۱۳۹۳ سرطان ۲۶, پنجشنبه

مونو ګراف لیکنه اوله برخه

بسم الله الرحمن الرحیم

‏۱-موضوع:د یوڅه د لیکلو لپاره اړین شرایط:
ددې لپاره چې یو څه ولیکو نو باید په لیکنښو لکه:
‏>ستوری(*):
په متن کې د هغه کلیمې ترڅنګ راځی،چې په لمن لیک کې یې په اړه خاص معلومات لیکی،او یا یې په متن کې دهغه ټکی ترڅنګ ږدی چې په صحت یې باوری نه وی او لمنلیک کې باید واضح شی.
‏>ټینګار نښه( ___ )
که یو لیکنه کې داسې څه وی چې اهم او پاملرنه ورته وشی،لاندې یې یو اوږد کش خط راولی.
‏>ندائیه او سوالیه(!؟)
اول ندائیه بیا سوالیه هغه وخت د جملې پای کې راځې چې موخه پکې دتوجع جلبول او پوښتنه کول وی لکه:
پدې کم عمردومره پوښ شعر لیکل ډېره سخته نده!؟.اونور
‏_____
همدارنګه ددې پورته نښو برسېره نورو ټولو لیکنښو
او پښتو یاګانو باندې په پوره معنا پوه شو او د استعمال ځایونه یې وپېژنو.
‏۲-موضوع:لیکوالی د څه لپاره؟
کله چې مو لاندې پوښتنو ته ځواب مثبت وه نو بیا موږ کولی شو یو څه ولیکو
‏* څه لیکو؟
یعنې موضوع له مخکې باید مشخصه کړو.
‏* ولې یې لیکو ؟
د مثال په ډول د مونوګراف لپاره چې داد دلوړو زده کړو قانون دی
‏*د چا لپاره یې لیکو؟
د خپلې لیکنې مخاطبین پیژندل د لیکوالۍ لومړی شرط دی
‏* څنګه یې لیکو؟
په کوم فورم کې یې وړاندې کوو آیا کیسه لیکو؟ طنز لیکو؟ او نور
‏* څومره یې لیکو؟
دلته تر ډېره د کمیت خبره مطرح ده
‏۳-موضوع د کتاب لیکنې هدایات:په مونوګراف(پایلیک) ټول هغه څه عملی کېږی کوم چې د یو کتاب په اړه موجوددی
هرکتاب دا برخې لری
‏*دکتاب پښتۍ
هرکتاب څلور پښتۍ لری
دکتاب لومړۍ(اصلی مخ) پښتۍ چې دکتاب نوم،فورم،دلیکوال او ژباړن نوم،چاپ کال او اکثره وخت یو انځور چې د کتاب د منځپانګې نماینده ګی کوی راځی.
دوهمه پښتۍ اکثره وخت خالی وی ولې کله په کې لیکوال دچا څخه مننه کوی
درېیمه کې کله د مطبعې کوم نظر یاد لیکوال داثارو لړلیک راځې
څلورمه پښتۍ(اخری پوښ) ډېر ځله د لیکوال اثار او پیژندپاڼه دهغه له وړوکی عکس سره یوځای راځی او د خپرندویې ټولنې لوګو او پته هم لیکل کیږی
‏* کتاب پېژندنه:
په لومړۍ پاڼه کې د کتاب په اړه لنډ معلومات راځې لدې لاندې په یوه کرښه دمطبعې پته راځی او له کتاب پېژندنې پس بسم الله راځی
ددې څخه پس ډالۍ راځې،دلته لیکوال هغه چاته کتاب ډالۍ کوی چې ورته ډېر احترام لری،دا کېدای شې ژوندی وی،مړ او یا غیر ژوندی څیزوی لکه:غر،کلی او نور.
‏*لیکلړ:دې برخه کې په کتاب کې شامل موضوعات په ترتیب سره تر خپل اړوند څپرکی لاندې راځې.
‏* سریزې:
دډالۍ ورسته راځی،
دنورو لیکوالو سریزې چې په کتاب باندې یې لیکلی وی باید له خپلې سریزې مخکې ولیکل شی،سریزو ته بېلابېل نومونه ورکول کېږی خوډیر یې نوم نلری او سریزه ورته لیکی،داندازې او شمېر یې کوم حد نشته،سریزه باید ټوله په کتاب وڅرخېږی.
‏ په مونوګراف کې باید ورسره د لارښود استاد تقریظ مل وی،په سریزه کې باید لاندې شیانو باره کې معلومات وی او ترې یادونه وشی:
‏> دڅېړنې تعریف
‏>د څېړنې اهمیت
‏>هغه نویو، او غښتلو قضیو ته پکې اشاره کېږی،چې په څېړنه کې ورباندې خبرې شوې وی.
‏>د څېړنې غرض
‏>د څېړنې تاریخی شالید
‏>څېړنیز اسلوب:څېړونکی له کوم اسلوب کار اخیستی؟په اول دوهم او درېیم قدم کې یې کوم کار کړی؟له کومو مادی او معنوی لارو یې کار اخیستی؟ داشیان باید پکې روښانه شی
‏>دځینو لویو عنوانو بیانول
‏>د کوښښ او هڅو یادونه
‏>د اساسی سرچینو څخه به یادونه کوی او اهمیت به یې څرګندوی
‏>مننه کول:دټول مادی او معنوی برخو مننه چې د څېړنې په جریان کې ترې ګټه اخیستې وی.
‏*منځپانګه:له سریزې وروسته منځپانګه شروع کېږی او هغه معلومات چې په لړلیک کې مو راوړی په ترتیب سره راځی اوشرح کېږی.
‏*پایله او لنډیز:بیا دابرخه چې دکتاب غورچاڼ وی راځی،ددې برخې حجم د مونوګراف په حجم پورې اړه لری;څېړونکی وایې چې دهر څپرکی په پای کې یې راوړل ښه او ګټور دی.
ددې برخې په اخره کې دا باید څرګند شی چې د څېړنې په لیکلو کې لیکوال له کومو ستونزو سره مخ شو؟څنګه یې حل کړې؟ټولې هغه تجربې دې پکې ولیکی چې ورته پیداشوې دی او د راتلونکی په اړه دې وړاندیزونه په ماده وار شکل ولیکی;وړاندیز باید تخریبوونکی نه وی موخه یې ورڅخه د راتلونکی لپاره سمون وی.
له ټولو هغه کسانو څخه باید مننه وکړی چې پدې څېړنه کې یې ورسره هر ډول مرسته کړې وی او سلا مشورې یې ورکړی وی.
‏*7-دسرچینو راوړل:ټولې هغه سرچینې چې موږ ورڅخه په کتاب کې ګټه اخیستې باید راوړل شی.
په مونوګراف کې لږ تر لږه شپږ سرچینې په کار دی چې د یوې ژبې نوی او زاړه متون،مجلې، اخبارونو،ویبپاڼې او...پکې شامل دی.
له استادانو څخه باید پوښتنه وشی.
که دپوهنتون له لمړی صنف څخه دپوهنتون په کتابتون،داستادانو چپټرونه اولکچرونه راټول او ماخذونه یې له ځان سره ولیکل شی،نو کاربه لا اسان کړی.
له مطالعې پرته له لویو کسانو سره ناسته ولاړه،اړیکې او راشه درشه هم ددې سبب ګرځی چې نوی معلومات او د موضوعاتو لپاره ماخذونه یا سرچینې په لاس راشی.
په انټرنټ کې په ګوګل کې چې موضوع وركړو دلته په لس ګونو ماخذونه لاسته راځې،له ژباړو څخه باید هم استفاده وکړو;له نورو عمومی متنونو څخه په دوه ډوله ګټه اخیستلی شو:
‏>د متن هغه برخه چې زموږ پکار ده،کټ مټ را کاپی کړو;راخیستل شوی برخه باید پخپل متن کې په یو قوس کې ونیسو او پدې کې د تغیر راوستلو حق نلرو.
‏>زموږ په کار کې متن باید ښه مطالعه کرو مفهوم ورڅخه واخلو او بیا یې پخپل متن کې راولو;دلته په قوس کې نیول باندې مجبور نه یو، خو په
لمن لیك کې شرح ورکولای شو.
د ژباړې لپاره تر ټولو لومړی باید دنورو ژبو هغه لیکنې چې زموږ له موضوع سره سمون لری،هغه پیدا کړو،اړوند مفهوم ترې راژباړو او خپل مونو ګراف کې یې د اړتیا په ځای کې کاروو;خو هر هغه څه چې ژباړه مو ور څخه کړې زموږ ماخذ ګرځی.
کله چې ژباړل شوې لیکنې څخه ګټه اخلو نو د ماخذ لیکنې پوخت کې باید د اصلی لیکوال ترڅنګ د ژباړن نوم هم ولیکو.


داسې خلك چې سواد هم نلری کیدای شی چې زموږ لپاره ماخذ وګرځی.
ځیرک محصلان ان له لومړی ټولګی ځان ته یوه موضوع ټاکی او ورسره ماخذونه ټولوی.
هرماخذ باید یوځل مکمل راوړل شی.
البته همدغه ماخذونه بیا دلمن لیکونو په توګه په بار-بار کارولی شو.
ماخذونه اکثره کتابو کې په پای کې له پایلې وروسته راځی،اکثره وخت په مردف ډول د(الف،با)په ترتیب سره راوړل کېږی;بعضې لیکوال یې دهغه شمېرې په اساس راوړی کومه یې چې د مونوګراف په بېلابېلو متنونو کې وركړې وی،داسې لیکوالان هم شته، چې د هر بحث او څپرکی په پای کې کارېدلی ماخذونه راوړی چې کوم فرق سره نلری.
د ماخذونو د راوړلو لپاره لومړی دلیکوال تخلص راځی،ځکه په دوهم نوم شهرت زیات وی البته په فرهنګی نړی کی;په تخلص پسې دلیکوال علمی رطبه او نوم،ورپسې د کتاب نوم،دخپرېدو کال،دچاپ ځای او اخر کې د مطبعې نوم لیکل کېږی.
ځینې لیکوالان ماخذونه د اړوندې پاڼې په متن کې په عددونو نښه کوی او په لمنلیک کې یې دیادو مشخصاتو سره سم دماخذ یادونه کوی;ځینې چې کله له یوبل اثار څخه په غیر مستقیم ډول څه راوخلی په عدد سره په نښه او دکتاب یا هر څپرکې پای کې یې په ترتیب سره په تشریحی لست کې راوړی،او یا دهغو اثارو نومونه اخلی چې ورڅخه یې لږه یاډیره استفاده کړی وی.
لمن لیکونه په دوه ډوله دی
‏1-توضیحی لمن لیکونه:
دا په څېړنه کې که هغه لغت،جمله او یابل څه چې تشریح ته ضرورت لری اود متن په منځ کې د ځینو ستونزو له امله توضیع کېدای نشی په عدد،ډیرځله رومی او یونانی عدودو او یاپه ستوری سره په نښه کوی اوبیا یې دهغه سمبول سره د صفحې په پای کې دیو واړه ډش (کرښې) لاندې راوړی.
‏2-ښوونیز لمن لیکونه:دا دهغه ماخذ او یا هم معلوماتی منبع ښوونه کوی،چې دمتن په کومه برخه کې یې پری سند وركړی وی،دغه د استناد برخه پای کې شمېره لیکی او په لمن لیک یا د هماغه څپرکی یا کتاب په پای کې دشمېرنې د ترتیب،ماخذ ښودنې دځانګړنو له مخې یادونه کوی،پدې ترتیب چې دلیکوال یا ژباړن تخلص،نوم،د کتاب یامنبع نوم،د مطبعې نوم،چاپ کال، ځای،ټوک،ګڼه،مخ او شمېر راځې.
لمن لیکونه بېلابېلې ګټې لری.
کله لمن لیک په لاندې ډول حایشه کې راځی
‏۱-د نورې توضیع لپاره د استاد محمد ابراهیم همکار د قافیې فن (۱۳-۱۸) مخونه وګورئ.
کله چې سرچینې دعامو خبرو یا د رسمی مرکو په بنسټ وی،هغه داسې راوړو:
‏-----------
له ( ) سره دمرکې په بنسټ.
‏_______

خو د ا چې څرنګه له هغه سره خبرې وکړو; نو دلته زموږ کار هم ژورنالیستیکی مرکې او مصاحبې ته ورته وی، چې محصل کولی شی د ځان لپاره یو ځانګړی پوښتنلیک ولری، خبرې ثبت یا ولیکی او وروسته یې له مهمو برخو ګټه واخلی او لمن لیك کې یې حواله ورکړی.
ددې ترڅنګ ویبپاڼې هم زموږ ماخذ کېدلی شی او راوړل به یې په لاندې ډول وی:
‏------------
د هنر او د ادب ‏‎ ‎پاڼه‎ ‎‏،‏‎ ‎د استاد حبیب الله رفیع‎ ‎مقاله.‏‎ banawa.com
‏______
‏۴-موضوع =دمونو ګراف ډیزاین:
مونو ګراف باید لومړی په سپینو پاڼو کې ولیکل شی;یا په کمپیوټر کې یې ولیکو او بیا یې لارښود استاد ته ورکړو،چې غلطی راته په نښه او نښه شوی ځایونه مو چې کله صحی کړل نو لارښود استاد بیا د کمپوز او چاپ اجازه راکوی.
‏ لیکنه باید په (۱۶) سایز کې وكړو او خپل مونو ګراف په لوړ سایز ونه پړسوو،هیډر او فوټر ورته وټاکو، مونوګراف په ‏A4‏ ورقو کې پرنټ کېږی
چې یو مخ یې ډک او بل سپین وی دغه مونوګرافونو ته ساده پوښ ورکول کېږی او څلور رسمی نسخې ورڅخه په کارېږی;خوکه په کومه سی ډی فلش یا کمپیو ټری فایل کې یې هم یوه کاپی وساتو ،نو لابه مو ښه کار کړی وی.

،لوی او واړه عنوانونه پکې سم مراعت شی.
مونوګراف ته باید یوه ساده او سمه پښتۍ وټاکو.
مخکینی پوښ: پدې پوښ کې دپوهنتون بشپړه پته،دمونوګراف په غټو کرښو لیکلی نوم او تشریح،او هم لومړی به خپل نوم لیکی بیا دلارښود استاد نوم
راوړل ضروری دی.
‏_مصنف یا لیکوال:
دا هغه څوک ده چې یو څېړنیز اثر راټول،صنف بندی،منظم او ترتیب کړی او اصلی لیکوال یې دی نه وی.
_مؤلف:اصلی لیکوال چې یو نوی کتاب رامنځ ته کړی
‏_لیکوال:
څوک چې د یوې موضوع په اړه نوی کتاب لیکی او اکثره معلومات یې له خپلې پوهې له زخیرې نه وی مثلآ دناول لیکوال
‏_لیکونکی او ترتیبونکی:دواړه یو ډول دی او مصنف ته ورته دی.
‏۵-موضوع=د علمی څېړنې لارې:
کولی شو علمی پلټنې په دوه ډولونو وویشو:
الف) علمی نظری څېړنه:
پدېکې څېړونکی خپل ځان ته دیو علمی حقیقت په اړه بې لدې چې په څېړنه کې عملی تطبیقات موجود وی،معلومات حاصلوی لکه:جغرافیه،تفسیر او نور.
ب) علمی تطبیقی څېړنه:
لدې نه موخه د ټولو هغو نوو علمی کشفیاتو او نوښتونو تسخیرول دی،چې د محسوساتو سره اړیکه لری لکه کېمیا،فلکیات او...
‏¤د علمی مرحلو له نظره دڅېړنو ډولونه:
‏> د لسانس(بی-ای)دمر حلې څېړنه
ددې مرحلې له څېړنې څخه مقصد دمحصل تمرینول دی،او ورته دا ښودل دی چې څنګه یوه علمی څېړنه پیل او سرته ورسوی.
په تحصیلی ژوند کې دا د یو څېړنیز کار بللی شو،چې محصل د ماسټرۍ(ایم-ای) او دوکتورا(پی اېچ-ډی) د څېړنو لپاره چمتو شی.
د نړی دپوهنتونو دټولو پوهنځیو په محصلانو لازم دی چې د علمی څېړنې یو مضمون په درسی نصاب کې شامل شی،او محصل مجبور دی چې د لارښود استاد ترنظر لاندې یو څو قدمه د څېړنې په سمندر ورګډ شی،او د کتاب په قدر وپوهېږی.
ددې څېړنې مخونه(۳۰-۴۰) پورې وی.
‏>ماسټری
دلته هم کار له لسانس سره دومره فرق نلری،پدغه مرحله کې به پلټنه په یو خاص علم او فن پورې اړه لری،چې محصل دپوهنځۍ په ۴ کلنه دوره کې دځان لپاره خوښ کړی وی.
دلته محصل د علومو ډګر ته خدمت کوی،پدې څېړنه کې باید ډېره ځیرتیا په نظر کې ونیسی ځکه دلسانس دورې لپاره په تحصیلی نصاب کې د کار وړنې وړ وی.
ورقې یې باید(۱۵۰-۲۰۰)پورې وی.
‏>ډاكټری
دا تخصصی څېړنه ده،چې غرض او هدف ورڅخه په یو علمی ډګر یا رشته کې یوه غوره زیاتونه او ژوره څېړنه ده; چې یو داسې اثر رامنځته کړی چې په آینده کې د نورو لپاره یوه غوره سرچینه وی.
ددې موضوع د علومو نه دیوه علم په یوه خاصه څانګه ترسره کېږی،مثلآ په زراعت کې کرنیز اقتصاد ته ځو،هلته بیا مارکیټینګ انتخابوو اوپکې خپله ډاکټری لیکو.
ددې مخونو شمېر یې له(۳۰۰-۵۰۰)پورې ورسېږی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر