*پنبه:کورنی:
malvaceae
علمی نوم:
Gossipum spp
¤کرنېزی عملیی:
>خاوره:
Sand, Loam & alluial
(خړه)
لومړی باید ځمکه اماده شی او ۲-۳ ځله واړول شی او د جویچو په شکل وکرل شی چې د جویچو ترمنځ فاصله ۵۰-۶۰cm او د تخمو ترمنځ فاصله ۱۵-۲۰cm او تخم باید 2-5cm ژور وکرل شی.
¤کرلو مقدار: 25kg/jerb
تخم باید د کرلو وړاندی باید د ۲۱ ګرامه سیراسن د ۷ کیلو تخم سره معامله کوو
¤کرلو وخت د حمل له اول شروع تر ثور ۲۰ پورې.
¤سرې استعمال:د قطار په شکل د تخم سره یو ځای ورکول کیژی او یا هم کله چی بوټی شنه شی د بوټی بیخو ته ورکول کیژی او یوریا او بیا 15- 20kg/jerb.npk
¤اوبخور:هغه ځایونه چې د کلنی اورښت اندازه ی له ۱۶ انچ کم وی د پنبی لپاره مناسب ندی.او ابیاری ۱۶-۱۸ ورځو په وقفه ی ډول صورت نیسی.
ژورغالی چرو او Flad په شکل اوبه کیژی
¤:هرزه بوټو کنترول:کله چی نبات ۱۵-۲۰ سانتی لوړ شی باید رنګړی شی او بدشکله او خراب بوټی تری لرې شی.
د تخم کرلو وړاندې او وروسته د شنه کیدو د کلورو فینول او ډای فینول په واسطه ختمیژی
¤ناروغې:
>رېښو ورستیدنه
>د پاڼو ورستیدنه
¤اقتصادی اهمیت:
>د نړۍ ۵۶% الیاف جوړوی
>دانه یی ۲۰-۲۷ غوړی جوړوی
>کنجاړه ۴۰ سلنه پروتین لری.
¤مناسبه تودوخه 34c ده او پنبه بی تفاوته نبات ده چی د ورځو اوږدوالی او لنډوالی پری کوم تاثیر نلری.
¤بوټی 60-150cm طول لری وده یی محدوده ده یعنی د میوه نیولو وروسته وده نکوی.
>غدی یی دوه ډوله دی چې خارجی غدو ته شهدی غدی وایی او داخلی د ریښو پرته په نورو برخو کی تور رنګه غدی دی که لمر ته مخامخ شی انتوسیانین ترشح کوی او پنبه ورکوی او که لمر سره مخامخ نشی نو د
Gossypol
پنوم زهری ماده ترشح کوی که حیوانات ی وخوری د مرګ لامل کیژی.
>تیغ وهلو څخه تر ګل پوری ۵۰ ورځو ته ضرورت لری او ۲۰-۳۰ ورځو پوری ګل خلاصوی او ګل نه تر غوزې پوری ۴۰-۵۰ ورځو ته اړتیا لری.
>ګرده اچونه پنبه ۹۵ سلنه ځانی ګرده افشانی کوی.
>۱۱۰-۲۰۰ تخمی غوزی یو کیلو پنبه تولیدوی.
* چغندر:
دوه کلن نبات ده چې کورنی ی
chenopodaceae
او علمی نوم ی
Beta valgaris
ده.
¤ترکیب:د شخوند وهونکو لپاره
chal hatric acid
& oxalic acid
لری.هم
molases 2-3gilon/ton
لری چې الکول په جوړولو کی په کار وړل کیژی.
monoglutamic
جوړوی چی ددیګ خوند لپاره استعمالیژی.
او 227kg/ton تفاله وځی چی حیوان لپاره د غذا لپاره استعمالیژی.
۱۳-۱۴ سلنه قندی مواد لری.
¤خاوره:
loam,sandy loam
¤تودوخه:د ورځی ۱۶ ساعته رڼا ته ضرورت لری د تیغ لپاره تودوخه 6-7c ده.
¤ابیاری:چې د کلنی اورښت اندازه له ۴۵ سانتی کم وی ابیاری ته اړتیا لری او ۱۰-۱۵ ورځو وقفه ی ډول اوبه شی ټوله کی ۱۰ ځله باید اوبه شی.
¤تخم مقدار:د پاشان په طریقه ۲۰ کیلو په هکتار ده او دmonogerm په طریقه چې د هوږی پشان یو غوټه کرل کیژی نو بیا
6-9kg/h
ضرورت لری او د تخم شنه کیدو % ی ۷۵-۹۵ پوری ده.
¤سره:
urea 175kg/ha
DAP 175KG/HA
K2SO4 140Kg/ha
¤حاصل:
30-40ton/ha
¤رنګړی کول کله چې څلور پاڼېز شی.
¤کرنه ۱۳۱۹ کال راپدی خو په بغلان کې وکرل شو.
¤ورایټی:د ښه حاصل لپاره باید لاندی خواص ولری.
>ناروغی مقاومت
>توافق
>مونوجرم کرنه
>زیات قندی مواد
>په اول کال د ګل کولو خاصیت ونلری.
¤د شکری استحصال:
>چغندر د
gassettes
ماشین پواسطه ټوټه کوو.
>د ټوټو څخه شیره لاسته راوړو
>چونه ډوله کیمیاوی شیری سره یې یو ځای کوو چی د چغندر شیره تصفیح کړې.
> So2 سره یې بی رنګه کوو پس ددی عملیو له شربت څخه د بوری جوړښتونه منځته راځی
>د
granulator
ماشین پواسطه د بوری دانی بیلیژی.
*_ګنی:
کورنی:
Graminaceae
علمی نوم:
saccharum officinarum
ده ۶۲% فارمی کرل کیژی او نور وطنی.
Internode
یې ۵-۱۵ سانتی لویژی.
¤کرنیزی عملیې:
د قطارو ترمنځ فاصله وطن کې ۴۰ خو عمومی ۹۰-۱۲۰ سانتی وی چې واړه تراکتورونه پکې وګرځی.د بوټو ترمنځ فاصله ۲۰-۳۰ سانتی ده وطن کی د قلمو اوږدوالی ۳۰-۴۰ سانتی ده.د تخم ژوروالی ۸-۱۰ سانتی ده وطن کی د قلمو اندازه
4ton/hec
ده.
>ابیاری: ۱۵-۲۰ ورځو په وقفه یې ډول ابیاری کیژی او ۱۷ ځله باید آبیاری شی.
¤د قندو فیصدی
۷۵-۸۰ سلنه ده.
*_کچالو:
Family:
solanaceae
S/N:
Solanum tuberosum
یو کلن ده
¤ترکیب:
65-80% پوری نشایسته لری ،
Vit B & C
لری او یو کیلو کچالو ۸۳۳ کالوری انرژی لری.
وطن کی د امیر عبدالرحمن خان وخت کی راوړل شو او په کابل ،میدان،بامیان او غزنی کی کرل کیده.
¤تودوخه او پی ایچ:ساړه موسم نبات ده د خاوری اوسط حرارت 24c ده.
Ph=4.5-5.5
¤ورایټی:
وطن کی ۵۰ ورایټی کرل کیژی.
chandimukhi
هندی ورایټی وطن کی ښه نتیجه ورکړې او حاصل
30-40ton/hec
¤کرلو طریقه:
په دوه طریقو کرل کیژی.
>یو قطاره:دا ښه حاصل ورکوی د قطار ترمنځ فاصله ۷۰ او د چرو ژوروالی ۳۰ سانتی ده.
>دوه قطاره:
قطار ترمنځ فاصله ۱۲۵ او د چرو غوچوالی ۶۰ سانتی ده.
د تخم ژوروالی ۱۰ سانتی ده.
تخم کرلو کی دوه نقطې مهمې دی.
=>د کرلو وړ تخم باید ۵۰-۶۰ ګرامه وزن ولری.
=> او ۴.۵ سانته وزن باید ولری.
¤د تخم اندازه:په هکتار ځمکه کې شپږ زره ټوټی وکرو.
6000=875small &
1050big kg/H
¤سره:
حیوانی:
6-30ton/H
urea:
200Kg/h
Dap:
175 kg/h
K2So4:
175kg/h
¤ابیاری:اوسط ډول ۱۲ نه تر ۱۴ ورځو کې باید آبیاری شی.
*_تنباکو:
د سګرت سکولو لپاره د هندوانو مذهبی عنعنه ده.
Family:
solanaceae
s/n:
Nicotina tobacum
ساقی ۱۲۰-۱۸۰ سانتی لویږی او ۲۵ پاڼې لری.
نوټ:
Training
د شاخبری لپاره د نبات اماده کولو ته وای چې ۳ کاله په بر کې نیسی.زوجی یو کلن او د ګرم موسم نبات ده.
¤کر سیمه:
۱۰۰-۱۱۵ سانتی وی د کلنی اورښت اندازه او پی ایچ
۵.۵-۶.۵ او کلی خاوره مناسبه ده ځکه ډیر نیکوټین لری.
¤کرنیزی عملیی:
ددوه قطارو ترمنځ فاصله ۹۰-۱۲۰ سانتې او بوټو ترمنځ ۶-۳۰ سانتی.
=>سره:
Urea:
100kg/h
DAP/k2So4:
70/70kg/h
=>کرلو مقدار:
۴۵۰۰۰-۹۰۰۰۰ بوټی په هکتار کی کرل کیژی.
=>ودی موده:
۱۰۰-۱۲۰ ورځی ده
=>حاصل ټولول حاصل یې په دوه طریقو راټولیږی.
~Primary.method
چې پاڼې په تدریج پخیژی او شکیژی.
~Stack cutting
د ټولو پاڼو یو دم شکول او په کوټه کې په تار ځړول وچولو وخت کې ۱۰-۳۳% نیکوټین لری.
**افاتو دفع:
آفت هر ژوندی موجود چې د کرنیزو نباتاتو د زیان سبب وګرځی او وده کی یی تغیر راولی ،حاصل کم کړی افت ده.
او د حرارت ،رطوبت او نورو په شمول په لاندی ډولو دی.
۱.حشره:
غیرفقاریه حیوانات دی بدن یې له سر سینی او نس څخه جوړ ده درې جوړه پښی او بعضی کامله مرحله کی یو یا دوه جوړی وزرونه لری.
۲.فنګسونه:
کوچنی ژوندی موجودات دی چی د رنګ پګمنټونه،کلوروفیل،ریښی،پاڼې ،تنه او انتقالی انساج نلری.له هایفاوو جوړ دی.
۳.بکتریا:
واړه میکروسکوپی یو حجروی موجودات دی چې یواځی د سایتوپلازمی غشا پواسطه د باندی چاپیریال څخه بیلیژی او حجروی دیوال لری.
۴.ویروس:
هغه کوچنی موجودات دی چی د هستوی پروتینی زراتو (نیوکلوپروتین) څخه جوړ شوی او ژوندی حجرات اخته کوی او په همدی حجرو کی لویږی.
۵.نیماتود:
د حیواناتو د ډلی ده چی د ګردو چنجیو او مارماهی ته ورته چنجه پنوم یادیژی.
۶.عالی پرازیټی بوټی:
په نباتاتو پرازیتی او طفیلی ژوند کوی او تری تغذیه کوی او خساره اړوی لکه زیړکی.
۷.هرزه بوټی:نباتو ته زیان اړوی،حاصل کموی،او جنسیت او کیفیت خرابوی.
۸.عالی حیوانات:
ځینی آفتونه دی لکه الوتونکی،موږکان.
نوټ_پتوجن:
هغه مایکرو ارګانیزمونه چې نبات کی ناروغی رامنځه کوی.
¤د نباتی آفتو د مخنیوی لاری چاری:
>قانونی لاری چی د داخلی او خارجی قرنطین څخه عبارت ده.
>کرنیزی لاری:
_د کوربه بوټی له منځه وړل.
_کرنیز تناوب
_حفظ الصحه:لکه اخته بوټی ټولول او سوځول،د خاوری ساتنځای دیوالو او ظروفو پاکول.
_د نبات ودې لپاره ښه شرایط برابرول لکه مناسبه سره،آبیاری او بوټو فاصله.
>میخانیکی طریقه:جالۍ،تلک،رڼا استعمال او لاس پواسطه د افتو نیول وژل لکه ملخ نیول.
>فزیکی طریقه:لوړ او ټیټ حرات او شعاع څخه کار اخیستل کیژی.
>بیولوژیکی طریقه:مکاوم نبات نسلګیری،طبیعی دښمن ډیرول.
>کیمیاوی لاری:کیمیاوی درمل
>جنتیکی لاری:په نبات د جین نصبول چې دومره معمول نده.ارثی تغیر راوستل دی.
>I.P.M:
د امراضو او افاتو دو جانبه کنترول پدی کی د مخنیوی د څو لارو په ګډه استعمال ده.
¤د افت وژونکو شکلونه:کله چې نوری طریقی کار ونکړی بیا به درمل استعمالوو
>د پوډرو یا ګردو په څیر چی په پاڼو شبنم وی استعمالیژی.
>تعلیقی غلظت
>لمدیدونکی پوډر
> دانی په څیر
>فرار کونکی مواد
>محلولونه
>زهری طعامی.
¤افت وژونکو ډولونه د افت وجود ته د ننوتو له مخی:
>معدوی زهر:چی د خولی د لاری داخلیږی.
>تماسی زهرونه
>سیستمی زهرونه
>ګازی زهرونه:چی تنفسی سیستم ته ننوځی.
¤دځینو افت وژونکو لنډه پیژندنه:
>غیر سیستمی،تماسی او معدوی:
_Chloropyriphos
(durment,bradan,lorsban)
د حشراتو ته عصبی او تنفسی سیستم اغیزه کوی او انسان ته نیمه زهری دی.
_prophenophos:
(elite 500,DUE 250,Prochem)
حشرات او کنو کی تماسی او معدوی دی
_Malathion:
حشرات،کنی،ورږی او سپږی له منځه وړی که اوسپنی سره په تماس شی بیا اغیز نکوی.
>تماسی او معدوی:
_cypermethrin:
(cymbush,supper killer)
حشرات.
_deltamethrin:
حشرات
_carbaryl:
حشرات او کنی
_thiodane:
حشراتو اعصاب خرابوی او کنې.
>سیستمی:
_Imadaclopride:
for insect
_Dimethoate:
حشرات او کنې دوه یا دری اونیو لپاره فعال پاتی کیدی شی په غوجل کی د کورنی او حیوانی مچانو لپاره استعمالیژی.د شاتو مچیو لپاره په ګلانو وانه اچول شی چی ورته زهری دی.
>حشرات او کنی:
_diazinon:
تماسی معدوی او تنفسی
_meta systox:
ښه سیستمی او تماسی
-methyl parthion:
غیر سیستمی،تماسی
،تنفسی او معدوی.
>کنی:
-dicofol:
تماسی
>موږک
_Zinc phasphate
>کرنیز او زینتی بوټی
_diptrex(trichlorophone
>فنګس:
_zineb
_captan
_copper oxi chloride
_mancozeb:
سرطان احتمال زیاتوی او پوستکی تومور
_thiram:
تخم سره یو ځای استعمالیژی.
>هرزه بوټی:
_sodium salt 2.4.D(2.4.D Ethyl/ester.
¤د افت وزونکو د ساتنی مناسبی لاری:
باید پخپل اصلی کانتینر،لیبل،چی سر یی بند وی په نارمل هوا کی (40-90F) چیرته چی حیوانی او انسانی خوراکه،او هر ډول اوبه وجود ونلری.
په یو معلوم مشخص،وچ او د ماشومانو او غیر مسؤل اشخاصو محفوظ داسی زخیره ځای کی چی د لمر مستقیمه شعاع ورته ونه رسیژی زخیره او ساتل کیژې.
¤ددواپاشی هدایات:
۱_افت مقابل درملو انتخاب
۲_درمل اصلی لیبل ولری.
۳_د لیبل یا فنی شخصو د هدایاتو اړوند باید کافی او اړتیا وړ دوا استعمال شی.
۴_درمل شیندوکی باید فعال وی
۵.محلول شیندونکی باید د استعمال وړاندی پاک ووینځل شی
۶.درمل شیندوکی کس باید د دواپاشی وخت کی دستکشې،دوا شیندلو جامی،خولۍ،جرابې(موزی)،عینکی او ماسک استعمال شی.
۷.دوا پاشی وخت کی خوراک او څښاک ونشی
۸.دوا پاشی باید په باران او وریځ کی چی د اورښت احتمال وی ونشی
۹.دواپاشی باید سخت لمر کی ونشی،سهار وختی یا مازیګر ترسره شی
۱۰.دوا پاشی د باد په مخالف سمت ونشی
۱۱.ماشومان او حیوانات د دوا پاشی وخت کی د ساحی لرې ،یاده ساحه خلکو ته خطری معرفی شی ترڅو حیوانات ماشومان او لویان ورڅخه د درمل د نوعی په اساس څو ورځی د نبات او له حاصل څخه استفاده ونكړی.
۱۲.محلول شیدونکی باید د استعمال پس په اوبو پاک ووینځل شی
۱۳.پاتی او اضافی دوا او د دوا تش بوتل باید په مناسب ځای ۴۵-۵۰ سانتی په ژوروالی سره په ځمکه کی ښخ شی ترڅو ماشومان او حیوانات یې د خطر څخه وژغورل شی
۱۴.د دوا پاشی پس باید د کار جامی بدلی شی
۱۵. دوا شیندونکی
(Operator)
باید د دوا پاشی پس باید مخ،لاس او ټول بدن په صابون او اوبو ووینځل شی.
نور په بل ایمیل کې...
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر