد کی ۲-۳،۵ منه په جریب کی کرل کیژی باید په قطار شکل وکرل شی.او که په ماشین کرل کیژی بیا 25-30Kg/hec
او هر متر مربع کی ۵-۱۰ بوټی نظر کی کیژی
‏_د کرلو مناسب وخت:لغمان کی کرل جنګاش ۱-۲۵ بوری او د تلی ۱۰-۳۰ بوری ریبل کیژی.
ننګرهار ۲۰-۳۱ تر لسو تر دیرش کی ریبی.او کندار کی
جوزا له پنځه لسو تر سرطان شلو پوری وی.
‏_د جوارو د کرلو طریقه:جوار په دوه طریقو کرل کېژې چې د پاشان او قطار طریقی دی او د قطار ډول ځنی ګټی لری:کم تخم،غذایی موادو،لمر وړانګو اعظمی استفاده،اسانه خېشاوه، حاصل راټولول او دوا پاشی.
قطارو فاصله 50-75c
او د بوټو ترمنځ 25c
او تخم باید په خاوره کی 5-7c‏ ژور وکرل شی.
‏_رنګړی کول: باید یو متر کی څلور بوټی وی او جریب کی 11000 نباته پاته شی.
‏_آبیاری:جوار په معتدله سیمو کې د پسرلی کی 8-12day‏ او اوړی کی‎ 7-10day ‎‏ او ګرمو ساحو کی پسرلی 7-10day‏ او اوړی 5-7day ‎‏ وروسته یوځل آبیاری ضرور ده.زموږ هیواد کی 4-5 ځله جوار اوبه کوی.
‏_شوتله>جوار>غنم.
‏_خېشاوه باید هغه وخت ترسره شی کله چی بوټی 7-10c ‎‏ لوړ شی او هرزه بوټو ګل نه وی کړی او قطار شکل کی باید بوټو ته همهاله خاوره ورکړل شی.
کیمیاوی طریقه کی باید 2-4-‏D‏ هغه وخت استعمال شی چی بوټی څلور پاڼیز شی او اندازه ی 1-2,5kg/hec
ده.او همدارنګه له ‏Semazin & atrazin‏ ګیاه وژونکو هم د پوډر په شکل له کرلو مخکی او بیا له نیش وهلو مخکی استفاده کیژی.
‏_سرې استعمال:په لمړی او اخره مرحله کی سره ورکول کیژی خو متر لوړوالی نه تر ګل مرحلی حساس ده.
50Urea,35DAP,14KSO4 KG/Jerb
خو یوریا بایدنیمه د کروخت بیا میاشت پس.

جوارو پاتی برخه او شولې

_د حاصل ټولول:جوار هغه وخت رېبدل کېږی چې ددانو رطوبت ی ۲۶-۲۸% وی ځکه اعظمی حاصل،دانو ښه بڼه او تخم لپاره د سایلیج په منظور باید د ګل پوخت کې راټول شی.وطن کی د لرو پواسطه جوار ریبی خو میکانیزه کرنه کې د څو ډوله کمباینو پواسطه ټولېږی لکه ‏Hirsonic_7‎‏ چې دجوارو اوه قطاره له شوټی سره راټولوی او عین وخت کې دانې له شوټی جلا کوی.خواږه جوار باید د سهار لخوا راټول شی.جوارو حاصل ‏10TON/Hec
دی.
‏¤د جوارو ناروغی او حشرات:
‏۱.د سیاقاق ‏‎(corn smut)‎
ناروغی:پړسېدلی زخمونه رامنځته کوی،وږی شوټه تنې او پاڼو ته زیان اړوی. د یو فنګس پواسطه منځته راځی او حاصل کموی.د شوټی سیاقاق ډېر خطرناک ده اول کې د پاڼې او تنی په سره سپکی نښې وی ، اخته جوار ښه وده نه کوی او ټیټ قدې او یا یی له منځه وړی، پړسوب اول کې د نازکی خاکستری سپین رنګه پردې پوښلی وی کله چی پړسوب پوخ شی نو تور رنګه سپورونه لری او پرده شلېژی او سپورونه هوا ته آزادیږی او خاورو او د نبات پاتی برخو او روغو نباتو ته نقل کیژی.
کنټرول:
‏>کرنیز تناوب
‏>له پخیدو مخکی د پړسوبو ریبل
‏>مقاوم تخمونه
‏>کرونده له هرزه وښو پاکه ساتل او د کرنیزو آلاتو پاک ساتل.
‏¤حشرات:
‏۱.جوار غوڅونکی چنجی ‏‎(cut warm)‎
ډېر زیانمن یې تورنګه ده چی وړه لاروا ی د خاوری سطحی سره نږدی بوټی پریکوی او ترې تغذیه کوی او ژړو بوټو کی لویه لاروا تر خاورو لاندې د جواورو له تنی تغذیه کوی او نبات چپه او بیا له منځه ځی.اکثره د شپی لخوا تغذیه کوی او د ورځی استراحت کوی او د ‏e&G‏ په شکل ځان تاو کوی او د 5-7cm‏ په خاورو کی ژور وی.
‏>کنټرول:ده لپاره 3-4kg‏ ‏‎(C.H.B)‎‏ له مرطوبی خاوری سره ګډ او له کر مخکی په آخره قلبه کی په یو جریب کې پاشل کیژی.او قطاری کرنه کی الدرین او دای الدرین تخم ته نږدی یا اوبو سره ورسیژی او همدارنګه پترکس ‏162gr/jerb
اوبو کی حل او پاشل کیژی.او یا هغه خاوره چی واښه نلری نو اوړی یا منی اول کی قلبه او که واښه داره وی باید سپرلی کی قلبه شی.
‏۲.د جوارو برمه یا سوری کونکی چنجی
Corn borer warm
لغمان کی ۲۰ سلنه زیان اړوی او ګرمه سیمو کی لکه لغمان ننګرهار او سروبی د جوارو په ټولو برخو حمله کوی.اولی نښی:د پاڼې د تیغی پر سر،د پاڼی په وسطی رګ او د پاڼی په غلاف باندی د وړو سوریو او لویو زخمو شتون ده.په آخر مرحلو کې مات ګلان،سوری یا چپه تنې نښی دی. او ځوانه یا بالغه حشره سپین رنګه او داغ لری.
‏>کنټرول:هلته چی یو نسل کوی نو باید 3-4weaks
پس جوار وکرل شی،پاتی شونی د جوارو د لری شی او قلبه شی،دوا کی فورادان،پترکس،کاربورال او نور اچول کیدی شی خو کاربورال 33gr-100lit_water/jerb.‎
جوارو دانه ۶۱% نشایسته لری او جوار مختلفی ورایټی لری لکه:‏
Pahari short duration cool tolerant-high yield 7ton/hec.
او بعضی ‏Approved‏ ی لکه ‏Babar&gohar‏ مقاوم او لوړ حاصل ورکوی اوږد قد او ‏Late maturity‏ او دواړه مقصده استعمالیژی لکه علوفه او دانه.
‏¤وریجی ‏Rice ‎
(oryza sativa)
>د شولو توافق:استوایی سیمو نستآ تاوده سیمه کی چی کلنی اورښت 1000mm‏ وی وده کوی د ګرده افشانی ښه تودوخه 31-32c‏ د جغرافی عرض لبلد ۴۵ درجو شمال څخه تر ۴۵ درجو جنوب عرض لبلد پوری وده کوی سیوری کی نه کیژی.
Ph=5,5-7
‏.
‏>د شولو کرنیزی عملیی.
‏_د بستر اماده کول:پټی باید 15-25cm‏ ژور قلبه شی او لوټی ماله هرزه شیان له منځه لاړ شی او منډاو سره ښه لیول شی.
‏_کرلو وخت باید د ثور نیمای پوری بزغلی واچول شی ساحو سره فرق کوی.
‏_کرلو طریقه
‏< بزغالی طریقه:بزغلی باید منی کی حیوانی سره د وښو سره ګډه علاوه او قلبی سره خاورو لاندی شی بیا ځمکه یو دوه ځله قلبه شی او خاوره لوټی میده او پاشلی پسته شی.
تخم باید ۴۸ ساعته خیشت شی.او بیا ځمکی مخ ورته 1-2cm‏ اوبه شتون ولری.بزغلی طریقه ډیری ګټی لری د قوری د نیالو ساتنی لپاره ‏
sevin-85-wp
یو د خوراک قاشقه له دوه لیټر اوبو سره حل او د بزغلی اچولو په ۵ او ۱۰ مه ورځ دواپاشی شی ترڅو د حشراتو مخنیوی وشی. 36day ‎‏ پس او یا چی 20-30cm ‎‏ لوړ شی اصلی ساحی ته نقل کیژی. 3-5 تاره باید کینول شی چی د لیکو فاصله 20cm‏ او د بوټو ترمنځ ۱۵cm‏ وی.په یو هکتار کی د تخم اندازه 120-175kg‏ تخم باید سالم،او له نورو تخمو پاک وی.تخم باید قوریه کی مساوی وشیندل شی بزغلی باید شین رنګ ولری که ژیړ وی باید یوریا واچول شی قوریه د سهار او مازیګر اوبه شی.نرۍ وریجی
20-25kg/500MxM
او‎ ‎غټی په یو چارک قوریه کې 35-40kg
د یو هکتار د نیال لپاره کفایت کوی.دوه جریبه ځمکی لپاره باید یو بېسپه پټی کی بزغلی واچول شی.سره ‏2,5kg یوریا او فاسفیټ‎ ‎او یو بېسپه بزغلی کی باید ‏1kg urea
ټوله فاسفیټ د بزغلی اچولو وخت کی او پاتی یوریا د بزغلی له نقل یو هفته مخکی استعمال شی د هرزه بوټو له منځه وړلو لپاره ‏Etamp f24
150gr/lit‏ ‏
پوری استعمالیژی.
‏<مستقیمه طریقه:دې طریقه کی تخم مقدار 150-200kg/hac
ده.مالګینو خاورو کی باید ډیر تخم واچول شی.
‏_سرې استعمال:
شولو کی دری سرې اچوی لکه: شنه سره چی باید د لیګومی نباتاتو پاتی شونی پرېښودل شی.حیوانی سره باید د نهال یو میاشت وړاندی واچول شی کال کی یوځل ترڅو نایتروجن لوړ کړی او مقدار یی ‏10‎-15ton/hac
واچول شی.
او کیمیاوی سره:په پټی باید اوبه ودرول شی او نایتروجنی سره 150K/hac
نیمه باید نیال وخت کی دریمه برخه یی یو میاشت وروسته او پاتی برخه د ګل وخت کی واچول شی.
فاسفورسی سره 90Kg/hac
ده او باید له کښت وړاندی 10-15cm‏ له خاورو سره ګډ شی.
او پوتاشیمی سره 75kg/hac‏ ده.
‏_د وښو کنترول: باید په کرنیز تناوب،میخانیکی او کیمیاوی ډول لکه
2-4-D 650gr/ha
پواسطه له منځه یوړل شی.
‏_حاصل باید هغه وخت راټول شی کله چې دانه کلکه شی او د شین بوټی ژېړ شی او ژر راټول شی. ۸ ورځی وړاندی له ریبدلو باید اوبه وچی شی او ۲۰ سانته باید لوړ وریبدل شی.
حاصل دلته په لرو ټولوی خو نړی کی په کمباینو ټولوی.او د حاصل اندازه ی
2.8 TON/HA,BIG RICE & 1.4TON/HA,Basmati.‎
ده.وریجی ۷۰% نشایسته لری ډیر خوراک ی ‏beri beri
مرض پیداکوی‎ ‎د
vit_b1
کمبود په اساس وی.
‏¤ناروغی او حشرات:
‏>‏Blast(pricularia oryzae)‎
فنګسی ناروغی ده.نښی اصلی ځمکه کی ککړتیا یا آلودګی او پاڼو کی قهوه یی لکې یا داغونه مناسب رطوبت کی لکی روښان ژېړ رنګ لری د ورستیدو،چپه او وچیدو سبب ګرځی.
کنترول: ژر نهال،مناسب ژوروالی او فاصله،سری اندازه چی ګل وخت کی وا نه اچول شی،نباتی پاتی شونی له منځه وړل،کرلو وړاندی تخم ضدعفونی او کیمیاوی کنترول کی باید
poly carbacin 3kg/ton
‏>نصواری ورستیدل:اخته تیغونه مړاوی او د نیلو غاړی ورستیژی او په نبات خړ زیتونی غبار منځته راځی.
کنترول:کرنیز روش:لکه ککړ او شکمن بقایا ختمول،هرزه واښه لری کول،مقاوم ورایټی او پاکی اوبه. او کیمیاوی ضد عفونی مخکی کر نه.‏
poly carbacin
3kh/ton.
‏>پټ تورکی:وږی کی ۳-۴ دانی ناروغوی که په ګوته فشار ورکړو نو د تورو سپورو په پوډری کتله باندی ماتیژی
کنترول:مقاوم وړایټی،کرنیز تناوب او سالمی کروندی څخه د ناروغه بوټو لری کول.او کیمیاوی د تېر په څیر ده.
‏¤حشرې او افات:
‏۱. د وریجو تنه خوړونکی چنجی پروانه:بشپړ نر پروانه خاکستری ته نږدی رنګ لری مګر ښځینه ی ژیړ روښانه او یا قهوه یی ته نږدی رنګ لری د تنی په منځ کی د وریجو د مرکزی څوکو د وچیدو لامل ګرځی او د تغذیی له امله د وریجو وږی سپین کیژی.
کنترول:زود رس ورایټی کرل ، د حاصل د پاتی شونو او هرزه وښو راټولول او له منځه وړل،اوبو ډنډ کول یی کموی.او د کیمیاوی مبارزی مصرف هم د نباتاتو د ساتونکو په غاړه ده.
‏۲. د وریجو د شنو پاڼو خوړونکی چنجی:لاروا په ټولو عمرونو کی په روښانه شنه رنګه ښکاری.له پاڼو تغذیه کوی چی د پاڼو پر مخ د اوږدو ،نریو او ژیړ رنګه لکو لامل او آخر کی بیا د پاڼو له شاوخوا څخه په تغذیه پیل کوی او ټولی برخې یی د اصلی رګ څخه پرته تغذیه کوی.ډیر تاوان هغه وخت کی وی چی ډیر رس شنه کرونده او اوړی بارانونه ډیر وی.
کنترول:کیمیاوی کنترول نه توصیه کیژی او تخم باید د وچولو سمدستی انبار ته یوړل نشی او هم باید د اورښت او رطوبت څخه لری وساتل شی.
مخکی له مخکی د انبارخانی پاکول،انبارخانی څخه وخت په وخت کتنه چی هلته ژوی شتون ونلری،د انبارخانی پشپړه تهویه،انبار کی رطوبت نه وی او کافی تودوخه ولری،انبار خانه کی د لیږد وسایلو لپاره لار موجوده وی،کړکیو ته سیمی جالۍ وی ترڅو انبارخانی ته حشرات دننه نه شی.تخم باید له انبار وړاندې په پوره توګه پاک شی له هرزه وښو تخمو او لوند تخم باید له انبار وړاندی ښه وچ شی.