۱۳۹۴ سرطان ۱۲, جمعه

Accounting=‎محاسبه

د سوداګریزو معاملاتو ته د درج او لیکلو اړتیا له پخوا څخه وجود درلود خو ولې د ثبت لپاره یې مشخص سیستم وجود نه درلود چې په شه ډول سره ثبت شي.
محاسبه د سوداګرۍ ژبه ده.
تعریفونه:
‏۱.محاسبه: د سوداګریزو معاملاتو د ثبت ،ګروپ بندۍ ،لنډیز او نهایي راپور څخه عبارت ده.
‏۲.محاسبه: په یو شرکت،تصدۍ،
سازمان او سوداګریز دفتر کې د اقتصادي فعالیتونو افهام او تفهیم،لنډیز،لیکلو،
ثبت،درج او مالي اندازه کولو ته وایي.
¤مالي محاسبه:
‎(‎‏Financial.A)‎
په دې برخه کې ګټه او تاوان معلومېږي،مالي صورت حسابونه
(F.statement)‎
برابروي او د سوداګریز فعالیت خاوندانو،مدیرانو،
قرض لرونکو،دولتي نماینده ګیو او عامو خلکو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي.
‏¤دمحاسبې موخې:
‏۱.دسوداګریزو چارو مالي سوابق جوړول او ثبتول په منظم شکل.
‏۲.د مالي اړخ لرونکو چارو تشخیص.
‏۳.د شرکت،تصدي او سوداګریز فعالیت اقتصادي حالت معلومول.
‏۴. په پیسو سره ددغه معلوماتو د ارزښت اندازه.
‏۵.د سوداګریز فعالیت د بهرني او داخل محیط لپاره د معلوماتو تحلیل او ارزیابي.
‏¤دمحاسبې خواص:
‏۱.محاسبه ځانګړو دورو کې ثبت او تصفیه کېږي
(Periodicity).
‏۲.ګټه او زیان پرتله کوي.
‏۳.د شرکت،کاروبار...مالي جریانات په ښه شکل ثبت او ساتي ترڅو د اړتیا په وخت ترې استفاده وشي.
‏۴.د ټولو دورو لپاره د محاسبې روش یو شان او بې بدلونه ده.
‏۵.دمحاسباتو روڼوالی او ښکاره ثبت،چې عملآ منل شوی او د چا نظر پکې دخیل نه وي.
‏¤د محاسبې دندې:
‏۱.د قرض او دارایي اړوند ټول معلومات څرګندوي.
‏۲.د قرض او دارایي د ارزښت بدلون زیاتوالی او کموالی ښیي.
‏۳.پایلې لاسته راوړل.
‏۴.د تمام شوو لګښتونو او قیمتونو سنجش او هم په ذریعه یې د مخارجو او حاصلاتو تثبیت صورت نیسي.
‏۵.د تصدۍ داخلي کنترول او یوه تصدۍ له بلې سره پرتله کول.
‏۶.محاسبه ددولت په وړاندې د قوي دعوی د اثبات قدرت لري.
‏¤د محاسبې اصطلاحات:
‏۱.شتمني
‏Assets)‎‏):
د سوداګرۍ ټولو منابعو ته شتمني وایي لکه: ځمکه،عمارتونه،ماشینونه نقدې پیسې...او په ۳ ډوله دي.
الف:ثابته شتمني
(Fixed.A):
هغه لوازم او وسایل چې د زیاتې مودې لپاره ترې استفاده صورت نیولی شي لکه:ځمکه،تعمیر،ماشین...
ب:ګرځنده شتمني:
(Current.A)
هغه لوازم او وسایل چې له یو کال څخه په کمه موده کې پکې تغیر راځي لکه: نقدې پیسې،بانکي حسابونه،خرید...
ج:‏‎(Intangible.A)‎
غیرمادي شتمني:
فزیکي وجود نلري خو ولې ډېر اهمیت لري د ګټې او باور لپاره لکه:د چاپ حق،نیک نوم،تجارتي نشان...
‏۲.معامله
(Transaction):
یوه بهرنۍ پېښه ده او هره راکړه ورکړه چې سوداګرۍ کې په پیسو ترسره شي معامله ده.
‏۳.پېښه ‏‎(Event)‎
یو نتیجه ده چې داخل یا خارجي وي
او په شتمني،پانګه او قرضو کې د تغیر وسیله ده.
‏۴.حساب ‏Account
یو سیستماتیک ترتیب دی چې په خاص شتمني او پانګه باندې د معاملو یا نورو پېښو اثرات منعکسوي. د هر ډول شتمني،قرض،عاید،مصرف او پانګې لپاره جدا حسابونه جوړېږي.
‏۵.‏
Owner/proprietor
هغه شخص چې په سوداګرۍ کې یې پیسې په کار اچولې وي او د ګټې او تاوان مسؤل وي مالک بلل کېږي.
‏۶.‏Capital
په کار اچول شوو پیسو ته پانګه وایي.
‏۷.‏Drawings
کله چې مالک د خپل اړتیا لپاره له سوداګرۍ څخه پیسې واخلي برداشت بلل کېږي.
‏۸.‏Purchases
د خرڅلاو لپاره د توکو اخستو ته اخیستنې وایي.
‏۹.‏Purchases return
د اخستل شوو توکو بېرته ګرځول د هغه پلورونکو ته د اخیستنو واپس کول وایي.
‏۱۰.‏Sales:‎
د اجناسو او خدماتو خرڅول دي.
‏۱۱.‏Sales return
د خرڅ شوو توکو راګرځول سوداګري ته.
‏۱۲.تخفیف ‏Discount
هغه پیسې چې د مالک لخوا دمال د اصلي پیعې څخه د معلومې % له مخې اخیستونکي ته پرېږدي.
‏۱۳.‏Commission
هغه حق الزحمه چې یو شخص یې بل شخص څخه دخدمت د اجرا په بدل کې اخلي.
‏۱۴. ‏Expenses
د سوداګرۍ د موخې لپاره هره د پیسو ورکړه مصرف ده لکه: کرایه، معشات،ترانسپورت...
‏۱۵.‏‎ Debetor
or account
receivable
هغه شخص یا واحد چې پیسې ترې حاصلېژي.
‏۱۶.‏Creditor or
A.Payable
هغه شخص یا واحد چې پیسې ورته ادا کېږي.
‏۱۷. ‏Liabilities
قرضونه:د تېرو معاملو د پایلې مکلفیت دی چې په اداکولو یې اړوند واحد منابع له لاسه ورکوي.
‏۱۸.‏Profit,revenue
or income
‏: د سوداګرۍ پواسطه لاسته راغلې ګټه ده.
‏۱۹. ‏Voucher
د یو معاملې لیکل شوي ثبوت یا سند ته رسید وایي.
‏۲۰.‏Goods/Merchandise
ټول هغه شیان چې د خرڅلاو لپاره اخستل شوي وي تجارتي توکي دي.
‏¤حقیقي او اسمي حسابونه
Real & nominal.A
د شتمنۍ،قرض او پانګې حسابونه حقیقي دي چې په بېلانس کې څرګندېږي او نه تصفیه کېږي او د عوایدو مصارفو او د منافعو د ویش
(Rating earning)
حسابونه اسمي دي چې د ګټې او تاوان حساب ته انتقالېژي او د هرې دورې په پای کې تصفیه او تړل کېږي.
‏¤د محاسبې مېتودونه:
‏۱.انګرېزي میتود حسابونه
a.personal
شخصي
b.real
حقیقي
c.nominal
اسمي
‏۲.امریکایي مېتود چې ترې استفاده کوو او پکې حسابونه په پنځه ډوله وېشل شوي دي. چې لومړني درې په
‏Balance sheet ‎‏ کې او پاتې دوه په ‏Income statement ‎
کې راځي.
A.‎د شتمنۍ حساب:‏
ټول با ارزشه توکي،ملکیتونه او منابع چې یو شرکت یې لري لکه:نقدې پیسې،شته اجناس،طلبات ‏‎(A/R)‎
ونډې،تضمین،ځمکه،تعمیر،ماشین،شهرت...
B.‎د قرضو حساب
د برابرونکو لخوا ټولې هغه نقدي او قرض ادعاوې چې د شتمنۍ په حساب کې یې لري لکه:
دیون ‏‎(A/P)‎‏،د بیلونو دیون ‏B/P‏،د لګښت دیون ‏E/P‏،د بانک څخه اخستنې،قرضونه...
C.‎‏ ‏Owner equity.A
د مالک د سرمایې حسابونه:هغه حق چې مالک یې د کاروبار په شتمنۍ کې لري.
D. ‎دعوایدو حساب
ټولې هغه ګټې او اضافي پیسې چې حساب ته راځي لکه: سود،کمیشن او تخفیف.
E. ‎دلګښتو حساب
ټولې هغه ورکړې او اخراجات چې د ګټې پلاس راوړو او د کار د پرمخ بیولو لپاره ترسره کېږي.
هېره دې نه وي چې دلته موږ د امریکایي سیستم حسابونه د جدول په بڼه په یو انځور کې ښودلي توجه مو غواړم.

‏¤د محاسبې اساسي مساوات:
ددوه اړخیزه محاسبې
‏ ‏Double entry
سیستم پر بنسټ د هر ‏Debit‏ لپاره باید ‏Credit ‎‏ موجود وي او برعکس د پورته خبرې.چې دغه قاعده موږ د محاسبې اساسي معادلې ته راجع کوو:
Assets=laibilities+owner equity
‏¤د محاسبې په عمومي معادله د معاملاتو اغېزه:هره معامله یو یا څو اساسي عناصرو په حسابونو اغېزه لري
او دغه اغېزه په - او + علامو سره ښودل کېږي
دمثال په ډول که تجهیزات په نقدو واخستل شي نو دا معامله دوه ځایه اغېزه کوي
‏۱.شتمۍ حساب (تجهیزات) به زیات شي (+).
‏۲.د شتمنیو (نقدو)حساب به کم شي (-).
او همدارنګه که تجهیزات په قرض سره واخستل شي نو د دوه اړخیزه اغېزې له امله به هم د شتمنۍ(تجهیزات) او د قرضونو(‏A/P‏) په حساب کې زیاتوالی راشي یعنې په دواړو حسابونو دغه معامله + اغېزه لري.
‏¤د محاسبې دوران
Accounting cycle
‏* ژورنال ‏Journal‏:د معاملاتو او حوادثو د ثبت لمړنی کتاب دی چې تاریخوار او مستند ډول سره په دې کتاب کې ثبت صورت نیسي چې بیا دغه ثبت ارقام لیجر ته نقلېږي.
‏* ‏Ledger
د حسابونو کتاب دی او هر حساب پکې ځانګړې پاڼه لري.عمومي لیجر د ټولو شتمنیو،قرضو،پانګې،عوایدو او لګښتونو د حسابو څخه تشکیل ده.کومکي لیجرونه په عمومي لیجر کې د موجودو حسابو بفصیل څرګندوي.

*انتقال ‏Posting
د ثبت د لومړنیو کتابونو څخه د لیجر اړوند حسابو ته د ارقامو او معلوماتو د انتقال جریان ته وایي.
‏*ازمایشي بیلانس
Tria.B
په لیجر کې ټولو پرانستل شوو حسابو او د هغوئ د بلانسو د لیست څخه عبارت دی.که دا د ژورنال څخه لیجر ته د ارقامو د انتقال او اصلاح وروسته ترتیب شي نو د ازمایشي اصلاح شوي بېلانس پنوم او که دحسابو د تړلو پس بیلانس ترتیب شي نو د حسابو د تړلو وروسته ازمایشي بیلانس ورته وایي.او دا په بل هر وخت کې هم ترتیب کېدای شي.
‏*اصلاحي معاملات
Adjusting entries
پدې خاطر چې د ټولو حسابو انتقال د محاسبوي اصولو په بنسټ شوی وي د محاسبوي دورې په پای کې اصلاحي معاملات صورت نیسي ترڅو یو دقیق مالي حساب ترتیب کړی شي.
‏*مالي حساب
Financial statements
‏ حساب یا راپور چې د محاسبوي ارقامو جمع آوري، جدول بندي او آخرنی لنډیز منعکسوي.چې مالي حساب د څلور راپورو یا حسابو څخه تشکیل ده:
‏۱.د سنجش پاڼه ‏
Balance sheet
دا دهرې دورې په پای کې د تصدۍ مالي وضع څرګندوي.
‏۲.د عوایدو راپور
Income statement
د دورې په جریان کې د رامنځته شوو معاملاتو د نتیجې اندازه څرګندوي.
‏۳.د پیسو د جریان حساب
‏ ‏Cash flow.S
ددورې په جریان کې د عملیاتو،پانګونې او مالي فعالیتونو په لړ کې د پیسو تهیه او استعمال څرګندوي.
‏۴.نه وېشل شوی مفاد
Retained earnings.S
د دورې د پیل څخه تر اخره د نه وېشل شوي مفاد حساب موازنه څرګندوي.
‏*7.د حسابونو تړم
Closing entries
یو جریان دی چې په لړ کې یې ټول اسمي یا موقت حسابونه بند او صفر ته تقرب کوي او نتیجه یې د شخصي پانګې حساب ته انتقال کېږي. دا جریان د لجر د تړلو، کتاب د تړلو او یا یواځې د تړلو (‏CLOSING‏) په نوم هم یادېږي.
وسلام لیکونکی
مجاهد "محمدخېل"

site:www.mujahid.ml

email:muhammadkhil@engineer.com

cell:+93785349822

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر