موږ په خاوره کې PH او NPK د
PH-Model
بکسې پواسطه په لاندې طریقه معلومولی شو.
¤ د خاورې د Ph معلومولو لپاره باید لاندې مرحلې تعقیب شي:
۱. یو تیوب چې 0845 کوډ لري را اخلو او تر Line یا خط پورې یې له یو محلول څخه چې
Tricon flocculating reagent
نومېژي او 5941 کوډ لري ډکوو.
۲. د 0,5gr قاشقه چې 0698 کوډ لري پواسطه یې درې پیمانې خاوره د نمونې څخه په یاد تیوب کې اچوو او د تیوب سر بندوو او یو دقیقه یې خوځوو چې دخاورې زرات حل شي که Clay soil وي زیات وخت یې پرېږدو چې زرات یې رسوب وکړي.
۳. نهه څاڅکي
Tricon soil ph indicator (5937)
په تیوب کې اچوو او بندوو یې او یو دقیقه یې خوځوو.
۴. د
collour chart 5936
سره یې پرتله کوو چې هر رنګ سره مشابه وه هماغه د خاورې د PH اندازه ده.
نوټ:د افغانستان خاورې اکثره قلوي دي خنثی نشته ولې خنثی کولی یې شو چې تېزابي خاوره په قلویاتو خنثی کوو. چېرته چې د اورښت اندازه زیاته وي نو له هغې ساحې څخه القلي عناصر
Na,k,ca,mg
د اوبو پواسطه مینځل کېژي او ساحه تېزابي کېژي.
اکثره کرنیز نباتات په 6,5-8,5 پورې ښه تکثر کوي.
¤ د فاسفورس معلومول:
۱. تیوب 0755 را اخلو او پکې
Unversal extracting solution 5173
تر اوومې کرښې پورې اچوو.
۲. څلور قاشقې د نمونې څخه اچوو.
۳. پدې مرحله کې د فلتر کاغذ 0465 را اخلو په منځ یې قاتوو راقاتوو او په یو بل قیف ( 0459) کې یې ږدو.
۴. 0749 تیوب را اخلو قیف په کې ږدو او محلول فلتر کوو.
۵.
Phasphorous-B-tube 0244
راخلو او تر کرښې پورې په کې لدې محلول څخه اچوو.
۶.
phasphorous reagent 5156
شپږ څاڅکې په B-tube محلول کې اچوو.
۷.یو دانه د
Phasphorous reagent tablet 5157
پدې کې اچوو ترڅو دا ګولۍ حل شي.
۸.
Phasphorous colour chart 1312
سره یې پرتله کوو چې د هرې خانې د رنګ سره یو شان وه په هماغه اندازه فاسفورس په یو اېکړ کې ښیي چې څومره lb ده.
نوټ نارمل یې 100-130 پورې ده.او په شنه خونه کې
20N:20P:20K
استعمالېژي.
¤د نایتروجن د معلومولو مراحل:
۱. تیوب 0755 را اخلو او پکې
Unversal extracting solution 5173
تر اوومې کرښې پورې اچوو.
۲. څلور قاشقې د نمونې څخه اچوو.
۳. پدې مرحله کې د فلتر کاغذ 0465 را اخلو په منځ یې قاتوو راقاتوو او په یو بل قیف ( 0459) کې یې ږدو.
۴. 0749 تیوب را اخلو قیف په کې ږدو او محلول فلتر کوو.
۵. 1ml پاپیت 0354 را اخلو او پکې د فلتر شوی محلول څخه 1ml سفاټ پلیټ 0159 ته انتقالوو.
۶. لس قطرې
Nitrat reagent 5146
څخه په سفاټ پلیټ کې اچوو.
۷. یو قاشقه
Nitrate reagent powder 5147
په سفاټ پلیټ کې اچوو او 5 دقیقې یې پرېږدو او د
N2.Colour chart
سره یې پرتله کوو او اېکړlb/ اندازه کې داهم راښیی او نارمل یې 100-80 پورې ده.
¤د پتاشیم د معلومولو مرحلې:
۱. تیوب 0755 را اخلو او پکې
Unversal extracting solution 5173
تر اوومې کرښې پورې اچوو.
۲. څلور قاشقې د نمونې څخه اچوو.
۳. پدې مرحله کې د فلتر کاغذ 0465 را اخلو په منځ یې قاتوو راقاتوو او په یو بل قیف ( 0459) کې یې ږدو.
۴. 0749 تیوب را اخلو قیف په کې ږدو او محلول فلتر کوو.
۵. د 0755 تیوب را اخلو او تر درېیمې کرښې پورې یې لدې محلول څخه ډکوو.
۶.
K.Reagent-B-tablet 5161
څخه یوه ګولۍ پدې تیوب کې اچوو.
۷.
K.R.C 5162
کې تر اوومې کرښې دا محلول اچوو ښه یې خوځوو چې حل شي.
۸.
K.b.tube 0246
باندې
K.Riding palet 1107
له پاسه ږدو.
۹. د 0364 پایپیت پواسطه تر هغې پورې اچوو چې ترڅو هغه توره کرښه ورکه شي.
۱۰. دا درجه دار تیوب ده چې اندازه پکې معلومېژي او نارمل یې 180 ده.
¤د خاورې څخه نمونه اخستل او د هغوئ د صنفونو معلومول:
د خاورې د نمونې اخستلو لپاره سطل،مارکر
،پلاستیکی خلطې او رمبی په کارېږي.
دځمکې د مختلفو ساحو او د نباتاتو دریښو ساحو څخه چې تقریبآ
25-20CM
په ژوروالی سره او په څړځایو او یا چمنو کې
5-7cm
په ژوروالی سره نمونه اخستل کېږي او د نمونې مقدار د تجربې په مقدار پورې اړه لری.
خو عمومآ د خاورې نمونه د یو پټی د 5 ځایو څخه اخیستل کېږی. که ساحه پراخه وي او دیوې سیمې خاورې له بلې سیمې سره فزیکي فرق ولري نو موږ باید د هرې ساحې څخه جدا نمونه واخلو.
د نمونې د اخستو څخه وروسته خاوره په پلاستیکی یا کاغذی خلطو کې اچوو او په خلطو باندې د لېبل په شکل نېټه،معقیت یاځای او د مخکنی کرل شوو نباتاتو نومونه لیکو نمونه باید د کیمیاوی تجربې لپاره وچه وی که لمده وی باید د آزادې ساحې پواسطه وچه شی وروسته لدې څخه موږ کولی شو د خاوری تکسچر تعین کړو هغه هم داسې چې اول په اخېستل شوی نمونه کې اوبه علاوه کوو ترڅو خاوره ښه د خمیرې په شکل لمده شي او د خمیرې شکل ځانته غوره کړي لدې وروسته د غټې ګوتې او د شهادت د ګوتې پواسطه ددې لمدې نمونې څخه د 1cm قطر په اندازه پټۍ جوړوو او چې اوږدېږی د ښی لاس د غټی او شهادت ګوتې ترمنځ له موټی څخه بهر باسو که چېرې دغه پټۍ
3cm
څخه مخکې یا تر دې اندازې اوږده شی بیا ماته شې دا خاوری Sandy دی.
اوکه چېرې دغه پټۍ
4-5cm
پورې اوږده شی نو په دې خاورو د Silty
حکم کولی شو.
او که دغه پټی له 5cm
څخه اوږده شی دا بیا Clay
خاوری دی.
او همدارنګه که نوموړې پټۍ د
3-5cm
پورې اوږده شی دابیا Loam خاورې دی چې د
sand,silt,clay
څخه داسې ترکیب شوې چې د یوه خواص هم پکې غالب ندی.
ومن الله توفیق
لیکونکی مجاهد "محمد خېل"
site: www.mujahid.ml
email:muhammadkhil@engineer.com
cell: +93785349822
ما په دوعاګانو کې یاد ساتئ له توجه څخه مو ډېره مننه.
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر