۱۳۹۳ سنبلهٔ ۳۰, یکشنبه

پښتو به څنګه لیکو؟

ﭘښﺘﻮ ﺑﻪ څﻨګﻪ ﻟﯿﮑﻮ ؟
ﺭﺍﻟﯧږﻭﻧﮑﯽ: ﻓﺮﯾﺪ ﺍﺣﻤﺪ ﻓﺮﺍﻫﻲ
ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﮊﺑﻪ ﺧﺒﺮﻱ ﮐﻮﻝ ﺍﺳﺎﻧﻪ ﺩﻱ ، ﺧﻮ
ﻟﯿﮑﻞ ﯾﯥ ﯾﻮ څﻪ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ ﺩﻱ . ﺩﺍ ځﮑﻪ
ﭼﻲ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﮐﻲ څﻮ ډﻭﻟﻪ )ﯾﯥ ګﺎﻧﻲ (
ﺷﺘﻮﻥ ﻟﺮﻱ ﭼﻲ ﺩ ﻫﻐﻮﯼ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ
ﮐﺎﺭﻭﻝ ﺩ ﻟﯿﮑﻨﻲ ﻣﻄﻠﺐ ﺍړﻭﻱ . ﻧﻪ ﯾﻮﺍځﻲ
ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﮐﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰﻱ ﺭﺍ ﻣﻨځ ﺗﻪ ﮐﻮﻱ
ﺑﻠﮑﻪ ﺩ ﻣﻄﻠﺐ ﻣﻌﻨﯽ ﻫﻢ ﺍړﻭﻱ . ﺩﺩﯤ
ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﮐﻲ ﺳﺘﻮﻧﺰﻱ ﺭﺍ ﻣﻨځ
ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺍﻭ ﺩ ﻣﻄﻠﺐ ﻣﻌﻨﯽ ﺩ ﻟﯿﮑﻮﻧﮑﻲ
ﺩ ﺫﻫﻦ ﺳﺮﻩ ﺑﺮﺍﺑﺮ ﻭﻟﻮﺳﺘﻞ ﺷﻲ ، ډﯾﺮﻩ
ﺯﯾﺎﺗﻪ ﺍړﯾﻨﻪ ﺩﻩ ﭼﻲ ﻫﺮﻩ )ﯼ ( ﭘﺮ ﺧﭙﻞ
ځﺎﯼ ﻭ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﺷﻲ ،ﭼﻲ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺗﺮﺗﯿﺐ ﺑﻪ
ﺩ ﻣﻀﻤﻮﻥ ﺍﺭﺯښﺖ ﻻ ﺯﯾﺎﺕ ﻟﻮړ ﺷﻲ .
ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﮐﻲ ﭘﻨځﻪ ﯾﯥ ګﺎﻧﻲ ﺷﺘﻮﻥ ﻟﺮﻱ
ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﺩﺍﺩﻱ:
ﯼ ، ﻱ ، ﯤ ، ۍ ، ﺉ
ﻟﻤړﯼ ﺑﯥ ټﮑﻮ ) ﯼ ( :
ﺩ ﻧﺎﺭﯾﻨﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ،ﭘﻪ ﺻﻔﺘﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﮐﺎﺭ
ﮐﻮﻟﻮ )ﻓﻌﻞ ( ﮐﻲ ﭘﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺁﻭﺍﺯﮐﺎﺭﻭﻝ
ﮐﯿږﻱ ﻟﮑﻪ :
ﺳړﯼ ، ﺳﻮټﯽ ، ﺩﺑﻠﯽ ، ﻣﻨګﯽ ،
ګﻼﻟﯽ ،ﺑﭽﯽ ، ﺯﻣﺮﯼ ،ﻟﻮﯼ ، ﻧﺮﯼ ،
ﻻﻟﯽ ،ﺧټﮑﯽ ،
ﮐﺎﺑﻠﯽ ،ﮐﻨﺪﻫﺎﺭﯼ ،ﻫﺮﺍﺗﯽ ، ﻣﺰﺍﺭﯼ ﺍﻭ
ﺩﺍﺳﯽ ﻧﻮﺭ ....
ﺩﻭﻫﻢ څﻨګ ﭘﺮ څﻨګ ټﮑﻲ ﻟﺮﻭﻧﮑﯥ ) ﻱ ( :
ﭘﻪ ﺻﻔﺘﻮﻧﻮ ، ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻟﻮ )ﻓﻌﻞ ( ﺍﻭ ﻧﺎﺭﯾﻨﻪ
ﺟﻤﻌﻲ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﮐﻲ ﭘﻪ ﮐښﺘﻪ ﺁﻭﺍﺯﮐﺎﺭﻭﻝ
ﮐﯿږﻱ ﻟﮑﻪ :
ﺳړﻱ ، ﺳﻮټﻲ ، ﻣﻨګﻲ ،ﻧﺮﻱ ،
ﺧټﮑﻲ ،ﺗﻠﻠﻲ ﺩﻱ ، ﺭﺍﺑﻪ ﺳﻲ ، ﺭﺍځﻲ ،
ځﻲ ، ﺧﻮﺭﻱ ، ﭼﯿښﻲ ، ﮐﺎﻟﻲ ، ﺧﭙﻠﻮﻱ ،
ﺩﻭﺳﺘﻲ ﺍﻭ ﺩﺍﺳﯽ ﻧﻮﺭ ...
ﺩﺭﯾﻢ ﺳﺮ ﭘﺮ ﺳﺮ ټﮑﻲ ﻟﺮﻭﻧﮑﯥ ) ﯤ ( :
ﭘﻪ ښځﯿﻨﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺻﻔﺘﻮﻧﻮ ﮐﻲ ﭘﻪ ﺍﻭږﺩ
ﺍﻭ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺁﻭﺍﺯ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﮐﯿږﻱ ﻟﮑﻪ :
ﺷﻠﻮﻣﺒﯥ ، ﭘټﺎټﯥ ، ﭘﺴﺘﯥ، ﺍﺩﯤ ، ﻣﺴﺘﯥ ،
ﺷﯿﺪﯤ ، ﻟﻨﺪﯤ، ﺧﻮﺭﯤ ، ځﯥ ، ﺭﺍځﯥ ،
ﺧﻮږﯤ، ﻭ ﻻړﯤ ، ، ﮐږﯤ ، ﺯﯾږﯤ ،
ﻭﺭﺳﺘﯥ ، ﺍﻭ ﺩﺍﺳﯽ ﻧﻮﺭ ...
څﻠﻮﺭﻡ ﻟﮑۍ ﻟﺮﻭﻧﮑﯥ ) ۍ ( :
ﭘﻪ ښځﯿﻨﻪ )ﻣﻮﻧﺚ ( ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﮐﻲ ﭘﻪ ﻟږ ﺍﻭﺯﺩ
ﺁﻭﺍﺯ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﮐﯿږﻱ ﻟﮑﻪ :
ﻫګۍ ، ﺑګۍ ، ډﻭډۍ ﮐﺎﺑﻠۍ، ، ﻧﺠﻠۍ ،
ﺳﭙﻮږﻣۍ ،ﻫﯿﻠۍ ، ګﻼﻟۍ، ﻣﺰﺍﺭۍ ، ﻧﺘﮑۍ ،
ﺟﻠﺒۍ ، ﺧﻮﺍﺭﮐۍ ، ﺧﻮﺭﮐۍ ،ﮐﻨﺪﻫﺎﺭۍ ،
ﻫﺮﺍﺗۍ ﺍﻭ ﺩﺍﺳﻲ ﻧﻮﺭ ...
ﭘﻨځﻢ ﻫﻤﺰﻩ ﻟﺮﻭﻧﮑﯥ ) ﺉ ( :
ﭘﻪ ﺟﻤﻊ ﻓﻌﻠﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﻧﺎﺭﯾﻨﻪ ﮐﺎﺭﻭﮐﻮﻧﮑﻲ
ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﮐﻲ ﮐﺎﺭﻭﻝ ﮐﯿږﻱ ﻟﮑﻪ :
ښﻮﻭﻧﮑﺊ ، ځﻐﺴﺘﻮﻧﮑﺊ ، ﺭﺍ ﺗﻠﻮﻧﮑﺊ ،
ﺧﻮړﻭﻧﮑﺊ ، ﮊړﯾﺪﻭﻧﮑﺊ ، ﺍﻭ ﺭﻭﻧﮑﺊ ،
ګﻮﺭﺉ ،ﺍﻭﺭﺉ ، ځﺊ ، ﺭﺍځﺊ ، ﺣﺴﺎﺏ ﻭﺭ
ﮐﻮﺉ ، ﺣﺴﺎﺏ ﺍﺧﻠﺊ ، ﺣﺴﺎﺏ
ﻣﻨﺊ ،ﮐښﯧﻨﺴﺘﺊ ، ﻭﻻړﺉ ، ﺭﺍﻏﺊ ﺍﻭ
ﺩﺍﺳﯽ ﻧﻮﺭ ...
--------------
ﺍﻣﺮﯾﻪ ) ﺉ ( ﻟﮑﻪ: ﺭﺍﺳﺊ ، ﻭﻻړ ﺳﺊ !
ﮐښﻴﻨﺊ !.

۱۳۹۳ اسد ۱۳, دوشنبه

دکوچنی اختر په مناسبت د مجاهد پیغام

ﺩﻧﯿﮑﻤﺮﻏﻪ ﮐﻮﭼﻨﻲ ﺍﺧﺘﺮ ﺩ ﺭﺍﺭﺳﯿﺪﻭﭘﻪ
ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﺩ ﻣﺠﺎﻫﺪ "ﻣﺤﻤﺪﺧﯧﻞ ﺩ
ﺍﺧﺘﺮﯾﺰﯤ ﻣﺒﺎﺭﮐۍ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ
ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺍﻟﺮﺣﯿﻢ ﺍﻟﺤﻤﺪﻟﻠﻪ ﺭﺏ ﺍﻟﻌﻠﻤﯿﻦ،
ﻧﺎﺻﺮ ﺍﻟﻤﺠﺎﻫﺪﯾﻦ ﻭﻣﺬﻝ ﺍﻟﺠﺒﺎﺑﺮﺓ
ﻭﺍﻟﻤﺘﻜﺒﺮﻳﻦ, ﻭﺍﻟﺼﻼﺓ ﻭﺍﻟﺴﻼﻡ ﻋﻠﻰ
ﺇﻣﺎﻡ ﺍﻟﻐﺮ ﺍﻟﻤﺤﺠﻠﻴﻦ ﺳﻴﺪﻧﺎ ﻭﻧﺒﻴﻨﺎ ﻣﺤﻤﺪ
ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭ ﻋﻠﯽ ﺁﻟﻪ
ﻭﺍﺻﺤﺎﺑﻪ ﺃﺟﻤﻌﯿﻦ ﻗﺎﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﺒﺎﺭﮎ
ﻭﺗﻌﺎﻟﯽ: ( ﺇِﻥَّ ﺍﻟﻠَّﻪَ ﻣَﻊَ ﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﺍﺗَّﻘَﻮْﺍ ﻭَﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ
ﻫُﻢْ ﻣُﺤْﺴِﻨُﻮﻥ ) ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻨﺤﻞ ﺁﯾﺔ۱۲۸ ﻭ
ﻋﻦ ﻣﻌﺎﺫ ﺍﺑﻦ ﺟﺒﻞ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻗﺎﻝ
ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ :
ﺭﺃﺱ ﺍﻷﻣﺮ ﺍﻹﺳﻼﻡُ، ﻭﻋَﻤُﻮﺩﻩ ﺍﻟﺼﻼﺓُ،
ﻭﺫِﺭﻭﺓ ﺳَﻨَﺎﻣﻪ ﺍﻟﺠﻬﺎﺩ . ﺭﻭﺍﻩ ﺍﻟﺘﺮﻣﺬﻱ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻭﺭﻭڼﻮ! ﺍﻭ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﻭﻟﺴﻪ!
ﺍﻟﺴﻼﻡ ﻋﻠﯿﮑﻢ ﻭﺭﺣﻤﺔ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺑﺮﮐﺎﺗﻪ
ﺩﻧﯿﮑﻤﺮﻏﻪ ﮐﻮﭼﻨﻲ ﺍﺧﺘﺮ ﺩ ﺭﺍﺭﺳﯧﺪﻭ ﭘﻪ
ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﺗﺎﺳﻮ ټﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﻮښﯿﻮﺍﻭ
ﺑﺮﮐﺘﻮﻧﻮ ﺩﺩﯤ ډﮐﯥ ﻭﺭځﯥ ﻣﺒﺎﺭﮐﻲ ﻭﺍﯾﻢ!
ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻣﻮ ﺩ ﺭﻣﻀﺎﻥ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ
ﺻﯿﺎﻡ، ﻗﯿﺎﻡ ، ﺻﺪﻗﺎﺕ،ﺩﻋﺎګﺎﻧﯥ، ﺟﻬﺎﺩ ﺍﻭ
ټﻮﻝ ﻧﯿﮏ ﺍﻋﻤﺎﻝ ﻗﺒﻮﻝ ﮐړﻩ!. ډﯦﺮ ﺩ
ﺷﮑﺮ ځﺎﯼ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺝ ﺗﺮ ﺩﯤ ﺭﻣﻀﺎﻧﻪ
ﺭﺍ ﻭﺭﺳﻮﻟﻮ،ﺯﻩ ﻏﻮﺍړﻡ ﺧﭙﻞ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﭘﻪ
ډﯦﺮﻭ ﻟﻨډﻭ ټﮑﻮ ﮐﯥ ﺭﺍﻭﻧﻐﺎړﻡ. ﺯﻣﺎ ﺩﻗﺪﺭ
ﻭړ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻭﺭﻭڼﻮ،ﺧﻮﯾﻨﺪﻭ،ځﻮﺍﻧﺎﻧﻮ،ﺍﻭ
ﺳﭙﯿﻦ ګﯿﺮﻭ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ څﺨﻪ ﺩﺭﺗﻪ
ﻟﻮﻣړﯼ ﺩﺧﭙﻞ ځﺎﻥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺑﯿﺎ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺩﺩﯤ
ﻣﺒﺎﺭﮐﯥ ﺭﻭﮊﯤ ﭘﺨﺎﻃﺮ ﺩﻣﻐﻔﺮﺕ ﺩﻋﺎ
ﮐﻮﻡ. ﻟﮑﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺭﻭﮊﯤ ﻣﺒﺎﺭﮐﻪ
ﻣﯿﺎﺷﺖ ﺩ ﻧﻔﺲ ﺩ ﺳﯿڅﻠﺘﯿﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ
ﺭﻭﺯﻧﯥ ﯾﻮﻩ ښﻪ ﻻﺭﻩ ﺩﻩ ﻧﻮ ﺍﻟﻠﻪ )ﺝ ( ﺩﯤ
ﻭﮐړﯼ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﻭﺭځﻮ ﮐﯥ ﻫﻢ ﺩ
ﺭﻭﮊﯤ ﭘﻪ څﯿﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﻋﺒﺎﺩﺍﺗﻮ،ﺍﺧﻼﻗﯿﺎﺗﻮ،ﺍﻭ
ﻧﻮﺭﻭ ﻏﻮﺭﻩ ﺍﻋﻤﺎﻟﻮ ﺗﻪ ﺩﻭﺍﻡ ﻭﺭﮐړﺉ. ﺯﻣﺎ
ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺩﺍ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﺩﯼ ﭼﯥ:
ﮊﻭﻧﺪ ﺩﺍﺧﺮﺕ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾﻮ ﮐښﺖ ﺩﯼ ﻧﻮ ﺑﺎﯾﺪ
ﭼﯥ ﺩﺍ ﻣﺤﺪﻭﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻪ ﻋﺒﺴﯿﺎﺗﻮ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ
ﺑﯧﻬﻮﺩﻩ ﮐﺎﺭﻭﻧﻮ ﺗﯧﺮ ﻧﮑړﻭ، ﺍﻭ ﺩﮊﻭﻧﺪ ﯾﻮﻩ
ﺩﻗﯿﻘﻪ ﻫﻢ ﺑﯥ ﺍﺭﺯښﺘﻪ ﺗﺼﻮﺭ
ﻧﮑړﻭ،ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻥ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ
ﻫﺪﻑ ﻭﭘﯧﮋﻧﺊ ﻟﮑﻪ ﺧﺪﺍﯼ )ﺝ ( ﭘﺨﭙﻞ
ﮐﻼﻡ ﭘﺎﮎ ﮐﯥ ﻓﺮﻣﺎﯾﻠﯽ ﭼﯥ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﯾﯥ
ﺩﺍﺳﯥ ﺩﻩ )ﻣﺎ ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻥ ﺍﻭ ﭘﯧﺮﯾﺎﻥ ﻧﺪﯼ ﭘﯿﺪﺍ
ﮐړﯼ ﻣګﺮ ﺩ ﻋﺒﺎﺩﺕ ﻟﭙﺎﺭﻩ ( ;ځﯿﻨﯥ ﺧﻠﮏ
ﻭﺍﯾﯽ ﭼﯥ ﻭﺧﺖ ﺳﺮﻩ ﺯﺭ ﺩﯼ ﺧﻮ ﺯﻩ ﯾﯥ
ﺗﺮ ﺩﯤ ﺯﯾﺎﺕ ﻗﯿﻤﺘﯽ ﺑﻮﻟﻢ ځﮑﻪ ﺳﺮﻩ ﺯﺭ
ﭘﻪ ﭘﯿﺴﻮ ﺣﺎﺻﻠﯿږﯼ،ﻣګﺮ ﯾﻮﻩ ﺛﺎﻧﯿﻪ ﻋﻤﺮ
ﭼﯥ ﺗﯧﺮ ﺷﯽ ﺑﯿﺎ ﻧﻪ ﺭﺍګﺮځﯽ، ﮊﻭﻧﺪ ﺩ
ﺧﺪﺍﯼ )ﺝ ( ﺳﺘﺮ ﻧﻌﻤﺖ ﺩﯼ ﭼﯥ ﻣﻮږ ﺍﻭ
ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺭﺍ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐړﯼ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻣﻮږ
څﺨﻪ ﺩﺩﯤ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﮐﯧږﯼ. ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ
ﻭﺭﻭﻧﻮ ﺭﺍځﺊ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﻨځ ﮐﯥ ﻣﺘﺤﺪ
ﺷﻮ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺑﺪ ﻧﯿﺘۍ ﺍﻭ ﮐﺮﮐﯥ څﺨﻪ ځﺎﻥ
ﻭﺳﺎﺗﻮ ﺍﻭ ﭘﺮﯤ ﻧږﺩﻭ ﭼﯥ ﺩﺍﺳﻼﻡ ﺍﻭ ﺑﺸﺮ
ﺩښﻤﻨﺎﻥ ﺯﻣﻮږ ﻟﻪ ﺑﯥ ﺍﺗﻔﺎﻗۍ ګټﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ
ﮐړﯼ ﺍﻭ ﺯﻣﻮږ ﻭﺍﮐﺪﺍﺭﺍﻥ ﺷﯽ;ﺍﺳﻼﻡ
ﻣﻮږ ﺗﻪ ﺩﺍ ﺭﺍښﺎﯾﯽ ﭼﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻥ ﺩﺍﺳﯥ
ﺩﯼ ﻟﮑﻪ ﯾﻮ ﺑﺪﻥ ﺩ ﺑﺪﻥ ﭼﯥ ﯾﻮ ﻏړﯼ
ﻧﺎﺭﺍﻡ ﻭﯼ ﻧﻮ ټﻮﻝ ﺑﺪﻥ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻧﺎﺭﺍﻡ
ﻭﯼ ; ﮐﻪ ﻣﻮږ ﺍﻭ ﺗﺎﺳﻮ ﻭګﻮﺭﻭ ﺯﯾﺎﺗﺮﻩ
ﺍﺳﻼﻣﯽ ﻫﯧﻮﺍﺩﻭﻧﻪ ﺗﺶ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﺩ ﺍﺯﺍﺩۍ
ﺟﺸﻨﻮﻧﻪ ﮐﻮﯼ ﺣﺎﻝ ﺩﺍﭼﯥ ﻫﻐﻮﯼ ﭘﺨﭙﻞ
ﻣﻠﮏ ﮐﯥ ﯾﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺗﻪ ﻓﻨﺎ ﻫﻢ ﻧﺸﯽ
ﻭﺭﮐﻮﻟﯽ. ﺯﻩ ﺩ ﺍﺳﺮﺍﺋﯿﻠﻮ ﻟﺨﻮﺍ ﭘﻪ ﻏﺰﯤ
ﺗﺮﺍړﻩ ﻭﺭﻭﺳﺘﯽ ﻭﺣﺸﯿﺎﻧﻪ ﯾﺮﻏﻞ ﭘﻪ ﮐﻠﮑﻮ
ټﮑﻮ ﻏﻨﺪﻡ ﺩټﻮﻟﯥ ﻧړۍ ﭘﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻏږ
ﮐﻮﻡ ﭼﯥ ﺩﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﮐﯥ ﭘﻪ ﮐﻠﮑﻪ
ﻭﺩﺭﯦږﯼ، ځﮑﻪ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺑﯿﺖ ﺍﻟﻤﻘﺪﺱ
څﺨﻪ ﺩﻓﺎﻉ ﻟﻪ ﺍﺳﻼﻡ څﺨﻪ ﺩﻓﺎﻉ ﺩﻩ. ﻟﻪ
ټﻮﻟﻮ ﻭﺭﻭڼﻮ ﻏﻮﺍړﻡ ﭼﯥ ﺩ ﻫﺮ ډﻭﻝ
ﻧﻈﺎﻣﯽ ﺍﻭ ﮐﻠﺘﻮﺭﯼ ﯾﺮﻏﻞ څﺨﻪ ﺑﺎﺧﺒﺮﻩ
ﺍﻭﺳﺊ ﺍﻭ ﺩﺩﺍﺳﯥ ﯾﺮﻏﻞ ﺍﻭ ﺍﺷﻐﺎﻝ ﭘﺮ
ﺿﺪ ﺩﻣﺒﺎﺭﺯﯤ ﺍﻭﺍﺯ ﺍﻭﭼﺖ ﮐړﺉ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻟږ
ﺗﺮ ﻟږﻩ ﺩ ﻣﺒﺎﺭﺯﯾﻨﻮ ﻣﻼﺗړ ﺷﺊ. ﺍﻟﻠﻪ )ﺝ (
ﺩﯤ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻭﻟﺲ ﭼﯥ ﺩ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﭘﻪ
ﺩﯤ ﭘړﺍﻭ ﮐﯥ ﻟﻪ ډﯦﺮﻭ ﺳﺨﺘﻮ ﻧﺎﺧﻮﺍﻟﻮ
ﺳﺮﻩ ﻣﺦ ﺩﯼ، ﻧﻮﺭ ﻟﺪﯤ ﺣﺎﻟﺖ څﺨﻪ ﮊﺭ ﺗﺮ
ﮊﺭﻩ ﺭﺍﻭﺑﺎﺳﺊ ﺍﻭ ﺍﻟﻠﻪ )ﺝ ( ﺩﯤ ﺩﺍﺳﯥ ﯾﻮ
ﻣﺴﺘﻘﻞ ﻧﻈﺎﻡ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐړﺉ ﭼﯥ ﺯﻣﻮږ ﺩ
ﻣﻘﺪﺱ ﺩﯾﻦ، ﺧﻠﮑﻮ، ﺍﻭ ګﺮﺍﻥ ﻫﯧﻮﺍﺩ
ګټﯥ ﭘﮑﯥ ﭘﻪ ﺑﺸﭙړﻩ ﺗﻮګﻪ ﺧﻮﻧﺪﯼ ﻭﯼ.
ﻟﮑﻪ څﺮﻧګﻪ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺿﻌﯿﻒ ﻫﺴﺖ
ﮐړﯼ ﺷﻮﯼ ﻧﻮ ﻓﻠﻬﺬﺍ ﮐﻪ ﭘﺪﯤ ﻟﯿﮑﻨﻪ ﮐﯥ
څﻪ ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎ ﻭﯼ ﻧﻮ ﺑښﻨﻪ ﻏﻮﺍړﻡ،ﭘﻪ ﭘﺎﯼ
ﮐﯥ ﺑﯿﺎﻫﻢ ټﻮﻟﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻭﺭﻭڼﻮ ﺗﻪ ﺩ
ﻧﯧﮑﻤﺮﻏﻪ ﺍﺧﺘﺮ ﻣﺒﺎﺭﮐﯽ ﻭﺍﯾﻢ،ﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻪ
ﭼﺎﺭﻭ ﮐﯥ ﻣﻮ ﻣﺆﻓﻖ ﺍﻭﺳﺊ ﻭﺳﻼﻡ-
ﺑﺎﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﺳﺘﺎﺳﯽ ﻭﺭﻭﺭ ﻣﺠﺎﻫﺪ
ﻣﺤﻤﺪﺧﯧﻞ ﺩ ۱۴۳۵ ﻫﺠﺮﯼ ﻗﻤﺮﯼ ﮐﺎﻝ
ﺩ ﺭﻣﻀﺎﻥ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﮎ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯽ ۲۸ ﺍﻭ ﺩ
۱۳۹۳ ﻩ.ﺵ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺍﺳﺪ ۴ ﻭﺭځ

۱۳۹۳ سرطان ۲۶, پنجشنبه

مدیریت (‏Management‏) دوهمه برخه:

۱۴-د قانون عمومی پیژندنه:
هغه حکمونه او مقررات چې د دولت او ملی شورا د مجلس لخوا د انتظاماتو د ساتنې او د ټولنیزو چارو د ادارې لپاره وضع کېږی.
‏¤جنسونه:
دمالونو مختلفو ډولونو ته وایی.
‏¤قرار داد:
له هغه لیکلی موافقت نامې څخه عبارت ده چې ددوو یا څو اشخاصو،ادارو او هیوادونو ترمنځ صورت نیسی چې د طرفینو د تخطی په صورت کې موضوع محکمې ته وړاندې کولای شی.
‏¤ګدام (‏Stock‏):
هغه محل ده چې پکې د یوې ادارې د دارایی ځینې جنسونه د اداره چی لخوا ساتل کېږی.
‏¤سولیدنه(استهلاك) ‏Consumption‏ :
د وخت په تېریدو د ثابتې دارایی له اصلی قیمت څخه څو فیصده کموالی ته وایی.
‏¤ بل (‏Voucher‏):
هغه لیکلی سند ته وایی چې دخرڅوونکی له لوری اخیستونکی ته ورکول کیږی.
‏¤داوطلب (‏Candidate‏):
په شرایطو برابر هغه کس ته وایی چې د خدمت وړاندې کولو په منظور په پروسه کې اشتراک کوی.
‏¤شرط پاڼه:
د مناقصې د پروسې سند دی چې په کې د جنسونو د تهیه کولو طرز،ساختمانی چارې او د افر شرطونه توصیح کېږی.
‏¤افر:
هغه نرخ ورکوونو ته وایی چې د داوطلب لخوا د جنسونو د تهیې د غوښتنې پر بنا لیکل کېږی.
‏¤اسعار:
د یو هېواد پولی واحد ته اسعار وایی.
‏¤مکتوب:
د اړیکو وسیلې او رسمی لیکل شوی سند وایی چې د وزارتونو،اداراتو او موسساتو ترمنځ د پام وړ کړنو پر بنا لیکل کېږی.
او لاندې برخې باید ولری:
‏>د شروع برخه (مبدا):عنوانونه او مراجع څرګندوی.
‏>منځنۍ برخه (وسط):مطلبونه بیانوی.
‏>دپای برخه (اختمام):
د کړنو تر وداعیی پورې اړه لری.

‏ دمکتوب مشخصات:
‏>مرجع یی باید څرګنده وی.
‏>مکتوب باید د تاریخ لرونکی وی.
‏>باید د صادرې او رسیداتو د شمیرې لرونکی وی
‏>باید په لنډو ټکو او خلص لیکل شوی وی.
‏>باید د مربوطه آمر لخوا لاسلیک شوی وی
‏>باید اصل او کاپی یې څرګند وی.
‏¤پوښتنه (استعلام):
هغه رسمی لیکل شوی سند ته وایی چې د معلوماتو راوړنې لپاره د ادارې لخوا د ځان سره د برابری ادارې او له ځان څخه ټیټې ادارې ته راجع کېږی.
‏¤وړاندیز (پیشنهاد):
هغه لیکل شوی رسمی سند ته وایی چې د غوښتنې او لوازمو د منظوری لپاره د ټیټې ادارې لخوا لوړې ادارې ته راجع کېږی.
‏¤درخواستی:
هغې ورقې ته وایی چې د خاصې غوښتنې لپاره دیو شخص لخوا یوې معلومې مرجع ته وړاندې کېږی.
‏¤وارده:
هر هغه مکتوب چې له بیرونی ادارې څخه مواصلت مومی د واردې پنوم یادیږی.
د واردې په پاڼه کې دمکتوب شمیره،تاریخ او د مواصلت تاریخ او مرجع لیکل کېږی او د خلاصې په ستون کې یې د مکتوب خلاصه لیکل کېږی.
‏¤صادره:
هر هغه مکتوب چې د ادارې دمدیر یا مامور لخوا ترتیب کېږی د صادرې پنوم یادیږی.
دصادرې د کتاب شمیره پکې لیکل کېږی او د مرسل په ستون کې د شعبې نوم او د مرسل الیه په ستون کې د تسلیمیدونکې ادارې نوم لیکل کېږی او د خلاصې په ستون کې دمکتوب خلاصه لیكو.
‏¤د رسیداتو کتاب:
د ادارو ترمنځ د تسلیمی هغه رسمی سند ته وایی چې پکې مکتوبونه له یوې مرجع څخه صادر او بلې مرجع ته تسلیمیږی.
‏¤د حاضری کتاب:
هغه سند ته وایی چې د کارمندانو موجودیت دکار په تعین شوو وختونو ثابتوی.
‏¤ګزارش:
په یوه اداره کې د یو مامور د کار کړنو ارایه کول دی.
ګزارش کې باید (۵) ټکی په نظرکې ولرو:
‏>قلم خور باید نه وی
‏>په واقعیتونو ولاړ وی.
‏>خلاوې او نقصانه پکې څرګندشی.
‏>د نقص د رفع کولو لپاره پکې وړاندیز وشی.
‏>تاریخ ولری او په پای کې امضاء ولړی.
‏¤راپور:
داجراءتو دمعلوماتو د تنظیم او برابرولو څخه عبارت ده.
نوټ:په راپور کې هم باید دګزارش په څیر پورته ټکی په نظر کې ونیول شی.
‏۱۵-دنده:
د مسؤلیتونو مختصرې شرحې ته وایی چې یو شخص ته ورسپارل کېږی.
‏¤صلاحیت:
د ادارې د هدف په لاسته راوړلو کې دکولو حق او په نورو د کولو حق ته صلاحیت وایی.
‏¤مسؤلیت:
دنافذو قوانینو په رعایت کولو سره د ادارې د هدف تطبیق ته وایی.
‏¤میتود:
هدف ته د رسیدلو طریقې ته وایی.
‏¤غونډه(جلسه):
له هغې ټولېدنې څخه عبارت دی چې پکې ټاکلو هدفونو ته د رسیدو لپاره د معلوماتو تبادله،همغږی منځ ته راوړل،مباحثات او تصمیم نیول وشی.
‏¤کنفرانس:
هغه ټولېدنه ده چې یو شخص یا څو اشخاصو د صلاحیت په لرلو د یو موضوع په اړه معلومات ورکړی او د اشتراك کوونکو سوالونو ته بکې ځوابونه ورکړی.
‏¤سیمنار:
هغه ټولېدنه ده چې پکې اشتراک کوونکو ته په هغه موضوع کې چې هغوی پکې مخکې تحقیق کړی وی نور عملی معلومات ورکړل شی.
‏¤ورکشاپ:
هغه ټولېدنه ده چې پکې اشتراک کوونکی په ګروپونو ویشل کېږی،د یو موضوع په اړه ګروپی کار کوی او خپل نظرونه وړاندې کوی.
‏¤ګردی مېز:
هغه ټولېدنه ده چې د قضایاوو د روښانولو لپاره ترسره شی.
‏¤پایلې:
د فعالیتونو مستقیمو لاسته راوړنو ته وایی.
‏¤فعالیت:
د سپارل شوی دندې سرته رسولو ته وایی.
‏¤انسجام:
د یوې ادارې د مواظفینو مساوی ونډې اخیستنې او په دندو کې همغږی ته وایی.
‏¤مظاهره:
هغه ټولېدنه ده چې پکې زیات خلك د یو مشترك هدف دترلاسه کولو په خاطر راټولېږی.
دمظاهری اصول:
‏*د حکومت اجرائیه قوه باید په جریان کې وی چې امنیت ونیسی.
‏*د مظاهرې هدف باید څرګند وی،د ملک او دین له اصولو سره خلاف نه وی.
‏*د مظاهرې د پیل او پای ځایونه باید اشتراک کوونکو ته څرګند شی.
‏*ټول اشتراک کوونکی باید تریو شعار لاندې خپله مشروع غوښتنه وکړی.
‏*ملی او شخصی شتمنیو ته باید زیان و نه رسوی او نور...
‏¤انتقال(‏Transfer‏):
که یو کارمند له یوې ادارې څخه بلې ادارې ته دمساوی مسؤلیتونو اشغال وكړی دې ته انتقال وایی.
‏¤انفصال
(‏Separated‏):
د یو شخص د استخدام(ګمارل) رابطه له ادارې سره که هغه موقتی وی یا دایمی انفصال بلل کېږی.
‏¤استعفاء (‏Resignation‏):
د یو شخص د استخدام رابطه له ادارې سره پرېکول دی،هغه چې دده په غوښتنه وی او ادارې ته د قبول وړ وی.
‏¤اخراج(‏Discharge‏):د یو شخص د استخدام رابطه د ادارې لخوا پرېکول دی چې اداره یې د پرېکولو صلاحیت پخپله لری.
‏¤خدمت پرېښودل(‏Lay Form Service‏):
د یو شخص د استخدام رابطه پرېکول له ادارې سره دی چې د ادارې رضایت وی.
‏¤تقاعد(ناستی)(‏Retirement‏):
د یو شخص رابطه ثابت پست سره ده چې د خپلو حقوقو د حاصلولو او نیم معاش په اخستلو سره وی.
‏۱۶-دولت:
یو جغرافیایی واحد او سیاسی سازمان دی چې د لاندې ټكو لرونکی وی.
‏*نفوس
‏*قلمرو (سرزمین)
‏*حاکمیت.
‏¤حاکمیت:
د مستقل دولت ازادی لرونکی قدرت چې خارجی اړیکې او داخلی چارې د خپل ضرورت په اساس تنظیم کړی.
‏¤حکومت:
دهیواد سیاسی تشکیل ته وایی او له لاندی قواوو متشکل ده:
‏>مقننه قوه:دیو هېواد د سیاسی بنسټ یوه قوه ده او لاندې صلاحیتونه لری
‏*تصویب
‏*تعدیل
‏*د قانونو او تنقینی فرمانونو لغوه
‏*د پرمختیایی،ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی پروګرامونو تصویب
‏*دمملکت دبودیجې تصویب او نور...
‏>قضایه قوه:
هغه قوه ده چې د قانون او مقررې پر اساس اختلافونه چې د خلکو،قومونو،دولت سازمانونو او نورو ترمنځ پیدا کېږی رسیدنه کوی او پخپل حكم ورته خاتمه ورکوی.
‏>اجرائیه قوه:
د هېواد هغه قوه ده چې د مقننې قوې قانونو او تصمیمو،دملك دچارو اداره او د داخلی او خارجی سیاست اجرا په غاړه لری.
د درې واړو قوو په راس کې جمهور رئیس قرار لری.
‏¤وزارت:
د اداراتو مجموعې ته چې عمومی خدمت د عملی کېدو لپاره د یوه وزیر پر سرپرستۍ لاندې هلې ځلې کوی وزارت وایی.
‏¤ریاست:
دوزارت څخه کوچنی مدیریت دی چې له ځانه ټیټې نورې برخې او مدیریتونه رهبری کوی.
‏¤مدیریت:
د ریاست په چوکاټ کې یو مشخص ګروپ ته وایی.
‏¤ملت:
خلکو د ژبې،سر زمین،ژوندانه، فرهنګی او تاریخی اشتراک لړۍ ته ملت وایی.
‏¤قانون:
په لغات کې میزان،ترازو،مقیاس او خطکش ته وایی او د ټولنې مجموعه ده چې د ټولنې د نظم د جوړولو لپاره د حاکمه هئیت لخوا وضع کېږی او پلی کول یې د ضرورت په وخت کې په خلکو باندې اجباری دی.
په دوه برخو ویشل شوی.
‏>اساسی قانون:
د لارښوونو مجموعه ده چې د حکومت د اختیاراتو او حقوقو څرنګوالی او د هغه په رڼا کې د خلكو دندې ټاکی او دغه مجموعه د خلکو د استازو لویې جرګې لخوا تصویبیږی.
‏¤جمهور رئیس:
په دیموکراسی نظام کې د خلکو د رایو پواسطه د یو هېواد ټاکل شوی سیاسی واکمن ته وایی.
‏¤وزیر:
هغه شخص ده چې د یو وزارت مشری په غاړه لری.
‏¤فرمان:
د رئیس جمهور ځانګړی امر دی چې د یو خاص هدف لپاره یی صادروی.
‏۱۷-منیجر(مشر):
هغه کس دی چې د نورو پواسطه د کار د سرته رسولو مهارت ولری.
‏¤د منجمټ اساسات:
هنری فائیل پنوم فرانسوی عالم (۱۴) ښودلی چې په لاندې ډول دی:
‏*دکار تخصص (‏Division of work‏)
کار باید اهل کار ته وسپارل شی.
‏*صلاحیت او مسؤلیت: دواړه باید سره مساوی وی.
‏*نظم او دسپلین:د هغو مقرراتو غوښته کوی چې پواسطه یی دموسسی د غړو ترمنځ د متقابل احترام فضا رامنځته شی.
‏*د حکم یووالی:د موسسی کارکوونکی باید حكم دیو خاص او اړوند مشر څخه ترلاسه کړی.
‏*د طرف یووالی:هر کار کوونکې ګروپ چې یوشان هدف لری باید یو مشر او یو پلان ولری.
‏*د موسسی ګټو ته د ځان په ګټو برتری ورکول:عامه ګټې د شخصې ګټو لوړې وګڼل شی.
‏*تنخوا یا دکار اجوره:دا باید د کارمندانو د ضرورتو جوابګوی وی او دمالی او غیرمالی ګټو لرونکی وی.
‏*مرکزیت:موسسه کې باید یوه مرکزی نقطه وی چې ټولو څانګو ته لازم هدایات ورکړی.
‏*منظموالی: موسسه باید خپل توکی او کارمندان د حق اولیت په اساس منظم کړی.
‏*انصاف:اداره باید خپل لاس لاندې کارمندانوسره مینی او عدل سره چلند وکړی.
‏*ټینګتیا یا ثبات:کارمندان باید د زیات وخت لپاره موسسه کې پاتی شی.
‏*دلومړیتوب قابلیت:هغه قابلیت دی چې یو څوک له نورو لمړی دیوی پیښې په اړه فکر کولی شی.
‏*کارمندانو ته ګروپی روحیه ورکړل شی.
‏*۱۴-دموسسې ټول غړی باید دیو غوره ټیم پشکل کاروکړی.
‏¤د منجمنټ مهارتونه:مهارت هغه قابلیت ته وایی چې پرمختیا رامنځته کولی شی.او په لاندې ډول دی:
‏>مفهومی مهارت
‏>انسانی مهارت
‏>تخنیکی مهارت.
‏¤د منیجر یا مدیر رولونه:
رولونه د خوی اخلاقو او منیجری د صفاتو د مجموعې څخه عبارت دی چې د کارونو په منظم ترسره کولو کې ترې استفاده کیږی.
هنری منتز برګ عالم په درې برخو ویشلی:
‏*د پرسونلو ترمنځ رولونه:دا دیو منیجر وظیفې پورې تړلی او نه بېلېدونکې دی.
چې پدې کې لاندې رولونه شامل دی:
‏>د یو سمبولیک مشر په حیث
‏>د لیډر په حیث
‏>د رابطه ټینګوونکی په حیث.
‏*معلوماتی رول:
دا له ډیرو مهمو رولونو څخه دی چې مدیر نورو ته د معلوماتو د سرچینې پتوګه ورپېژنې.
دا رولونه پكې شامل دی:
‏>څارونکی رول
‏>د معلوماتو خپروونکی
‏>د ویاند رول.
‏*تصمیم نیونې رول:
دا دهغه مېتودونو پورې تړلی ده چې منیجران یی دیوی ستراتیژۍ د طرحه کولو او د منابعو د پکار اچولو په منظور استعمالوی ترڅو خپلو اهدافو ته ورسېږی.
دارولونه دادی:
>د معامله کولو رول
‏>د مزاحمتونو دلرې کولو رول
‏>منابعو ته اختصاص ورکولو رول
‏>د مذاکره کونکی رول.
‏¤دمنیجرانو ډولونه:
‏>‏Autocratic‏: (دکتاتور)غواړی چې د موسسې ټول فعالیتونه پخپله خوښه وڅرخوی.
‏>‏Democratic‏:د مسایلو په اړوند په شریکه توګه دنورو سره تصمیم نیسی.
‏>‏Laissez faire‏(مطلقه آزادی):د موسسې ټول پلانونه او فعالیتونه د افرادو د خوښې مطابق عملی کېږی.
‏‎ ۱‎۸‏-رهبری:
د انسانانو سلوک او روش تر نفوذ لاندې راوستل او خپل مقاصد په عملی توګه پلی کول او هدف ته د رسېدلو څخه عبارت دی.
او د پرنسیپ له نظره لاندې ډولونه لری:
‏* استبدادی نظام رهبری:
‏*دیموکراسی نظام رهبری:
‏*لیزس فیر:
‏¤د مدیریت او رهبرۍ توپیرونه:دادواړه سره نژدې اړیکې لری خو معمولآ
‏>مدیریت د چارو د تنظیم لپاره کارول کېږی او رهبری د افرادو د تنظیم لپاره
‏>مدیریت صرف اداره کې مطره کیدی شی خو رهبری د ادارې د تشکیل د مراتبو بهر هم مطرح کیدی شی
‏>اکثره مدیران رهبران دی ولی اکثره رهبران مدیران ندی
‏>مدیران د رهبرۍ له دندو پرته (‏D.O.D.S.Co.R.B‏)دندې او د هغو کنترول په مخ وړی.
رهبر سازماندهی،خبرو ته دغوږ نیولو تحمل،ښه وینا کول،استدلال او نور صفات لری.
نوټ:د هدف او مقصدفرق پدېکې دی چې هدف کې ټول مطلوب شیان راځی خوکله چې هدف مشخص شی دې ته مقصد وایی یعنی اهداف کل دی ولی مقصد مجمل(جز)ده.

مونوګراف لیکنه وروستۍ برخه

_____________________
¤د سیمینار لپاره د چمتوالی مواد او لارې
‏_____________________
ددې لپاره چې ښه دفاع وکړو، نو لاندې ضروری ټکی باید به نظر کې ونیسو.
‏1-لږ تر لږه د یو بل ټولګیوال یا دکومې بلې څانګې د محصل دسیمنار غونډې ته ورشو او هغه وڅارو،چې څه ډول دی او سیمینار څه ډول مخته وړی؟ له څه ډول پوښتنو سره مخ کېږی شاید نور ګڼ څېزونه هم ورڅخه زده کړو.
‏2-دخپل دغه ملګری چې موږ یې سیمنار ته ورغلی یو،مثبت او منفی ټکی په نظر کې ونیسو چې له موږ نه هغسې پېښ نه شی.
‏3-له خپل لارښود استاد سره مشوره وکړو ، چې دمونوګراف کومې برخې په سیمنار کې راوړو او څه ډول یې شرح کړو؟
4-راکړل شوی وخت چې لنډ او تنګ دی ، څنګه دموضوع لپاره ووېشو،چې پخپل وخت ورڅخه خلاص شو او ژوری پلاوی مو خوله بنده نه کړی.
‏5-مهمې برخې له مونوګراف څخه راوباسو د هر فصل غورچاڼ په یوه پاڼه کې ولیکو او پوره مفهوم ترېنه واخلو چې ورباندې پوه شو.
‏6-امکاناتو ته وګورو،برق،كمپیوټر،پراجکټور لرو کنه؟،سیمنار دپراجکټور له لارې وړاندې کوو،که د چارټونو له لارې؟
‏7-که مو سیمنار په پراجکټور وی; نو سمدلاسه لاس په کار شئ که خپله پوهېږی خپله او که نه پوهېږئ بل داسې کس ته یې ورکړئ،چې په لیک مو سم پوه شی،هغه به تاسی ته په پاور پوینټ کې سلایډونه جوړکړی او ستاسی د خوښې سیمنار به درته ترتیب کړی او د سیمنار په ورځ هم درسره مرستندوی وی که په پیل کې د یو ایت ژباړې یا یو حدیث شریف او یا یوې بلې نیکې خبرې ته ځای ورکړئ درنښت به مو زیات شی،که دموضوع په اړه ځینې تصویرونه هم ولرئ بده به نه وی سیمنار او د پراجكټور صفحه به مو رنګینه وی.
‏8-که دا امکان نلرئ; نو درې لوی چارتونه او قلمونه راواخلئ او په ترتیب سره د سیمنار یادښتونه ورباندې په ښه لیک ولیکئ ،که خپل لیک مو سم نه وی په بل داسې چا ولیکئ چې ښه لیك لری;خو ټول مواد پکې ځای کړئ.
‏9-همدغه چارتونه یو ځل له ځان سره تکرار کړئ،د خپلو ملګرو او ټولګیوالو سره کېنئ چارتونه په دېواله ولګوی او فرض کړئ ،چې سیمنار ورکوی دا چاره به درسره مرسته وکری،چې جرئت مو زیات شی.
‏10-کوښښ وکړئ چې د چارت مواد د ځان تابع کړئ او کله هم د چارتونو مه تابع کېږئ.
‏11-خپلو ملګرو ته مو ووایی،چې د سیمنار مواد مو ستاسی وخت له پیل کېدو څو دقیقې وړاندې ولګوی،تاسی په ادب او احترام سره راشئ ځان ډاډه،ارام او خوښ وښیی، مېلمنوته ښه راغلاست او د استادانو درناوی وکړئ.هڅه وکړئ،چې ټول تالار په نظر کې ونیسئ خپل نظر یواځې یوه خوا مه ساتئ.
‏12-د موضوع د وړاندې کولو پرمهال بورډ،چارټ یا پراجکټور ته مه ګورئ یواځې سرلیکونه اخلئ او تشریح له ځان ورکوی هغه لښته یا خط کش چې په لاس کې مو وی بې ځایه مه خوروئ،ضروری ټکی پری به نښه کوئ او نور یې ځوړند نیسئ.
‏13-چې سیمنار مو ختم کړ،له ټولو څخه مننه وکړئ ځان ډېر خاکساره څرګند کړئ. او د ټولو پوښتنې په ځیر واورئ،ان له هغه سره ورته د معقول ځواب په لټه کې شئ،که فکر ته وخت نه وه، په چارټ ګوتې ووهئ،یو ګیلاس اوبه راواخلئ; خو تېز سوچ وکړئ او د ځواب په لټه کې شئ.
‏14-دغه ټکی که سم مراعت کړئ، نو طبیعی ده چې سیمنار مو مثبت ارزیابی کېږې; نو کله چې ژوری پلاوی ستاسی د ارایې او دفاع په اړه خپل نظر څرګند کړ; نو دلته ستاسې دخوشحالۍ د اظهار ځای دی له ټولو مننه وکړئ او هغه دوستانو ته مو ورشئ، چې د ګلو ګېډۍ په لاس ستاسې په انتظار کوی او ستاسې دفاع پای ته رسېږی.
وسلام.

مونوګراف لیکنه دوهمه برخه

۶-موضوع=دمونوګراف پړاوونه
الف)اداری پړاو:
کله چې محصل پوهنتون کې خپله څلورکلنه دوره پای ته رسوی،باید د فراغت سند د اخیستو لپاره څپله یو څېړنیز اثر ولیکی;نو اول پرې لازم دی چې اړوندې څانګې ته غوښتنلیک ورکړی او یوه رسمی موضوع ورباندې تائید او اړوند احکام واخلی، دلته دا لازمه ده چې له وړاندې نه لده سره یوه ښه موضوع موجوده وی،نو وروسته دې ځان لپاره یو لارښود استاد وټاکی،فکر کوم چې اوس مهال نامزد پوهیالی د چا سره د لارښود په حیث کار نشی کولی.
ځینې وخت لارښود استاد دڅانګې لخوا ټاکل کېږی،او کله بیا محصل له وړاندې ټاکلی او په موضوع یې سره خبرې کړی وی صرف هغه رسمی اداری پړاوونه عملی کوی.
دمونوګرافونو لپاره که څوک موضوع اخلی باید (۳) کاله پرې تېرشوی وی.
ښه به داوی چې اړوندې څانګې ته دغوښتنلیک چې یوه رسمی پاڼه ده، او باید د مونوګراف ترپایه له محصل سره موجوده وی دلته یې یوه بېلګه وړاندې شی:
د غوښتنلیک عنوان نه پس د ورقې پورته چپ اړخ کې دپوهنتون پوره پته لیکل کېږی او نور په لاندې ډول وی
دزراعت پوهنځی محترم ریس صیب!

‏ السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه مجاهد محمدخېل دمحمدآصف زوی دتوسعې څانګې د څلورم ټولګی دآخر سمستر محصل یم،لکه څرنګه چې دلوړو زده کړو د قانون له مخې په هر محصل لازم دی،چې په وروستی کال دخپل لسانس ترلاسه کولو لپاره د لارښود استاد تر نظر لاندې یوه تحقیقی رساله ولیکی،نو زه هم غواړم چې په یوه موضوع باندې کار وکړم او خپل مونوګراف ولیکم هیله ده په دې اړه راسره په قانونی مراحلو کې راسره مرسته وکړئ او لارښود استاد او موضوع راته وټاکئ.
‏ په درنښت
‏ مجاهد محمدخېل
دتوسعې څانګې د څلورم کال محصل

دامو چې کله د پوهنځی رئیس یا سکرتر ته وړادې کړ،هغه به یې امضا او توسعې څانګې ته به مو معرفی کړی،خو که موضوع مو ټاکلې وی نو په غوښتنلیك کې یې لیکلی شو،دڅانګې مشر غوښتنلیك ګوری او د موضوع اړوند استاد ته مو معرفی کوی،استاد به هم موافقه وکړی اوپه غوښتنلیک به مو ټول درې امضاوې دپوهنځې رئیس،دڅانګې امر او دلارښود استاد وشی،بیا ورځو د څانګې منشی ته هغه موضوع دمونوګرافونو په کتاب کې ګوری چې بل چا نه وی اخیستی،نو په پاڼه کې یې راپسې لیکی د درسپارلو نېټه،دپلارنوم،دحاضرۍ شمېره او لاسلیک رانه اخلی او اجازه راکوی چې کار پرې پیل کړو دلته لومړی اداری پړاو پای ته رسی.

ب)علمی او څېړنیز پړاو:
پدې برخه کې ټول کار په محصل او لارښود استاد پورې اړه تړلی ده،خو که کومه ستونزه وی اداره ورته ځواب ویلی شی.
محصل هڅه کوی چې دموضوع اړوند معلوماتې منابع او ماخذونو څخه راټول شوی مطالب له ځان سره وساتی یعنې ځان دموضوع پوره علمی حریص وګڼی،دلارښود په مرسته او سلا بېلابېل متون دڅېړنې داصولو له مخې بشپړه کړی او متن په بیا بیا وګوری.
‏¤دویم اداری پړاو:کله چې دلارښود دنظر نه تېر شی; نو هغه ورباندې یادښت(تقریظ)لیکی
اوپه دې یادښت کې راځی،چې دغه مونو ګراف دڅېړنې له ټولو اصولو سره برابر دی ماخذونه یې علمی او معیاری دی او ددې وړ دی چې ورته د پوهنتون څخه د فراغت مبارکی ویل شوی وی.
اود هڅو او زیارونو ستاینه یې شوې وی،چې یوه ښه تشویقی بڼه لری
دلته به ;نو خپل مونوګراف کمپیوټرایز کوی د استاد نظربه ورسره راوړی او بیابه درې امضاګانې اول د لارښود استاد،څانګې امر اوپه اخر کې دپوهنځی درئس دې راوړی،کله دا لاسلیکونه تر دفاع پورې ځنډول کېږی،ترڅو دفاع کې کامیاب شی نو بیاد مونوګراف نه څلور کاپی چاپېږی دوه څانګی منشی ته سپارل کېږی،چې هغه په کتاب کې ولیکی مونو ګراف تکمیل شو،یوه کاپی د پوهنځۍ اداری معاونیت ته او یوه له ځان سره ساتل کېږی،چې د دندې په پیداکولو مرسته وکړی،ځکه تردې چا دلسانس سند نه اخیستی.
دتائید اخیستلو لپاره لاندې پاڼه هم ضرور ده،باید چې مونوګراف سره مو له مخکې مل کړې وی:

_____________________‏
دپوهنتون پېژندنه
نېټه:
دڅانګې دثبت شمېره...
دمحصلانو دسیمنارو او مونوګرافو دتصدیق فورمه.
دمحصل اسم او ولد.
موضوع
لارښود-رتبه-امضا
دڅانګې مشر-رتبه-لاسلیک.
پورتنی مونوګراف یا سیمناذ دتائید وړ دی.
دپوهنځی رئیس-رتبه-لاسلیك اومهر
‏_____________________
‏۷-موضوع=دموضوع ټاکنه
محصل باید د مونوګراف لیکنې پر مهال پوه شی چې موضوع یې څومره مسلکی ده.
دموضوع ټاکنې پوخت خپله علاقه،وړتیا،مسلک،معلوماتی پانګه،امکانات او نوروته ګټه په پام کې ونیسی تر وسه دې په نوو معلوماتو دهغوی دپوهې زیاتونه وکړی.
‏¤دموضوع په اړه باید لاندې ټکی په نظرکې ونیول شی:
‏>د اړوند مسلک یوه برخه روښانه کړی.
‏>موضوع باید روښانه،څرګنده او محدوده وی.
‏>پخپله خوښه انتخاب شی او نورو ته د ارزښت وړ وی.
‏>په کومه موضوع چې محصل مخکې مقاله لیکلې وی دمحصل دکامیابیدو چانس زیات وی.
‏>په هغه ساحه كې پوهه حاصله کړو،چې سبا پكې دکار کولو نیت لرو.
‏>ایا نوی ده؟
‏>ټاکلی وخت کې ختمېږی؟
‏>مونوګراف به ورنه ساز شی؟
‏>ایا مشخصه ده یعنې کوم خاص تعریف لری؟
‏>ایا موضوع هدف راته معلوم دی؟(څه ویل پکې غواړم؟)
‏>پوهنتونو ته پکار ده چې دمونوګرافو دتعریف،ځانګړنو او اهدافو په اړه یو روښانه تصور او لیکلی متن ولری.
‏>مثلآ په یو نبات کې ګڼ موضوعات واخلو لکه پیوند،شاخبری، توافق... هریوه یې یوه موضوع کیدلې شی.
ښه خبره داده چې محصل دپوهنتون په جریان کې ان له اوله په دې هڅه کې وی،چې یوه موضوع وټاکی اوکله چې څلورم کال ته رسېږی;نو ستونزه یې حل وی او زړه خوړیی یې نه کړی.

_____________________‏
‏۸-موضوع=عنوان یاسرلیک ټاکنه

هره لیکنه باید دخپلې منځپانګې په نظر کې نیولو سره یو نوم ولری.
نوم باید نوی،لنډ،زړه راښکونکی،روښانه او داصلی روح بیانوونکی وی.
نومونه باید نه ډېر لنډ او نه ډېر اوږد وی ځکه نومونه اکثره یو یا دوه کلیمې وی.
ځینې وخت له مضمون لیکلو وروسته نوم ټاکل کېږی; کله چا توری هم نه وی لیکلی،لومړی نوم ټاکی بیا د نوم تر سیوری لاندی لیکنه پیل کوی او هره شېبه یې نوم په زهن کې وی.
‏_________
‏¤لیکوال باید له عنوان ټاکلو مخکې لاندې ټکی په نظر کې ونیسی:
‏>عنوان باید لوستونکی ته دلیکنې موخه او شالید دواړه ورسوی.
‏>له منځپانګې سره باید په هیڅ برخه کې کوم فکری او معنوی پرېکون ونلری.
‏>باید لنډ،هر اړخیز،دلچسپ او بی ابهامه وی.
‏>ډېر عمومی نه وی ځکه که لنډ وی ترڅېړنې وروسته یې پراخولی او بدلولی شو.
‏>لوستونکی ترې پوه شی چې لیکنه د څه په اړه ده.
‏>عنوان او نوم دبل چاسره ورته نه وی.‏
_____________________
‏¤د عنوانو ډولونه
‏_____________________

الف)اصلی عنوانونه:
پدې کې عمومی موضوعات وړاندې کېږی،دپاڼې په سر کې راځی،په لویو کرښو لیکل کېږی، له ورایه ښکاری اود ټولې منځپانګې نماینده ګی وکړی.
_____________________

ب)فرعی عنوانونه:
ددې لپاره چې عمومی موضوعات ښه واضح شی اصلی عنوانونه په نورو فرعی عنوانو وېشل کېږی.
داصلی عنوان نه په وړو کرښو راځی او دنور متن نه لوی،اکثره اوقات د کرښې په سر لیکل کېږی او بغلی عنوان هم ورته وایی کله چې ولیکل شی یو شارحه ورته ورکول کېږی او ورپسې تفصیل راځی.‏
‏‎__________________‎‏________________________


۹-موضوع=د څېړنې لپاره دسمون څو ټکی:

‏¤دښه سمون لپاره لاندې ټکې ضرور دی:
‏_____________________

>په څېړنه کې د اړوندې موضوع ستونزې:مخکې دمونوګراف څخه باید له داسې چا سره مشوره وکړو چې له دې نه یې پخوا په څېړنیزه برخه کې کار کړی وی او یو څه ورسره بلد وی.
له نورو پوهانو سره هم کېنو او ورته ووایو چې موضوع زموږ له هدف سره اړیکه لری؟
په اړه یې کافی معلومات لرو کنه؟
ایا زموږ دمونوګراف حجم دا ایجابوی چې دغه موضوع پکې راونغاړو،ډېر محدودیت خوبه نه لری،که مو ځواب مثبت وه بیا یې انتخابوو.
‏>نوښت:نوی والی لری کنه؟
‏>ننګوونکی څېړنې:ځینې وخت دیوې څېړنې تاوان له ګټې زیات وی یعنې ستونزې ترې پیداکېږی،خو که د څېړونکی موخه ددغې ستونزې حل او په علومو کې اضافه والی وی;دابه د څېړونکو دبریالیتوب راز وګڼل شی.
‏>اهمیت:څومره اهمیت به ولری،د بشری ټولنې لپاره به څومره خدمت وی.
‏>توان او وړتیا:ددې څېړنې له توانه وتلی شی که یه؟او له ځان نه لاندې پوښتنې وکړی
‏_له څېړنې سره څومره علاقه لری؟
‏_څومره څېړنیز اثاریې لوستی؟
‏_دڅېړنې لپاره پوره اسباب لری؟
‏_دڅېړنې ټول عناصر ورته واضح دی؟
‏_له مخکې په دې اړه معلومات لری؟
‏_څومره برخې پکې مجهولې دی؟
که مو ځواب مثبت وه نو څېړنه کولای شئ.
‏>ازادی:څېړونکی ته دبحث لپاره استادان څومره ازادی ورکوی.
‏>اخځلیکونه:که چېرې په کې پوره سرچینې موجودې نه وی په همغه پیل کې ترې تېرشئ،چې وروسته به ستونزې سره مخ شو او وخت به راڅخه تېر وی.
‏¤د متن دوه خواوې
‏_____________________

الف)د متن علمی خوا:پدې کې دلیکوال دژوند حالت،چاپېریال، ټولنیزحالت،اقتصادی وضعیت...څېړل کېږی چې دلیکوال ژوند سره تړاو لری.
‏_____________________

ب)دمتن فنی خوا:دلته متن دګرامر له اړخه څېړل کېږی او موږ ته دمتن دڅښتن پوهه او ځیرکتیا څرګندېږی.
نو هرکله چې مو دا دوه خواوې وڅېړلې; نو دمتن دلیکوال په اړه به مو سم تحلیل کړی وی.

‏_____________________

‏۱۰-موضوع=دفاع یا سمینار:
داچې محصلان زیات وی;نو په یوه ورځ څو محصلانو ته وخت ورکول کېږی،چې په دغه ورځ له دې وخت نه تر دې وخته پورې باید خپل دفاعیه چمتو کړی،له خپل لیکلی مونوګراف نه هم څیزونه ولیکی،غورچاڼ یې خپل لارښود ته وړاندې کړی،لارښود به یې ورسره سیمنار ترتیب کړی او محصل به ترهغه وخته ورباندې تمرین وکړی،کله یې چې وخت راورسېږی ژوری پلاوی(هئیت)ورته ټاکل کېږی،چې دده سیمنار ارزیابی کړی،دلته دهغه ژبه،فصاحت ظاهری څېره،په موضوع حاکمیت،له موضوع سره تړاو،په تالارکې دبرخوالو له ځان سره ساتل اوپه اخرکې دبرخوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وڅاری
او غلطی یې په نښه کړی.
دلته محصل ته پکار دی چې ځان منظم،سټایل اوسلیقه برابره او په وخت سره خپل مواد دغونډې ځای ته ورسوی خپله موضوع دوخت په پام کې نیولو سره سمه وړاندې کړی او پوښتنو ته معقول ځواب ووایی،چې دلسانس سند مستحق وګرځی.
ځینې محصلان پخپل مونوګراف ډېر زحمت وباسی;خوکله چې سټېج سرته دفاع ته راشی;نو لړزېږی خبرې ورڅخه ماتیږی او دومره تر اثر لاندې راشی چې زده شیان ورڅخه هېر شی باید ددې جدی مخنیوی وشی
ګورئ ورونو په لمانځه کې چې دلوی څښتن تعالی په وړاندې درېږو هیڅ تاثیر لاندې نه راځو نو ولې زموږ په شان انسانانو تر تاثیر لاندې راشو؟
په هرحال محصل چې کله خپله موضوع وړاندې کړی او وخت یې ختم شی;نو بیا دپروګرام ویاند د پوښتنو لپاره وخت ورکوی،محصل دې ټولې پوښتنې په دقت او حوصلې سره واوری له احساساتو او وارخطایۍ څخه دې کارنه اخلی،که ځواب یې ناسم هم وی;نوپه ښه ډول او جرئت سره دې ورکړی.
ځکه داکار په موضوع ستاسی حاکمیت څرګندوی او ستاسو دموضوع په ارزیابی کېدو کې درسره مرسته کوی په خپل لارښود مو هم ډاډه اوسئ چې ستاسی سره مرسته کولای شی.
هرکله چې ستاسی وخت ختم شی اوپوښتنې هم په ښه ډول ځواب کړئ; نو ستاسی په اړه ژوری پلاوی خپل نظر څرګندوی که مثبت یې ارزیابی کړی، ارایه او دفاع مو سمه وه;نوداهغه شېبه ده،چې له بې ساری خوښیو ډکه وی،په تاسی به ستاسی ددوستانو دګرمو چکچکو او ګلونو باران شی د لارښود استاد اوبیا به دنورو استادانو لاسونه ښکل کړئ،غېږ به ورکړئ او له سټېج نه به راښکته شئ.خو ځینې وخت ستاسی مونوګراف شاید منفی ارزیابی شی; نو مجبورېږئ،چې کومه بله ورځ بیا تیاری ونیسئ خو اکثره وخت مو سیمنار مثبت ارزول کېږی او غوښتنه درنه کېږی،چې مونوګراف کې مو سمونې راولئ،چې دا هم ستاسی لپاره یو ښه چانس دی او کله هم باید مایوسه نه شئ.
یواځې او یواځې دومره وکړئ،چې یوه ورځ وړاندې په لیلیه یا بل ځای کې له خپلو دوستانو سره کېنئ او که امکان وی دهغوی په وړاندې خپل سیمنار یوځل وړاندې کړئ او پرلپسې تمرین وکړئ په دې تمرین کې فرض کړئ،چې خپله د سیمنار لپاره ولاړ یاست.
ددې سیمنار او دفاع نه موخه داده،چې ستاسی پوهه مخامخ هم وازمایل شی او هغه معلومات چې دمونوګراف موضوع مو پرې لیکلې ستاسی خپل دی،که کاپی کاری او درغلی مو په کې کړی وه،که نه؟

مونو ګراف لیکنه اوله برخه

بسم الله الرحمن الرحیم

‏۱-موضوع:د یوڅه د لیکلو لپاره اړین شرایط:
ددې لپاره چې یو څه ولیکو نو باید په لیکنښو لکه:
‏>ستوری(*):
په متن کې د هغه کلیمې ترڅنګ راځی،چې په لمن لیک کې یې په اړه خاص معلومات لیکی،او یا یې په متن کې دهغه ټکی ترڅنګ ږدی چې په صحت یې باوری نه وی او لمنلیک کې باید واضح شی.
‏>ټینګار نښه( ___ )
که یو لیکنه کې داسې څه وی چې اهم او پاملرنه ورته وشی،لاندې یې یو اوږد کش خط راولی.
‏>ندائیه او سوالیه(!؟)
اول ندائیه بیا سوالیه هغه وخت د جملې پای کې راځې چې موخه پکې دتوجع جلبول او پوښتنه کول وی لکه:
پدې کم عمردومره پوښ شعر لیکل ډېره سخته نده!؟.اونور
‏_____
همدارنګه ددې پورته نښو برسېره نورو ټولو لیکنښو
او پښتو یاګانو باندې په پوره معنا پوه شو او د استعمال ځایونه یې وپېژنو.
‏۲-موضوع:لیکوالی د څه لپاره؟
کله چې مو لاندې پوښتنو ته ځواب مثبت وه نو بیا موږ کولی شو یو څه ولیکو
‏* څه لیکو؟
یعنې موضوع له مخکې باید مشخصه کړو.
‏* ولې یې لیکو ؟
د مثال په ډول د مونوګراف لپاره چې داد دلوړو زده کړو قانون دی
‏*د چا لپاره یې لیکو؟
د خپلې لیکنې مخاطبین پیژندل د لیکوالۍ لومړی شرط دی
‏* څنګه یې لیکو؟
په کوم فورم کې یې وړاندې کوو آیا کیسه لیکو؟ طنز لیکو؟ او نور
‏* څومره یې لیکو؟
دلته تر ډېره د کمیت خبره مطرح ده
‏۳-موضوع د کتاب لیکنې هدایات:په مونوګراف(پایلیک) ټول هغه څه عملی کېږی کوم چې د یو کتاب په اړه موجوددی
هرکتاب دا برخې لری
‏*دکتاب پښتۍ
هرکتاب څلور پښتۍ لری
دکتاب لومړۍ(اصلی مخ) پښتۍ چې دکتاب نوم،فورم،دلیکوال او ژباړن نوم،چاپ کال او اکثره وخت یو انځور چې د کتاب د منځپانګې نماینده ګی کوی راځی.
دوهمه پښتۍ اکثره وخت خالی وی ولې کله په کې لیکوال دچا څخه مننه کوی
درېیمه کې کله د مطبعې کوم نظر یاد لیکوال داثارو لړلیک راځې
څلورمه پښتۍ(اخری پوښ) ډېر ځله د لیکوال اثار او پیژندپاڼه دهغه له وړوکی عکس سره یوځای راځی او د خپرندویې ټولنې لوګو او پته هم لیکل کیږی
‏* کتاب پېژندنه:
په لومړۍ پاڼه کې د کتاب په اړه لنډ معلومات راځې لدې لاندې په یوه کرښه دمطبعې پته راځی او له کتاب پېژندنې پس بسم الله راځی
ددې څخه پس ډالۍ راځې،دلته لیکوال هغه چاته کتاب ډالۍ کوی چې ورته ډېر احترام لری،دا کېدای شې ژوندی وی،مړ او یا غیر ژوندی څیزوی لکه:غر،کلی او نور.
‏*لیکلړ:دې برخه کې په کتاب کې شامل موضوعات په ترتیب سره تر خپل اړوند څپرکی لاندې راځې.
‏* سریزې:
دډالۍ ورسته راځی،
دنورو لیکوالو سریزې چې په کتاب باندې یې لیکلی وی باید له خپلې سریزې مخکې ولیکل شی،سریزو ته بېلابېل نومونه ورکول کېږی خوډیر یې نوم نلری او سریزه ورته لیکی،داندازې او شمېر یې کوم حد نشته،سریزه باید ټوله په کتاب وڅرخېږی.
‏ په مونوګراف کې باید ورسره د لارښود استاد تقریظ مل وی،په سریزه کې باید لاندې شیانو باره کې معلومات وی او ترې یادونه وشی:
‏> دڅېړنې تعریف
‏>د څېړنې اهمیت
‏>هغه نویو، او غښتلو قضیو ته پکې اشاره کېږی،چې په څېړنه کې ورباندې خبرې شوې وی.
‏>د څېړنې غرض
‏>د څېړنې تاریخی شالید
‏>څېړنیز اسلوب:څېړونکی له کوم اسلوب کار اخیستی؟په اول دوهم او درېیم قدم کې یې کوم کار کړی؟له کومو مادی او معنوی لارو یې کار اخیستی؟ داشیان باید پکې روښانه شی
‏>دځینو لویو عنوانو بیانول
‏>د کوښښ او هڅو یادونه
‏>د اساسی سرچینو څخه به یادونه کوی او اهمیت به یې څرګندوی
‏>مننه کول:دټول مادی او معنوی برخو مننه چې د څېړنې په جریان کې ترې ګټه اخیستې وی.
‏*منځپانګه:له سریزې وروسته منځپانګه شروع کېږی او هغه معلومات چې په لړلیک کې مو راوړی په ترتیب سره راځی اوشرح کېږی.
‏*پایله او لنډیز:بیا دابرخه چې دکتاب غورچاڼ وی راځی،ددې برخې حجم د مونوګراف په حجم پورې اړه لری;څېړونکی وایې چې دهر څپرکی په پای کې یې راوړل ښه او ګټور دی.
ددې برخې په اخره کې دا باید څرګند شی چې د څېړنې په لیکلو کې لیکوال له کومو ستونزو سره مخ شو؟څنګه یې حل کړې؟ټولې هغه تجربې دې پکې ولیکی چې ورته پیداشوې دی او د راتلونکی په اړه دې وړاندیزونه په ماده وار شکل ولیکی;وړاندیز باید تخریبوونکی نه وی موخه یې ورڅخه د راتلونکی لپاره سمون وی.
له ټولو هغه کسانو څخه باید مننه وکړی چې پدې څېړنه کې یې ورسره هر ډول مرسته کړې وی او سلا مشورې یې ورکړی وی.
‏*7-دسرچینو راوړل:ټولې هغه سرچینې چې موږ ورڅخه په کتاب کې ګټه اخیستې باید راوړل شی.
په مونوګراف کې لږ تر لږه شپږ سرچینې په کار دی چې د یوې ژبې نوی او زاړه متون،مجلې، اخبارونو،ویبپاڼې او...پکې شامل دی.
له استادانو څخه باید پوښتنه وشی.
که دپوهنتون له لمړی صنف څخه دپوهنتون په کتابتون،داستادانو چپټرونه اولکچرونه راټول او ماخذونه یې له ځان سره ولیکل شی،نو کاربه لا اسان کړی.
له مطالعې پرته له لویو کسانو سره ناسته ولاړه،اړیکې او راشه درشه هم ددې سبب ګرځی چې نوی معلومات او د موضوعاتو لپاره ماخذونه یا سرچینې په لاس راشی.
په انټرنټ کې په ګوګل کې چې موضوع وركړو دلته په لس ګونو ماخذونه لاسته راځې،له ژباړو څخه باید هم استفاده وکړو;له نورو عمومی متنونو څخه په دوه ډوله ګټه اخیستلی شو:
‏>د متن هغه برخه چې زموږ پکار ده،کټ مټ را کاپی کړو;راخیستل شوی برخه باید پخپل متن کې په یو قوس کې ونیسو او پدې کې د تغیر راوستلو حق نلرو.
‏>زموږ په کار کې متن باید ښه مطالعه کرو مفهوم ورڅخه واخلو او بیا یې پخپل متن کې راولو;دلته په قوس کې نیول باندې مجبور نه یو، خو په
لمن لیك کې شرح ورکولای شو.
د ژباړې لپاره تر ټولو لومړی باید دنورو ژبو هغه لیکنې چې زموږ له موضوع سره سمون لری،هغه پیدا کړو،اړوند مفهوم ترې راژباړو او خپل مونو ګراف کې یې د اړتیا په ځای کې کاروو;خو هر هغه څه چې ژباړه مو ور څخه کړې زموږ ماخذ ګرځی.
کله چې ژباړل شوې لیکنې څخه ګټه اخلو نو د ماخذ لیکنې پوخت کې باید د اصلی لیکوال ترڅنګ د ژباړن نوم هم ولیکو.


داسې خلك چې سواد هم نلری کیدای شی چې زموږ لپاره ماخذ وګرځی.
ځیرک محصلان ان له لومړی ټولګی ځان ته یوه موضوع ټاکی او ورسره ماخذونه ټولوی.
هرماخذ باید یوځل مکمل راوړل شی.
البته همدغه ماخذونه بیا دلمن لیکونو په توګه په بار-بار کارولی شو.
ماخذونه اکثره کتابو کې په پای کې له پایلې وروسته راځی،اکثره وخت په مردف ډول د(الف،با)په ترتیب سره راوړل کېږی;بعضې لیکوال یې دهغه شمېرې په اساس راوړی کومه یې چې د مونوګراف په بېلابېلو متنونو کې وركړې وی،داسې لیکوالان هم شته، چې د هر بحث او څپرکی په پای کې کارېدلی ماخذونه راوړی چې کوم فرق سره نلری.
د ماخذونو د راوړلو لپاره لومړی دلیکوال تخلص راځی،ځکه په دوهم نوم شهرت زیات وی البته په فرهنګی نړی کی;په تخلص پسې دلیکوال علمی رطبه او نوم،ورپسې د کتاب نوم،دخپرېدو کال،دچاپ ځای او اخر کې د مطبعې نوم لیکل کېږی.
ځینې لیکوالان ماخذونه د اړوندې پاڼې په متن کې په عددونو نښه کوی او په لمنلیک کې یې دیادو مشخصاتو سره سم دماخذ یادونه کوی;ځینې چې کله له یوبل اثار څخه په غیر مستقیم ډول څه راوخلی په عدد سره په نښه او دکتاب یا هر څپرکې پای کې یې په ترتیب سره په تشریحی لست کې راوړی،او یا دهغو اثارو نومونه اخلی چې ورڅخه یې لږه یاډیره استفاده کړی وی.
لمن لیکونه په دوه ډوله دی
‏1-توضیحی لمن لیکونه:
دا په څېړنه کې که هغه لغت،جمله او یابل څه چې تشریح ته ضرورت لری اود متن په منځ کې د ځینو ستونزو له امله توضیع کېدای نشی په عدد،ډیرځله رومی او یونانی عدودو او یاپه ستوری سره په نښه کوی اوبیا یې دهغه سمبول سره د صفحې په پای کې دیو واړه ډش (کرښې) لاندې راوړی.
‏2-ښوونیز لمن لیکونه:دا دهغه ماخذ او یا هم معلوماتی منبع ښوونه کوی،چې دمتن په کومه برخه کې یې پری سند وركړی وی،دغه د استناد برخه پای کې شمېره لیکی او په لمن لیک یا د هماغه څپرکی یا کتاب په پای کې دشمېرنې د ترتیب،ماخذ ښودنې دځانګړنو له مخې یادونه کوی،پدې ترتیب چې دلیکوال یا ژباړن تخلص،نوم،د کتاب یامنبع نوم،د مطبعې نوم،چاپ کال، ځای،ټوک،ګڼه،مخ او شمېر راځې.
لمن لیکونه بېلابېلې ګټې لری.
کله لمن لیک په لاندې ډول حایشه کې راځی
‏۱-د نورې توضیع لپاره د استاد محمد ابراهیم همکار د قافیې فن (۱۳-۱۸) مخونه وګورئ.
کله چې سرچینې دعامو خبرو یا د رسمی مرکو په بنسټ وی،هغه داسې راوړو:
‏-----------
له ( ) سره دمرکې په بنسټ.
‏_______

خو د ا چې څرنګه له هغه سره خبرې وکړو; نو دلته زموږ کار هم ژورنالیستیکی مرکې او مصاحبې ته ورته وی، چې محصل کولی شی د ځان لپاره یو ځانګړی پوښتنلیک ولری، خبرې ثبت یا ولیکی او وروسته یې له مهمو برخو ګټه واخلی او لمن لیك کې یې حواله ورکړی.
ددې ترڅنګ ویبپاڼې هم زموږ ماخذ کېدلی شی او راوړل به یې په لاندې ډول وی:
‏------------
د هنر او د ادب ‏‎ ‎پاڼه‎ ‎‏،‏‎ ‎د استاد حبیب الله رفیع‎ ‎مقاله.‏‎ banawa.com
‏______
‏۴-موضوع =دمونو ګراف ډیزاین:
مونو ګراف باید لومړی په سپینو پاڼو کې ولیکل شی;یا په کمپیوټر کې یې ولیکو او بیا یې لارښود استاد ته ورکړو،چې غلطی راته په نښه او نښه شوی ځایونه مو چې کله صحی کړل نو لارښود استاد بیا د کمپوز او چاپ اجازه راکوی.
‏ لیکنه باید په (۱۶) سایز کې وكړو او خپل مونو ګراف په لوړ سایز ونه پړسوو،هیډر او فوټر ورته وټاکو، مونوګراف په ‏A4‏ ورقو کې پرنټ کېږی
چې یو مخ یې ډک او بل سپین وی دغه مونوګرافونو ته ساده پوښ ورکول کېږی او څلور رسمی نسخې ورڅخه په کارېږی;خوکه په کومه سی ډی فلش یا کمپیو ټری فایل کې یې هم یوه کاپی وساتو ،نو لابه مو ښه کار کړی وی.

،لوی او واړه عنوانونه پکې سم مراعت شی.
مونوګراف ته باید یوه ساده او سمه پښتۍ وټاکو.
مخکینی پوښ: پدې پوښ کې دپوهنتون بشپړه پته،دمونوګراف په غټو کرښو لیکلی نوم او تشریح،او هم لومړی به خپل نوم لیکی بیا دلارښود استاد نوم
راوړل ضروری دی.
‏_مصنف یا لیکوال:
دا هغه څوک ده چې یو څېړنیز اثر راټول،صنف بندی،منظم او ترتیب کړی او اصلی لیکوال یې دی نه وی.
_مؤلف:اصلی لیکوال چې یو نوی کتاب رامنځ ته کړی
‏_لیکوال:
څوک چې د یوې موضوع په اړه نوی کتاب لیکی او اکثره معلومات یې له خپلې پوهې له زخیرې نه وی مثلآ دناول لیکوال
‏_لیکونکی او ترتیبونکی:دواړه یو ډول دی او مصنف ته ورته دی.
‏۵-موضوع=د علمی څېړنې لارې:
کولی شو علمی پلټنې په دوه ډولونو وویشو:
الف) علمی نظری څېړنه:
پدېکې څېړونکی خپل ځان ته دیو علمی حقیقت په اړه بې لدې چې په څېړنه کې عملی تطبیقات موجود وی،معلومات حاصلوی لکه:جغرافیه،تفسیر او نور.
ب) علمی تطبیقی څېړنه:
لدې نه موخه د ټولو هغو نوو علمی کشفیاتو او نوښتونو تسخیرول دی،چې د محسوساتو سره اړیکه لری لکه کېمیا،فلکیات او...
‏¤د علمی مرحلو له نظره دڅېړنو ډولونه:
‏> د لسانس(بی-ای)دمر حلې څېړنه
ددې مرحلې له څېړنې څخه مقصد دمحصل تمرینول دی،او ورته دا ښودل دی چې څنګه یوه علمی څېړنه پیل او سرته ورسوی.
په تحصیلی ژوند کې دا د یو څېړنیز کار بللی شو،چې محصل د ماسټرۍ(ایم-ای) او دوکتورا(پی اېچ-ډی) د څېړنو لپاره چمتو شی.
د نړی دپوهنتونو دټولو پوهنځیو په محصلانو لازم دی چې د علمی څېړنې یو مضمون په درسی نصاب کې شامل شی،او محصل مجبور دی چې د لارښود استاد ترنظر لاندې یو څو قدمه د څېړنې په سمندر ورګډ شی،او د کتاب په قدر وپوهېږی.
ددې څېړنې مخونه(۳۰-۴۰) پورې وی.
‏>ماسټری
دلته هم کار له لسانس سره دومره فرق نلری،پدغه مرحله کې به پلټنه په یو خاص علم او فن پورې اړه لری،چې محصل دپوهنځۍ په ۴ کلنه دوره کې دځان لپاره خوښ کړی وی.
دلته محصل د علومو ډګر ته خدمت کوی،پدې څېړنه کې باید ډېره ځیرتیا په نظر کې ونیسی ځکه دلسانس دورې لپاره په تحصیلی نصاب کې د کار وړنې وړ وی.
ورقې یې باید(۱۵۰-۲۰۰)پورې وی.
‏>ډاكټری
دا تخصصی څېړنه ده،چې غرض او هدف ورڅخه په یو علمی ډګر یا رشته کې یوه غوره زیاتونه او ژوره څېړنه ده; چې یو داسې اثر رامنځته کړی چې په آینده کې د نورو لپاره یوه غوره سرچینه وی.
ددې موضوع د علومو نه دیوه علم په یوه خاصه څانګه ترسره کېږی،مثلآ په زراعت کې کرنیز اقتصاد ته ځو،هلته بیا مارکیټینګ انتخابوو اوپکې خپله ډاکټری لیکو.
ددې مخونو شمېر یې له(۳۰۰-۵۰۰)پورې ورسېږی.

مدیریت (‏Management‏) اوله برخه

۱-منجمنټ له دوه کلموڅخه مشتق ده چی ‏Manage‏ دتنظیم او ‏Men‏ په معنادخلکو.
¤مدیر:په لغت کی اداره کونکی ته وایی اوپه اصطلاح کې هغه شخص ته وایی چی دخپلې ادارې دکارمندو دکړنو مسؤلیت په غاړه لری
‏¤دیومدیر نیک صفتونه:د تشخیص قدرت،د تطبیق او ښې اړیکې.
‏¤د مراتبو لړۍ:د ټیټې مرتبې له لوړې مرتبې اطاعت کول اودلوړې مرتبې لخوا په ټیټې مرتبې امرونه دی.
‏¤دمدیرانوعمده دندې:1-پلان2_سازماندهی3-ګمارل4-لارښوونه 5-کنترول
‏¤د مدیریت سطحې: 1-د ټیټې سطحې مدیران:هغه مدیران دی چی دمدیریت په ټیټه سطحه کې قرار لری او دکارکوونکو د کار مسؤلیت یې په غاړه وی. او دندې یې په لاندې ډول دی:
‏_لنډ مهاله پلانونه جوړوی او د منځنۍ کچې مدیرانو ته یې د زیاتو معلوماتو لپاره وړاندې کول.
‏_دخپل کاری ټیم د تګلارې څخه برسی او نظارت کول.
‏_ورځنی او کلنی کارونه تنظیمول.
‏_په مشخصه توګه د دندو لایحه جوړول.
‏_له کارکوونکو سره همیشنۍ او نژدې اړیکې ساتل.
2-د منځنۍ سطحې مدیران:دا دلوړې سطحې مدیرانو څخه ښکته قرار لری او دټیټې کچې د مدیرانو کړنې تنظیموی.دندې یې دادی:
‏_منځمهاله پلانونه جوړول او د لوړې کچې مدیرانو ته د اوږد مهاله پلانونو ترتیب او تنظیمول.
‏_مختلفو څانګو ته پالیسی جوړول
‏_ورځنی او اونیز راپورونه کنترول او ارزول
‏_ټیټې کچې مدیرانو ته دستونزو په اړه دلازمو مشورو ورکول
‏_دکارمندانو انتخاب او ګمارل
3-د لوړې سطحې مدیران:دمدیریت په لوړه کچه کې ځای لری او دمنځنۍ کچې دمدیرانو دکارونو دسمون چارې پرغاړه لری.دندې یې دادی
‏_اوږدمهاله پلانو اوتګلارو برسی او وده ورکول
‏_دبیلابیلو څانګو دندې اوکاری پروسې ارزول او له هغو سره پکې مرسته کول
‏_په سازمان کې دکلیدی اشخاصو دانتخاب حق لری
‏_دمنځنۍ کچې مدیرانوته دعمومی ستونزوپه رابطه مشوره ورکوی
‏۲_مامور:هغه شخص دی چې دقانون دحکم سره سم داجرائیوی دندو داجراء لپاره ددولت لخواګمارل کیږی
شرط یې:عمر یې باید اته لس کالو څخه لوړ وی
‏¤دیو مامورصفتونه:په نفس اعتماد،صداقت، ایمانداری،په دنده کې پابندی،دقانون مقرری او مراتبو لړۍ رعایت کول او مراجعینو سره نیک سلوک کول
دمامور رخصتی:لس ورځې په کال کې شل دناروغۍ شل دتفریح اوهم دجمعې،اخترو،حج او دواده رخصت مستحق ده.
‏۳-ددندو لایحه: یولیکلی سند دی چی په اداره کې دیو بست دتشریح او موجودیت دلیل ګرځی
‏۴-اداره:هغه اجتماعی نظام دی چې پکې لږخلك دیو مشخص هدف ته درسیدو لپاره په کار مشغول وی
‏¤د ادارې مهم عناصر:
1‏-هدف:راتلونکې مطلوبه نتیجه ده چی سازمان یی دلاسته راوړلو لپاره هلې ځلې کوی.او لاندی مشخصات لری:
‏>واضح او مشخص وی
‏>دسنجش وړ وی
‏>دلاسته راوړل شی
‏>حقیقی او لیدونکی وی
‏>دوخت قالب ولری
2‏-سرچینې:د یو سازمان مادی او معنوی سرمایې ته وایی اوپه لاندی برخو ویشل شوی:
‏>فزیکی
‏>مالی
‏>انسانی
‏>او غیرمحسوس منابع
3‏-مؤثریت:په اداره کې دفعالیتونو درست سرته رسول دی چې دادارې په لاسته راوړنو کې مرسته کوی دلته په کیفیت ډیرتاکید کیږی
4‏-مثمریت:په اداره کې دفعالیتو سمې اجراء ته وایی چې پکې دکمې سرمایې څخه زیاته ګټه پلاس راځی دلته په لاندی ټکو تاکید کیږی:
‏>کمیت
‏>قیمت
‏>او وخت.
5‏-په اداره کې ښکیل اړخونه:له هغه اشخاصو څخه عبارت دی چې د ادارې په ګټه اوفعالیت کې ونډه لری او په لاندې ډول دی:
‏>برخه اخیستونکی
‏>کارمندان اومامورین
‏>مشتریان،تمویل او وړاندی کوونکی
‏>دمحل خلک.
‏¤د سالمې ادارې مشخصات:
‏>په اداره کې باید د ټولو اداری مقرراتو،قواعدو او اصولو رعایت وشی
‏>دادارې تشکیل باید د ضرورت په اساس وی او دتشکیلاتی بهران څخه باید مخنیوی وشی.
‏>په انتصاب،انتخاب،تغیراو تبدیل د کارکوونکو کې باید د ادارې مهم اصل چې عدل،اغیز،ګټه،اړیکې او د مراتبو لړۍ ده مراعت شی.
‏>کار باید اهل کارته وسپارل شی
‏>په اداره کې باید همغږی،ښه سیستم،فعال کنترول او رهبری وجود ولری.
‏¤د ادارې اساسی اصول:
‏>همغږی او یووالی
‏>دمراتبو دلړۍ اصل
‏>تخصص
‏>دستور ورکونې اصل
‏>نظارت
‏>صلاحیت
‏>تعادل
‏>دتل والی او بدلون اصل
‏>او دکار پیدا کولو اصل.
‏¤د ادارې او منجمټ اهمیت:
‏>په درسته توګه د اهدافو لاسته راوړل
‏>د مصارفو کمول او مخنیوی
‏>د پیسو او وخت دمحدودیت په لحاظ دفعالیت تکمیل او پوره کول.
‏>د مشتریانو او تمویلوونکو قناعت او رضایت.
‏۵-همغږی:په یوپروګرام کې د ښکیلو ادارو ترمنځ د مناسباتو او مساوی ونډې اخیستلو او ښه کار کولوته وایی.او میتودونه یی دادی:
دجلسو، کنفرانسو،ورکشاپو او سیمینارو دایرول او کاری ګروپونو منځ ته راوړل دی.
‏۶-پلان ایښودنه:دفعالیتونو تعینولو،په معلوم وخت پورې تطبیقولو او دلګښتونو پوره سنجش او ترتیبولو پروسې په وایی.
په حقیقت کی امر غیرله پلان نیولو څخه نه پوهیږی چې په آینده کې به کوم فعالیت ترسره کوی او په چا اوچیرته به یی ترسره کوی.
‏¤پلان:
دموخو ټاکل او د هغې دلاسته راوړلو لپاره دبرنامو ترتیبول عبارت له پلان څخه ده.
¤دپلان ډولونه:
‏>لنډمهاله
‏>منځ مهاله
‏>اوږد مهاله.
‏¤دپلان هدف:
پلان باید پراخ،مشخص او متناسب وی.
‏¤دپلان دفعالیتونو مرحلې:
‏>مقدماتی مرحله
‏>د اجراء او تطبیق مرحله
‏>د ارزیابی مرحله.
‏¤د پلان ایښودنې هدف:
‏>هغه فعالیتونه چې دغه هدف پیاده کوی
‏>هغه سرچینې چې د پلان په پلی کیدو ترسره کېږی.
‏¤د پلان اجراء:
له هدف،بودیجې،انسانی سرچینو،قبلی معلوماتو،د قانونو مطالعه،نظارت،ارزونه،کنترول او نتیجې اخیستنې څخه عبارت دی.
‏¤ماسټر پلان:
له یو عمومی او لوی پلان څخه عبارت دی چې دیو عمومی هدف د لاسته راوړلو لپاره فعالیت کوی لږ وخت یی ۵ کاله او زیات ۲۵کاله.
‏۷-سازمان:
دخلکو یو سنجول شوی او خاص ترتیب دی چې د هدف او مقصد د لاسته راوړلو لپاره جوړ شوی وی.
او لاندی مشخصات لری:
‏>خاص هدف
‏>خاص تشکیل
‏>خاص افراد.
‏۸-تشکیل:
د دندو ویش،د صلاحیت او مسؤلیت حدود تعینول په اداره کې د مرتبو لړۍ او منطقیی تعینول دی.
او ۳ برخې پکې اهمیت لری:
‏>د دندو ویش
‏>د صلاحیتونو او مسؤلیتونو حدود تعینول
‏>د ادارو تر منځ منطقیی اړیکو جوړول.
‏۹-سیستم:
له یو مجموعې څخه عبارت دی چې له څو تړلو برخو څخه جوړ وی او د یو جز ایجاد او نقص په ټول سیستم تاثیر کوی.
په دوه ډوله دی
‏>خلاص سیستم:په خارجی محیط پورې اړه لرې.
‏>تړلی سیستم:په داخلی محیط پورې اړه لری.
‏۱۰-تګلاره یا ستراتیژی:
له پوره او واحدې برنامې څخه عبارت دی چې پکې د سازمان موخوته د رسیدو لار ټاکل کېږی
‏۱۱-پروژه:
د هغې پروسې څخه عبارت ده چې د هغې په جریان کې ‏input‏ په ‏output‏ باندې بدلېږی.
یا مشخص فعالیت ده چې ټاکلی شروع او ختم لری.
نوټ:چې پروژه ختمه شی تشکیل یې له هم له منځه ځی.
‏¤دپروژې مدیریت:
له منظمې پلان ایښودنې،سازمان ورکونې،ګمارل،مشری او کنترول څخه عبارت ده.
‏¤پروژه کې مهم شیان:
‏>وخت
‏>بودیجه
‏>تشکیل.
‏۱۲-انسانی سرچینې:د ادارې هدف ته د رسیدو لپاره جذبولو،روزنې،
توسعې او کار شایسته ګی ساتلو ته وایی.
‏¤د وړتیا لوړونه:
‏>د کارمندانو دپوهې د سطحې لوړول
‏>اوږد او لنډ مهاله کورسونه دایرول
‏>سیمینارونه دایرول
‏>ورکشاپونه دایرول
‏>د تالارونو ترتیب او تنظیم
‏>په مرکز او ولایاتو کې د سیمنارونو،ورکشاپو،او کورسو ځایونه تعینول.
‏>د موجوده کارمندانو ارزونه
‏>د بشری قواوو د ضرورتونو تشخیص
‏>انتخاب
‏>تقرر
‏>11 زده کړې ورکول.
‏¤استخدام:
د یوې ادارې یاسازمان په تشکیل کې خالی بستونه ډکول او ډک ساتلو ته استخدام وایی.
‏¤منازعه:
له کشمکش څخه عبارت ده چې د عمل کړنو او تفکر د تفاوت په صورت کې پیدا کېږی.
‏¤ارزونه:
له یو منطقیی عملیې څخه عبارت ده چې په مستقله او هدفمنده توګه د یو فعالیت او پروګرام د تطبیق ډیزاین او پایلې اندازه کوی.
ارزیابی په جدا شکل صورت نیسی او مخکنیو مرحلو ته په کتنې سره په نتیجه کې مونږ د پروژې د ډیزاین تغیراتو ته رسوی.
‏¤څارنه:
په دوام داره توګه د معلوماتو راټولولوته وایی چې له هغو څخه په استفادې دچارو د تنظیم لپاره تصمیم نیول کیږی.
‏¤برسی(تفتیش):
د کار دبهبود لپاره د معلوماتو د تحلیل پروسې ته وایی او دیو پروګرام د قوت او ضعف د ښودلو وسیله ده او همدارنګه په وخت او زمان کې د ښو تصمیمونو د نیولو لپاره هم استفاده کیږی.
که دیوې پروژې یاپروګرام برسی په سمه توګه ترسره شی دابه دهغو د موفقانه پلانونو سره کومك وکړی.
‏¤کنترول:
هغه پروسه ده چې پکې ترسره شوی فعالیتونه له پلان شوو فعالیتو سره ترغور لاندې نیول کیږی.
اوپه درې ډوله ده:
‏>له عمل څخه مخکې کنترول:
دیو فعالیت دشروع په مرحلې پورې تړلی ده،اجراءتو او فعالیتونو ته د تیاری او دپروګرام د ترتیب دپلان ایښودنې مرحلې هم دې مرحله کې شامل دی.
‏>د عمل د انجام په وخت کنترول:
په هغه وخت کې صورت نیسی چې پلان یا پروګرام دپیاده کېدو په حال کې وی او د ناسمو اجراءتو پخپل وخت مخنیوی کېږی.
‏>د عمل د انجام څخه پس کنترول:
د مالی او اقتصادی فعالیتونو په آخر کې صورت نیسی.
‏۱۳-مالی مدیریت:
د یوې ادارې یا سازمان د مالی چارو سوق او ادارې ته وایی چې د مالی هدفونو د لاسته راوړلو په منظور وی.او لاندې برخې لری:
‏>مالی پلان ایښودنه
‏>مالی کنترول
‏>مالی تصمیم نیونه.
‏¤محاسبه په یو سازمان کې د مالی اندازه نیولو،خلاصه کولو،د اقتصادی فعالیتونو د افهام او تفهیم له پروسې څخه عبارت ده.
‏¤سرمایه:
هغه پیسې چې په هغې سره تجارت او کاروبار وشی سرمایه بلل کېږی.
‏¤شتمنی(دارایی):
له هغه متاع،ارزښتناکه جنسونو او مالونو څخه عبارت دی چې د یو شخص،ادارې، سازمان او مملكت ملکیت وی.
په دوه برخو ویشل شوی:
‏>ثابته دارایی:په اوږد مهال ډوله د استفادې وړ ګرځی او په تدریجی ډول خپل ارزښت په جاری دارایی بدلوی. لکه:ځمکه،ماشینی تاسیسات،نقیلیه وسایل او نور...
‏>ګرځنده دارایی:په ساده ډول یې په نقدو پیسو بدلولی شو لکه نقدې پیسې،بانکی حسابونه،دبیعې لرونکې ورقې،نقد تجارتی اسناداو نور.
‏¤بودیجه:
دادارې سیستماتیک او منظم سندته وایی چې پکې عواید اومصارف پرتله کېږی.
دبودیجې مرحلې :
>دبودیجې طرحه،ترتیب او وړاندې کوی.
‏>د بودیجې ترتیب
‏>له بودیجې څخه دفاع
‏>دبودیجې منظوری.
دبودیجې ډولونه:
‏>عادی بودیجه:په دغې کې معاشونه،امتیازونه،خدمتونه،عادی اجراءت،ورځنی مصارف چې دپلان مطابق مصرفونه ترې ورکول کېږی.
‏>پرمختیایی بودیجه:
دا دتمویل پلان او پرمختیایی پروګرامونو مصارف ورکوی اوله یوکال څخه زیات وخت نه نیسی.
نوټ:عادی بودیجه دولت تمویلوی او پرمختیایی ډونران.
ملی ګټې تقسیم په نفوس مساوی کېږی داقتصادی پرمختیاسره
‏¤عواید:
هغه پولی مقدار چې دهغه په اخستو په متصدی پیسو کې زیاتوالی راشی لکه:حاصلات، خرڅلاو،کرایې اخیستل او نور
¤مصارف:
د دارایی دارزښت د تنقض اوکار اچولو څخه عبارت دی چې په یوتصدی کې د تولیداو اقتصادی فعالیت ښودل کوی
‏¤مخارج:
په معلوم وخت کې دیوې موسسې ددارایی دارزښت کموالی ته وایی او له مصارفاتوسره یې لوی فرق دادی چې مخارج دمفادو لپاره نه استعمالېږی
‏¤نورماتیف:
هغه نورمونه او معیارونه چې په یوه اداره کې دحسابی چارولپاره خاصیږی.
‏¤قرضونه:
نورو وګړو ته پیسې په اختیارکې ورکولو ته وایی چې بیرته یې اداکوی.
اودوه ډوله دی:
‏>لنډمهاله قرضونه:
دابایدچې په یو مالی دوره(کال) کی ورکول شی
‏>اوږدمهاله قرضونه:
دابایدپه څو مالی دوروکې(کالو) ورکول شی لکه:بانکی قرضونه او نور
‏¤تخفیف:
هغه پیسې چې دمعامله دارلخوابل معامله دارته له اصلی لګښت څخه کمښت راوستل شی ¤تجارت:
له هغه فعالیتونو څخه عبارت دی چې د ګټو د لاسته راوړنې لپاره ترسره کېږی.
‏¤شخصی حساب:
هغه حساب ته وایی چې یو شخص یا شرکت پورې تړلی وی.
‏¤مفاهمه:هغه پروسه ده چې پیغامونه د یوې منبع څخه اورېدونکوته د مختلفو چینلو له لارې خپروی.
مفاهیمې عناصر دادی:
‏*استونکی
‏*پیغام
‏*کانال
‏*اخیستونکی.
مفاهمه لاندې شکلونه لری:
‏>ځان سره مفاهمه
‏>دوه نفری
‏>ګروپی
‏>کتلوی
‏>شفاهی، غیرشفاهی
دمفاهمې مهارتونه:
‏*لوستل
‏*لیکل
‏*اوریدل
‏*فکرکول
‏*خبرې کول.
مفاهمې ته خنډونه:
‏>غالمغال
‏>له خبرو بېل درک
‏>په ځان بې باوری
‏>عقیده
‏>معلوماتو اعتبارې منبع
‏>ټولنیزه فاصله
‏>دمفاهمې ښه وخت او ځای ټاکل.
نوربله برخه کې

۱۳۹۳ سرطان ۷, شنبه

RE: زنا ته مه نږدی کیږئ!

* Original message *
From:
mujahidmohammadkhil@gmail.com
Sent:
02:56:37pm
28/06/2014
To:
mujahidasufzy@gmail.com
Subject:
RE: زنا ته مه نږدی کیږئ!



* Original message *
From:
mujahidasufzy@gmail.com
Sent:
02:54:33pm
28/06/2014
To:
info@mujahed.tk
Subject:
RE: زنا ته مه نږدی کیږئ!

د لیک له خوا د (نن ټکی آسیا) استول شوی دی له خوا د مجاهد (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://www.nunn.asia/index.php/deen/1105-2011-01-22-17-57-39

۱۳۹۳ سرطان ۳, سه‌شنبه

ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی

* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
01:29:07pm
24/06/2014
ته:
go@blogger.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
01:24:19pm
24/06/2014
ته:
<go@blogger.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@yahoo.com
اولېګل شو:
01:23:05pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@gmail.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
01:19:23pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@yahoo.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی

د لیک له خوا د (تـوره بـوړه ویـب پــاڼـه) استول شوی دی له خوا د مجاهد (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://toorabora.net/index.php/2014-01-03-10-17-40/2014-02-04-14-20-07/1783-2014-02-16-16-01-23

ځواب: د مولوی محمد یونس "خالص"مشهور په خ

* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@yahoo.com
اولېګل شو:
03:38:15pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@gmail.com
موضوع:
ځواب: د مولوی محمد یونس "خالص"مشهور په خ



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
03:32:19pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@yahoo.com
موضوع:
ځواب: د مولوی محمد یونس "خالص"مشهور په خالص بابا لنډه پیژندنه:

د لیک له خوا د (تـوره بـوړه ویـب پــاڼـه) استول شوی دی له خوا د مجاهد (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://toorabora.net/index.php/2014-01-03-10-17-40/2014-02-04-14-20-59/3030-2014-03-29-09-51-08

ځواب: دخالص بابا ژوند او پیژندنه لمړۍ بر

* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@yahoo.com
اولېګل شو:
03:38:01pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@gmail.com
موضوع:
ځواب: دخالص بابا ژوند او پیژندنه لمړۍ بر



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
03:34:51pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@yahoo.com
موضوع:
ځواب: دخالص بابا ژوند او پیژندنه لمړۍ برخه:

د لیک له خوا د (تـوره بـوړه ویـب پــاڼـه) استول شوی دی له خوا د مجاهد (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://toorabora.net/index.php/2014-01-03-10-17-40/2014-02-04-14-20-59/1427-2014-01-29-10-34-27

ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی

* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
01:24:19pm
24/06/2014
ته:
<go@blogger.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@yahoo.com
اولېګل شو:
01:23:05pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@gmail.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
01:19:23pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@yahoo.com
موضوع:
ځواب: اسلامی جهاد او ګټه یی

د لیک له خوا د (تـوره بـوړه ویـب پــاڼـه) استول شوی دی له خوا د مجاهد (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://toorabora.net/index.php/2014-01-03-10-17-40/2014-02-04-14-20-07/1783-2014-02-16-16-01-23

ځواب: روژه

* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@yahoo.com
اولېګل شو:
01:03:34pm
24/06/2014
ته:
mujahidasufzy@gmail.com
موضوع:
ځواب: روژه



* اصالی پیغام *
له طرفه:
mujahidasufzy@gmail.com
اولېګل شو:
11:08:18‏am
21/06/2014
ته:
mujahidasufzy@yahoo.com
موضوع:
ځواب: روژه

د لیک له خوا د (تـوره بـوړه ویـب پــاڼـه) استول شوی دی له خوا د Mujahid (mujahidasufzy@gmail.com). لاندي د یو خوندوري لیکني لینک دی، ما وغوښتل چي ستاسو سره يي شریک کړم، مننه: http://toorabora.net/index.php/2013-12-21-06-29-51/2013-12-21-08-11-45/7253-ramadan-kareem

۱۳۹۲ دلو ۲۳, چهارشنبه

راز راز لیکونه

د مجاهد محمدخیل لخوا.
‏¤لیکنښې
۱.ټکې(.)
دجملې پای او د لنډیزونو وروسته راځی لکه "داډیرښه کتاب دی."اویا م.م.م (دملګرو ملتونو موسسه)
۲.سوالیه(؟)
دپوښتنو پای او دشک ښودلو وخت کی راځی لکه:
‏"ولې خفه یې؟"
‏"دبایزید دمړینې کال ۹۸۸ ه.ق ښودل شوی.؟
‏۳.ندائیه (!)
د خطابی جملو پای کی،حیرانۍ حالت او كله چی تعجب د ملنډې یا پوښتنې وړ وی ؟ او ! دواړه دجملی پای کی راځی لکه
‏"تاته وایم!"
"اوهو،څه ښکلۍ ګل دی!"
"آه څومره ظلم؟!"
‏۴.کامه(،)
دجملی برخی بیلوی، پرلپسی کلمو ترمنځ د (او) پرځای راځې او په یوه کلمه کی دکامی ځای بدلول معنوی بدلون راولې لکه:
"زه چی له وطنه ووتم،پر بدمرغیو واوښتم"
‏"ما خپل ورور،خپلوان او دوستان ولیدل"
‏"زما سور ګل خوښ دی"زما سور،ګل خوښ دی"دواړه بیل مفهوم لری.
‏۵.ټکۍ کامه(; )
اوږدو جملو کی داوږدو برخو بیلولو لپاره راځی تر کامې یی ساحه لویه تر ټکی وړه ده. لکه:
‏"ژمی چی دواورو له امله،لاری بندی شی;یوځای څخه بل ځای ته تلل خنډ شی.
دلېریو دوستانو له حال خبریدل سخت شی;."
‏۶.شارحه(: )
دكلمی نه پس دمعنا شرحه کولو لپاره راځی لکه:
‏"پښتانه متل کوی:خپله ژبه هم کلا ده هم بلا"
‏۷.کرښې(-)
دمعترضه جملی چی دكلام په منځی کی وی په سراوپای کی راځی لكه:
‏"زه نن-سره لدی چی ډیر بوخت وم-ستا لیدو ته راغلم!"
خو کله چی معترضه جمله دکلام پای کی وی یواځی د جملې سرکی راځی،ډرامه کی د نومونو دتکرار مخنیو لپاره د نوم پرځای راځې،په مکانی او زمانی واټن کی د له،ترپورې کلمو پرځای ترڅو کلمه لنډه کړی لکه:
‏"رحمان بابا(۱۱۲۸-۱۰۴۲ ه ق)دپښتو شاعر دی"،له دوه کلمو دمرکبی اصطلاح لپاره راځی لکه:
انسانی-اسلامی اخلاق دچا دسپکاوی اجازه نه ورکوی."
‏۸.لیندۍ(_)
عددونه او نیټی په لیندۍ کی نیول کیږی،عددونو ته دلیندۍ دپای نښی پرځای لیکلای شو اوکرښی(-)هم لیکلای شو لکه:
‏"ما نن لاندی شیان واخستل:
لومړی_قلم.
دوهم-رنګ."
‏۹.لیندکۍ("_")
دبل چا راخستل شوی وینا دلیندکیو منځ کی راځی،خاص نومونه،عنوانونه په لیندکیو کی راځی لکه:
‏"افلاطون"
‏۱۰.دری ټکی(...)
دیوی لیکنې نه دلږ شویو مطالبو پرځای راځی او که د پراګراف پای کی راشی دجملی دپای ټکی پری ورزیاتیږی او څلور کیږی لکه:"افغانستان کی هر راز میوی لکه:انار،انګور،مڼې،...هر راز غلی لکه: غنم،جوار،...کیږی او زیات تاریخی ځایونه شته لکه:هرات،بامیان او نور....
نوری نښی شته معمولآ دا نښی وی.
‏¤شکایت لیک:دکار او ټولنیزوچارو محترم وزارت ته!

زه( ) د ( ) زوی چی د( )پوهنځی په( )کال فارغ شوی یم،غواړم چی زما د زده کړی سره سم کار راکړې.
دیادونې وړده چې په کمپیوټر او بهرنی ژبه هم پوهیږم.
‏ په درناوی

لاسلیک
‏¤غوښتنلیکونه:
‏۱_د...موسسی محترمې مرستندویې یه کمیټې!
زه ( )د( )زوی چی د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو څخه د لسانس سند په لاس کی لرم او شل کلنه کاری تجربه هم لرم.غواړم دوطن بچیانو ته د استاد په توګه ستاسو پوری اړوند ښوونځیو کی کار او خدمت وکړم،او له بلی خوا دخپلی کورنی اقتصادی ستونزی حل کړم.
هیله ده ستاسو موافقه ترلاسه کړم.
په درناوی

لاسلیک
‏۲_دسرشمیرنی محترم مدیر ته!
دری میاشتی مخكی می تذکره ورکه شوه،اوپه ( )ورځپاڼی کی می اعلان خپور شو چی د نوموړی اعلان کټنګ هم په لاس کی لرم.
هیله ده چې زما دتذکرې مثنی راته راکړه شی.
په درنښت
لاسلیک
۳.د رهنی او تعمیراتی بانک محترم ریاست ته!
ستاسو د اجرا آتی مقررو سره سم ټول سندونه می چمتو کړی دی هیله ده چی زما دکور دنشتوالی ستونزی ته په پام سره،دیو پوړیز کور جوړولو لپاره( )افغانی په پور راکړئ.
‏ په درناوی
لاسلیک
‏¤اعلانونه:
‏۱.په کرایه ورکول
یو کور چی په...واټ...کوڅه کی پروت دی لس کوټی لری دبریښنا اوبو او تلفن سره په میاشت کی ۱۰۰۰ افغانی په کرایه ورکول کیږی.
غوښتونکی دی دمالوماتو ترلاسه کولو لپاره د شش درک دویمی کوڅی...لمبر کورته راشی او یا دتلفون...نمری سره دی اړیکه ټینګه کړی.
نوم
لاسلیک
‏¤قراردادونه:
۱.زه محمد باقر دمحمد یاسر زوی چی د... نمره تذکری لرونکی یم دکابل په مندوی کی خپل دوکان ښاغلی احمد علی د ارواښاد محمد علی زوی ته چی د...نمره تذکری لرونکی دی دیو کال لپاره په لاندی شرایطو په کرایه ورکوم.
‏۱-میاشتنۍ کرایه به له ما پرته هیچاته نه ورکوی.
‏۲-کرایه به دهری میاشتی په لومړی ورځ ورکوی.
‏۳-که چیری ددوکان جوړونی ته ضرورت وی ټول لګښت یې د ښاغلی احمد علی پوری اړه نیسی.
‏۴-پرته له زلزی او راکټ لګیدو څخه که دوکان دبلی هری پیښی له امله جوړولو ته ضرورت ولری ټول لګښت یی داحمدعلی په غاړه دی.
‏۵-دتلفون،اوبو،بړیښنا دلګښت میاشتنی(بل)به ماته و سپارل شی.
داقرارداد لیک په دوو نسخو کی جوړشو چی یوه نسخه یی د دوکان له خاوند سره او بله د کرایه نیونکی سره ده.
دباقرلاسلیک
داحمدعلی لاسلیک
دمندوی د مشر لاسلیک
دسیمی دمشر لاسلیک
‏¤ډول ډول سندونه:
‏۱-وکالت لیک
زه دالله بنده محمدشریف دمحمدحنیف خان زوی دکندوز ولایت د علی آباد دکلی اوسیدونکی ښاغلی صفت الله دحاجی محمدزمان خان زوی د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالی دګنبد دکلی اوسیدونکی دخپل شرعی وکیل په توګه ټاکم او هغه به دا واک ولری چی زمایو ټوټه ځمکه چی ختیځ ته یی عامه لار لویدیځ ته یی لویه ویاله شمال ته یی د سنځلو ونی او دحاجی عبدالحسین ناصری ځمکه ده او جنوب ته یی د حاجی محکم تاش بای ځمکه ده خرڅه کړی او پیرودونکی ته یی شرعی قباله ورکړی.
هیله ده چی ټاکلی وکیل ته می دا اقرار خط دسند په هیڅ ومنل شی.
محمدشریف دمحمدحنیف خان زوی لاسلیک یاګوته
دشاهدانو نومونه لاسلیک یاګوتی نښه
دکلی دملک مهر
‏۲.ضمانت لیک

نیټه / /

زه عبدالقیوم دعبدالحی خان زوی د...نمره تذکرې لرونکې اود کابل دڅلورمی ناحیی اوسیدونکی چی له ډیرو کلونو راپدیخوا له ښاغلی محمدشاه د ګلشاه زوی چی د...نمره تذکری لرونکی او د همدی ناحیی اوسیدونکی دی پیژنم ضمانت کوم،هرکله چی دپولیسومحترم ماموریت دنوموړی حاضرولو ته ضرورت ولری زه به یې حاضروم.اود هغه دسر ضمانت کوم.

په درناوی عبدالقیوم لاسلیک

شاهدان:
‏۱-عبدالعظیم د عبدالعلیم زوی دڅلورمی کارتی دوکاندار
‏۲-ګلروز دنوروز زوی دڅلورمی کارتی دوکاندار
لاسلیک یادګوتی نښه
‏۳_عرفی سند
زه محمدجان دمحمدخان زوی د...نمره تذکری لرونکی د ډیر ضرورت له امله می(۷۰۰۰)اووه زره افغانی چی نیمایی یی(۳۵۰۰)دری زره او پنځه سوه افغانی کیږی له ښاغلی محمداشرف خان دمحمدعارف خان له زوی څخه په حسنه پور واخیست.دا پور په شپږو میاشتو کی بیرته ادا کوم،پخپل اقرار کی صادق یم.
په درناوی
‏ دمحمدجان لاسلیک
‏۴_پانګوونه
موږ هر یو سید احمد دګل احمد زوی د...نمره تذکری لرونکی او سعدالله دعبیدالله زوی د...نمره تذکرې لرونکی په ګډه سره د بوټ جوړولو فابریکی لپاره خپله پانګه سره شریکوو چی دسپکو صنایعو په وزارت کی رسمآ ثبت شوی او هم نښان یی په رسمی جریده کې خپور شویدی.
ددی فابریکی لومړنی پانګه دری ملیونه افغانی ده چی هر یو به یونیم ملیون ونډه پکې ولری.
دفابریکی کارکوونکی به دفابریکی له تصویب شوی لایحی سره سم معاش ترلاسه کړی،دمعاش ورکولو مقام دفابریکی مشر(رئیس)دی!
دفابریکی ټول اجراآت به د منل شوی لایحی سره سم ترسره شی.

سیداحمدخان لاسلیک

سعدالله خان لاسلیک
‏۵_حواله لیک
ښاغلی محمد شفیع خانه!
پر تاسو می (۱۰۰۰۰) لس زره افغانی پور دی،او وخت یی پوره شوی دی لیک می د ښاغلی محمد قاسم خان په لاس درواستوه چی په حواله کی یی وګڼی،ټول پور می ورته وسپاره او لیک دځان سره دسند په توګه وساته!.

په درناوی

محمدانور
‏۶_اجاره لیک
زه محمدایوب د محمد شعیب زوی د...نمره تذکری لرونکی دقرغی اوسیدونکی خپل د پنځو جریبو ډول ډول میوه لرونکې بڼ می عبدالغفار خان د عبدالجبار خان زوی ته چی د... نمره تذکری لرونکی او دقرغی اوسیدونکی دی د (۳۰۰،۰۰۰) دری سوه زره افغانیو په بیه په اجاره ورکړه کله چی د بڼ میوه پای ته رسیږی اجاره اخیستونکی به دری لکه افغانی د باغ څښتن ته سپاری د حسابی چارو ستونزی به د بڼ څښتن په غاړه وی.

محمدایوب لاسلیک

عبدالغفار لاسلیک
‏۷_د تړون لیک په اړوند
د هر تړون لیک ته سر کی ددواړو خواوو ټول مشخصات لکه نوم،د تذکرې نومره،د اوسیدلو اصلی او اوسنی ځای او هم د کار پته لیکل کیږی.
تر دی وروسته تړون لیک په څو مادو کی د دواړو لخوا جوړیږی او په نوموړو مادو کی شرایط ټاکل کیږی.
هره خوا به د تړون لیک یوه یوه کافی په واک کی ولری.
تړون لیک له دواړو خواوو څخه لاسلیک کیږی او بیا د اعتبار وړ ګرځی.