¤غنم:
* د غنمو توافق:معمولآ په ساړه او وچ اقلیم کې ښه وده کوی.غنم هغه سیمو کې ښه وده کوی چې کلنې اورښت منځنۍ اندازه ۱۵-۳۵ انچه ده.
د غنمو وده په لاندې عواملو پورې اړه لری.
۱.تودوخه: ۱۰۰-۱۲۰ ورځو پورې اړه لری پرته له کنګل.
غنم که ۲-۴ سانتی تودوخی سره مخ نشی ګل نه کوی.مناسبه د تودوخې درجه یې ۲۵ سانتی ده.
۲. لنده بل:د غنمو اړتیا وړ اوبه په هوا جریان،تودوخه، نسبتی لنده بل، د خاورې ډول او ورایټی. اکثره بې لشکې غنم زیاتو اوبو ته اړتیا لری او بل لشکی لرونکی کمو اوبو ته اړتیا لری.
۳.خاوره:د مالګینو او جبه زارو ځمکو پرته په هر ډول خاورو کې کېژی ښه خاوره یې Clay loam ده.
* د غنمو کرنیزې عملیې:
۱. د تخم د بستر اماده کول.
۲.د کرلو ژوروالی: غنم ۱،۵ نه تر ۳ انچه ژوروالی کې کرل کېژی.
۳.د کرلو وخت:په نوعی پورې اړه لری خو ژمنی غنم د موسم منځی حد او پسرلنی باید وختی وکرل شی. پسرلنې غنم 300-400 نباته په متر مربع کې کرل کېژی.
۴. د کرلو طریقه:
غنم په دوه طریقو کرل کیژی.
الف: د لاس پوسیله د شیندلو طریقه.
ب: د ماشین په ذریعه کرنه چې د قطار په شکل یې کرې میکانیزه طریقه ده چې دوه ګټې لری یو یې دا چې تیغ وهنه زیاتیژی او بل تخمونه په یو نواخت او مساوی ډول زرغون او وده کوی.
۵.د تخم کرلو اندازه:زموژ وطن کې په آبې ځمکو ۲۱-۳۵ او په للمی کې ۱۱ کیلو تخم په جریب استعمالوی.او په پرمختللو هیوادو کې چې کرنه ماشینی ده نو په یو جریب کی ۷-۱۰،۵ کیلو په جریب کې کری.
۶. د سرې استعمال:
>> نایتروجنی سرې:دا د حاصل په کمیت او کیفیت اثر لری.په یو متر مربع کې دمحصول مقدار چې معلومو باید په متر مربع کی د وږو شمیر معلوم شی ورپسې په وږی کې ددانو شمېر معلومول او د زرو دانو وزن معلومولو پوسیله کېژی. زموژ وطن کې په جریب د ۵۰ کیلو یوریا ۳۵ سلنه د کر په وخت او پاتی د ودې وخت کې استعمال شی البته په مرطوبو سیمو کې. او په عام ډول ۷۰-۱۲۰ کیلو نایتروجنی سره په هکتار کې استعمالېژی.
۲. فاسفورسی سرې:دا د نبات په مقاومت او ګل او دانې زیاتوی.په یو هکتار کې ۱۰۰-۱۵۰ کیلو خالص فاسفورس او وطن کی په جریب ۳۵ کیلو دې.ای.پی اچولی.
ج: پوتاشیم سرې:سلولوز لری نبات مقاوموی.په هکتاړ ۵۰-۱۰۰ کیلو پوتاشیم پکې اچوو.
۷. په غنمو کې کرنیز تناوب:کله چې یوه ځمکه کې پرلپسې غنم کرل کېژی نو امراض او هرزه بوټی زیاتېژی.باید ځمکه فصل بدل شی لکه غنم>شفتلې>غنم یاهم غنم>کچالو پیاز>غنم.للمی غنم تناوب ته اړتیا نلری.
پسرلنی غنم باید ۵-۶ ځله آبیاری شی. ژمنی غنم ۲۶۰-۳۲۰ ورځو او پسرلنی ۱۰۰-۱۶۰ ورځو کې راټولېژی لکه وطن د مشرقی غنم.
۸. آبیاری:په هغه علاقو کې چې اورښت ۳۰۰-۳۵۰ ملی متره وی کولی شو غنم په مختلفو مرحلو کې اوبه کړو.
۹. د هرزه بوټو کنترول: د غنم حاصل کموی او د هرزه بوټو کنترول د کرنیزو عملیاتو،کیمیاوی موادو،نوبتی کرنې او اصلاح شوو تخمو پوسیله کېژی.عمده هرزه بوټی له پیچک ،وحشی یولاف،جودر،شلخی او وحشی شړم دی.زموږ وطن کی دا بوټی په ساده لاسی وسایلو کنټرولوی چې ښه طریقه نده ځکه بوټی غټوالی ته پرېشودل کیژی.
او د غنمو په عمده تولیدونکو هیوادو کې بیا دا بوټی د ګیا وژونکو کیمیاوی موادو پواسطه کنترولیژی زموژ هیواد کې همدا ډول ۲-۴-D ازمایش شو چی ښه نتیجه یې ورکړه.همدارنګه د هرزه بوټو د کنترول لپاره د
U_46 Combifluid
او سافیکس نومی کیمیاوی مرکباتو څخه ګټه اخیستل کیژی.
۱۰. د حاصل ټولول:د حاصل د پخیدا معلومولو یوه ښه طریقه پخوانی طریقه ده چې ځو وږی راشکوو او بیا یی د لاس ورغوی کی مښو که دانې په آسانی خارج او د وږی تنه ماته ماته شوه نو د پخوالی علامه ښیی.
دلته حاصل د لرونو پوسیله د اشر په شکل ریبی.
خو میکانیزه کرنه کې یې د کمباین پوسیله راټولوی او زخیره کوی چی په دوه طریقو صورت نیسی.
هغه غنم چې ټیټ قد لری په یو ځل یې د ۱۰-۱۲ سانتی له ځمکې پورته ریبی او دانه تری جدا کوی دا هغه وخت اجرا کېدای شی چې دانې ۱۵-۱۷% لنده بل ولری. او بله طریقه د هغو غنمو لپاره ده کوم چې لوړ قد لرې په دوه مرحلو کی چې اول یې له ځمکې ۱۲-۲۵ سانتی پورته ریبی او بیا په وړو دستو ویشی او راټولوی او دوهمه مرحله کې له ریبلو یوه اونی پس یې میده کوی په شرط ددې چې ۳۶-۴۰% لنده بل ولری.
* د غنمو مهمې ناروغۍ حشرات او کنترول:
۱. د غنمو د سرخی ناروغی چې دری ډوله ده
>ژیړ خط داره سرخی چې عامل یې
Puccinia striformis
ده او له نورو ډېر زیان اړوی. دا د غنمو دپاڼو تیغه او پوښ دواړه اخته کوی چې زیړ موازی خطو پشکل وی اوکله هم تنه او دانه اخته کوی. د ریښو او پاڼو نمو بطی کوی. د وږی جسامت کموه او ورسل حاصل کمېژی.
>د غنمو د پاڼو سرخی[P-triticina]
نښه یې د پاڼو او ساقی پورته برخه کې د نارنجی یا سرو ټکو پشکل داغونه وی.
>د غنمو د تنې سرخی چې عامل یې
puccinia graminis
ده او د عامل سپورونه د وږی ایستلو پس پاڼې ،ساقې اوپوښونه یې، او حتی وږی اخته کوی. او د نری رنګه تڼاکو په څېر لیدل کیژی.
کنترول:
_د مقاومو او ژر پخېدونکو انواعو تخمونه کرل.
_کرنیز تناوب.
_ Copper oxy chloride
1gr/lit water.
۲. دغنمو تورکی:
>پټ تورکی:
عامل یې Tilletia caries ,foetida controversa فنګس ده.د اخته بوټی ښکته وږی توربخن شین رنګ لری او د دانو داخلی مواد یی تور رنګه سپورونه وی.او د خوسا شوی ماهی بوی لری ککړ تخمونه له شنه کېدو پس ناروغی رامنځته کوی.
>لوڅ تورکی:وطن کی مهمه فنګسی ناروغی ده او Ustilago tritici یې عامل ده او اخته بوټی تور وږی باسی.
کنترول:
_قوی ورایټی او کرنیز تناوب.
_د یخو اوبو او کیمیاوی دواګانو پواسطه د تخم تداوی ښه علاج ده.او په یو ټن تخم کی ویټاوکس او تیرام دوه کیلو استعمالیژی.
۳. د غنمو افتونه:
>ملخان:
په وطن کې بېلابیل ملخان شته او شمیر یې هلته زیاتېژی چې د کلنی اورښت اندازه یې 4-12mm وی.ملخ په خاوره کې ګروپی شکل هګۍ اچوی د ژوند درې مرحلې لری.Egg,nymph,
adult
ژمی د هګی په ډول او پسرلی کی بچی راوزی او تر ټولو نږدی غنم زیانمنوی.
مخنیوی:
>کرنیزی عملیې او میخانیکی طریقه کله چی وزرونه ونلری ډیر خلک راټول او جرونه باسی ملخ ورته شړی او خاورو لاندې کوی یې.
>طبیعی دښمن:
ښکاریان چې ملخ خوری لكه غڼی غومبسی موږک...
>پرازیتونه ، ګونګټې او د Metharhizium flavaviride سپورونه په مرطوبه هوا کی شیندل
>کیمیاوی کنترول: د زهریت له امله Fenitrothion,malathion,diazinon,cararil
5% 25gr/lit
اوس کم استعمالیژی او اوس په افریقا او عربستان کی له Pyrethyroids ګروپ څخه ګټه اخیستل کیژی لکه Cypermethrin,cyhalothrin,landa او یوه نوی ماده PMN
Phenyl pyrazol fipsonil p
استعمالیژی.
>ترپس:
وړی حشری دی (۲-۶) ملی طول او استوانه یی او ویښته ماننده شکل لری. وزر او بی وزره وی.وړه ډیر رنګونه لری ولی کامله حشره تور رنګ لری پاڼو تنو او غنم د شیرو تغذیه کوی.
کنترول: سیودان او ملتاین ۱.۵-۲ ملی غلظت کیمیاوی حشرو وژونکی په یو لیتر اوبو کی د Ropsck پنوم دوا یا محلول شیندونکې پواسطه شیندل کیژی.
>د غلو قهوه ای ګونګټې:کامله حشره ۱۵ ملی طول او قهوه ای تیره رنګ لری او د وزرو لپاسه یې د مربع یا مستطیل په شکل تور داغ وجود لری ګېډه او پښی د وېښته ډوله جوړښتو پوښلی لاروا درې جوړه پښی سینه کې لری چې کریمې رنګه دی د لاروا د بدن اخر برخه یې توره او پښې قهوی دی.
زیانونه: کامله حشره په لمریزو او ګرمو ورځو کې د غنمو دانو او لاروا یې د رېښو څخه تغذیه کوی.
مبارزه او مخنیوی:
په کمو سطحو کې د کاملې حشرې راټولول افت کموی.هغه ساحې چې افت زیات وی باید کیمیاوی مواد استعمال شی.
>د غنمو کفشک: دا حشره د غنمو د پاڼو،تنو او دانو له شیری څخه تغذیه کوی او بوټی ته بدبوی او زهری مواد داخلوی که دوه درې فیصد غنم کفشک خوړلې وی نو د ټولو غنمو خوند خرابېژی او په ۱۳۸۱ کې په وطن کې ۵۰۰۰۰۰ جریبه ځمکې غنم زیانمن کړی و او د Eurygaster inegricepe
نوعه ۵۰ کاله راپدیخوا په فاریاب،بادغیس،هرات،بلخ او هلمند ولایتو کی دی.
>لښکری چنجیان: اصلی نوم یې Mythimau separate
په غنمو کې د فرعی ساقو تر تشکیل وروسته د بندونو په مرحله کې حمله کوی.ورځی ځان پټوی او د شپې لخوا خوراک کوی.
مخنیوی:باید زهری طعامه ورته جوړه شی ۳۵ ګرامه د پتراکس، شل ګرامه بوره، او یو ګرام سبوس او په کافی اندازه اوبو کې جوړیژی.او د جریب لپاره ۵KG کفایت کوی.
* جوار:
¤افغانستان کې کرنه:د غنمو او وریجو پس دریمه درجه کرل کېژی.ډېر ځله آبی کرل کیژی خو حاصل یې ځکه کم وی چې.
اصلاح تخمونه،کرنیز تناوب،ښه کرنیز عملیات،کافی اوبه او کیمیاوی سری نشته او برعکس ناروغی حشرات او هرزه بوټی شته.
¤د جوارو توافق:
د شمال عرض البلد ۵۰ درجو څخه تر ۴۲ درجی جنوب عرض البلد پوره وده کوی.او د سمندر نه ۳۰۰۰ متره لوړوالی کی کی وده کوی.
Warm season crops
دی که تودوخه له ۵۵-۶۵ فارنهایت کمه وی نه شنه کېژی د فصل اوږدو کې 20-30C
مناسبه تودوخه ده
کلنی اورښت 25-50Inch
ده.
Short day plant
ده.خاوره حاصلخیزه،ژوره،او قابل نفوذ وی ښه ذهکشی او تودوخه ولری او 5,5-6,5PH
جوار ډېر دولونه لری چې له یو ډول څخه یې یادونه کوو:
_Dent corn
(Zea mays indentara)
دا د جوارو لوی ګروپ ده اکثره د سایلیج لپاره استعمالیژی دانې غټی او بوټی یی لویه وده لری.
د زرو دانو وزن یې 300-500gr
ده.
¤ د جوارو کرنیزی عملیې:
_دځمکی اماده کول:پټی ۲-۳ ځله او 28-30c ژوره قلبه کیژی.ځمکه باید وتره قلبه شی او ماله شی چی غټی لوټی ونکړی.او هرزه بوټی له منځه لاړ شی په منی کی باید 30-40ton/hec
ورسته حیوانی سره استعمال شی او په قلبه لاندی شی او خاوری چی قطع کونکی چنجی لری باید Eldrin 3-4kg/hac زهری مواد د تخم وړاندی استعمال شی.
_کرلو وړ تخم او وخت:له پوپنک او ناروغیو مخنیوی لپاره باید تخم د TMTD,Terom,seresan
په ټن تخم کی 2kg
استعمال شی. او کرلو تخم باید لاندی خواص ولری.
>تازه او دانی ی ماتی نه وی.
>د تیغ توان ی لوړ وی
>سړی هوا سره مقاومت ولری
>وچوبی سره مقاوم
>ناروغیو سره مقاوم
>محصول زیات وی
>دانی کیفیت
>خالص وی.
>هرزه وښو تخم او نورو پاک وی.
کله چې د کنګل خطر نه وی کرلو یی شو او باید دورځی تودوخه 10-12c
څخه کم نه وی.
_دتخم کرلو اندازه:دا په لاندی عواملو پوری اړه لری(د خاوری حاصلخیزی،رطوبت اندازه،نیش وهلو فیصدی،کرلو مقصد،جواریو ډول او د کرلو طریقه)زموږ هیواد کی ۲-۳،۵ منه په جریب کی کرل کیژی باید په قطار شکل وکرل شی.او که په ماشین کرل کیژی بیا 25-30Kg/hec
او هر متر مربع کی ۵-۱۰ بوټی نظر کی کیژی
_د کرلو مناسب وخت:لغمان کی کرل جنګاش ۱-۲۵ بوری او د تلی ۱۰-۳۰ بوری ریبل کیژی.
ننګرهار ۲۰-۳۱ تر لسو تر دیرش کی ریبی.او کندار کی
جوزا له پنځه لسو تر سرطان شلو پوری وی.
_د جوارو د کرلو طریقه:جوار په دوه طریقو کرل کېژې چې د پاشان او قطار طریقی دی او د قطار ډول ځنی ګټی لری:کم تخم،غذایی موادو،لمر وړانګو اعظمی استفاده،اسانه خېشاوه، حاصل راټولول او دوا پاشی.
قطارو فاصله 50-75c
او د بوټو ترمنځ 25c
او تخم باید په خاوره کی 5-7c ژور وکرل شی.
_رنګړی کول: باید یو متر کی څلور بوټی وی او جریب کی 11000 نباته پاته شی.
_آبیاری:جوار په معتدله سیمو کې د پسرلی کی 8-12day او اوړی کی 7-10day او ګرمو ساحو کی پسرلی 7-10day او اوړی 5-7day وروسته یوځل آبیاری ضرور ده.زموږ هیواد کی 4-5 ځله جوار اوبه کوی.
_شوتله>جوار>غنم.
_خېشاوه باید هغه وخت ترسره شی کله چی بوټی 7-10c لوړ شی او هرزه بوټو ګل نه وی کړی او قطار شکل کی باید بوټو ته همهاله خاوره ورکړل شی.
کیمیاوی طریقه کی باید 2-4-D هغه وخت استعمال شی چی بوټی څلور پاڼیز شی او اندازه ی 1-2,5kg/hec
ده.او همدارنګه له Semazin & atrazin ګیاه وژونکو هم د پوډر په شکل له کرلو مخکی او بیا له نیش وهلو مخکی استفاده کیژی.
_سرې استعمال:په لمړی او اخره مرحله کی سره ورکول کیژی خو متر لوړوالی نه تر ګل مرحلی حساس ده.
50Urea,35DAP,14KSO4 KG/Jerb
خو یوریا بایدنیمه د کروخت بیا میاشت پس.
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر