۱۳۹۴ عقرب ۱۰, یکشنبه

رب جوړول:

¤رب:
رومی د اسیدی خاصیت په لرلو د رب لپار ډېر ښه ده.
* رب جوړولو لپاره ضروری سامان او مواد:
‏_تیره فولادی چاړه
‏_وزن کولو تله
‏_پلاستیکی کاسې
‏_منقل یا اشټوپ
‏_د مخلوط ایشولو لپاره ستر لوښی
‏_د اندازه کولو بوتل او کاشغی
‏_د لړلو لپاره د لرګی کاشقه
_ښیښیی مرتبانونه د سرپوښو سره.
‏*د رب د پروسس مرحلې:
‏¤ایټالوی رب:
‏(د ۱۱ کیلو ګرامه رب د جوړولو لپاره) د اړتیا وړ مواد:
‏>5kg‏ تازه رومی
‏>۵ متوسط پیاز (دهر کیلو رومی لپاره یو پیاز
‏>۲۵ د هوږې زړی
‏>مالګه او مرچ اختیاری
‏>‏1KG‏ ګاذرې
‏>۵۰-۱۰۰ ملی ګرامه نباتی غوړی
‏>د خوند ښه کولو لپاره وچ یا تازه نعناع،وچ مرچ اختیاری
_رومیان وینځل او میده میده کول:
رومی باید پاخه وی ډېر پاخه او ګنده ترې لری کړی او بیا یی په پاکو اوبو پریوینځی اوبه تری تخلیه کړی هر رومی په ملا نیمایی کړی که منځ یې خراب وی تری لری کړئ پیاز په وړو مکعبی ټوټو وویشی د هوږی هر زړی په څلور برخو ووېشی ګازری سپینی کړی او هغه هم په وړو مکعبی ټوټو وویشی
‏_د مرتبانو او سرپوښو اماده کول:
د ښیښی مرتبانونه او سرپوښونه پرېمنځی او په یو ستر اوسپنیز لوښی کی یې واچوی او لوښی له اوبو ډک کړی ترڅو بوتلونه پټ شی او د ۵ دقیقو لپارو و ایشوئ بوتل له اوبو باسی او چپه یې کیدئ ترڅو اوبه یی توی شی په خیرن ټوکر یی مه وچوی.که له استعمال پلاستیکی بوتلو استفاده کوئ د کلورینو په مرسته د تصفیه اوبو ‏100ppm‏ پواسطه یی ښه پاک کړی بیا یی نسکور کړی چی اوبه یی وبهیژی.خو پام مو وی چی کلورین مو د لاسو پوستکی خراب نه کړی نو دستکشی واچوئ،له سترګو یی لری ساتی که دوړه یی کوله نو مه یی تنفس کوی بل المونیمی لوښی خرابوی باید پلاستیکی وی.
یادوونه:اوبه د جوش کولو په واسطه هم تصفیه کولی شو
‏_حرارت او د موادو ګډول:
په یو لوښی کی غوړی،پیاز او هوږه واچوی او د کم اور له پاسه یی تر هغو پرېږدی ترڅو رنګ یی ګلابی شی او پام مو وی چی و یی نه سوزوی.میده رومی او ګاذری په یو لوی لوښی کی واچوی او د کم اور د پاسه یی کیدی سره پیاز او هوږه،مالګه،مرچ او وچ مرچ هم پکی ورواچوی.بیا اور ورپسی زیات کړی او د ۴۰ دقیقو لپاره یی جوش کړی پرلپسی یی ولړی ترڅو نرم شی او که د کاشقی پواسطه د لوښی په دیوال وسولول شی نو وشړیژی
‏_اوبو وېستل:
دا رب د زبیښلو له یو ماشین، جالی یا غلبیل څخه چاڼ کړی ترڅو زړی او پوستکی یی تری لری شی
‏_تودوخه ورکول:
دغه رب له ۱۰-۱۵ دقیقو پوری د اور دپاسه پریدی ترڅو پوکاڼی پکی را پیدا او غلیظ شی
‏_رب
‏_ډکول بسته بندی او د سرونو بندول:
ګرم رب په پاکو او تعقیم شوو بوتلو کی واچوی تر خولی یې ډک کړی او سرونه یی وتړې که د ښیښی بوتل نلری رب پریدی چی لږ یخ شی بیا یی په پلاستیکی خریطو کی چی د تودوخی پواسطه یی خولی بندیږی یا یی په پاکو پلاستیکی بوتلو کی واچوی.
‏_تودوخه ورکول:
د ښیښی بوتل په داسی لوښی کی واچوی چی حرارت یی د بوتلو سره برابر وی پکی بوتلونه په اوبو کی پټ شی بیا یی د اور لپاسه کیدی کله چی په جوش راشی نو د ۴۵ دقیقو لپاره یی پریږدی چی تعقیم شی.
‏_سړول او ساتل:
بوتلونه پریږدی چی لږ څه ساړه شی بیا یی په یو ستره کاسه کی کیږدی چی اوبه یی لږ څه سړی وی کله چی د کاسی اوبه تودی شی او بوتلو حرارت لږ کم شی نو هغه اوبه بدلی کړی دا کار تر هغی تکرار کړی چی د بوتلو حرارت د خونی له حرارت سره برابر شی په اوله کی له ډیرو یخو اوبو کار مه اخلی چی بوتل ماتیژی.
د رب بوتلونه په یو ساړه ځای کی د لمر وړانګو پټ وساتی چی رنګ یی خراب نشی کله چی سم اماده شی او په وچ او ساړه ځای کی وساتل شی د رومی د رب شلف لایف باید حداقل ۱۲ میاشتی وی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر